احمد ولی مسعود له ملی اېتلاف اونیزې سره په مرکه کې: په ملی یووالی دولت کې هر څوک ګټونکی دی

گزارشگر:29 سرطان 1393 - ۲۸ سرطان ۱۳۹۳

له ټاکنو وروسته په هېواد کې ټاکنیز بن‌بست رامنځته شو. د دې بن‌بست له امله افغانستان کې د ټاکنو پروسه او پرې کیدونکی باور زیانمن شو، خو د امریکا او ملګرو ملتونو په منځګړیتوب دا بن بست پای ته ورسېد او پرېکړه وشوه، چې دواړه نوماندان به په ګډه په هېواد کې د ملی یووالی دولت جوړوی. موږ په دې اړه د شهید احمدشاه مسعود بنسټ له مشر او د ملی اجنډا د طرحې له وړاندې کوونکی ښاغلی احمدولی مسعود سره مرکه کړې ده. چې تاسو لوستونکی ورته را بولو.mnandegar-3
پوښتنه: لومړی د مرکې له وخت مو منندوی یو، افغانستان کې ټاکنې ترسره شوې؛ خو له ټاکنو وروسته ولې سیاسی بن بست رامنځته شو؟
ځواب: افغانستان له ګڼو قومونو جوړ یو داسې هېواد دی، چې دېموکراسی یې نوې او ټاکنې په کې تازه تجربې دی. زموږ د دېموکراسی موډل د افغانستان له روحیې سره برابر نه دی. له همدې ځایه ده، چې موږ د ټاکنو ترڅنګ په یوه سیاسی موډل توافق رامنځته شی، چې له یوې خوا به ټاکنیزې ناندرۍ لاکمې کړی او له بلې خوا له اوسنی وضعیته په بریالیتوب تېر شو. ځکه ټاکنې نشی کولای په یوازې سر ټولې ستونزې حل کړی. نه نوماند کولای شی چې د ټاکنو له لارې بریا خپله کړی، ځکه لا تر اوسه ټاکنې خپلې پختګۍ ته نه دی رسېدلی. دا چې له ټاکنو وړاندې په یوه سیاسی موډل توافق ونشو، ټاکنې په هېواد کې د ټاکنیز بن بست د رامنځته کېدو لامل شوې.
موږ د دې بن بست د له منځه وړلو لپاره له سفارتونو او نړیوالو ارګانونو سره هم ولیدل او هغوی ته مو هم ټینګار دا و، چې باید په یوه سیاسی موډل توافق وشی. ځکه نور نشو کېدای، چې پراخې او پلان شوې درغلۍ او د رایو څېړل نور د دې پروسې له لارې حل شی. تر هغې چې د امریکا د بهرنیو چارو وزیر راته زموږ هڅې روانې وې.
پوښتنه: د امریکا د بهرنیو چارو د وزیر او دواړو نوماندو ترمنځ په شوی توافق کې یوه خبره د ملی یووالی د دولت جوړېدل دی. تاسو د ملی یووالی د دولت جوړېدو ته په کومه سترګه کورئ؟
ځواب: د ملی یووالی دولت په هغو هېوادونو کې رامنځته کېږی، چې له بحران سره مخ وی، یا یوه نوی پړاو ته د تېرېدو په درشل کې وی. په جګړه کې وی، حکومت یې په فساد کې ښکېل وی. افغانستان هم یوه نوی پړاو ته د تېرېدو په درشل کې دی، نو له دې پړاو څخه د بریالی وتلو لپاره د ملی یووالی دولت ته اړتیا ده. د ملی یووالی دولت کوم ځانګړی تعریف نه لری او نه کوم مشخص موډل دی، لکه سیاسی نظامونه. د ملی یووالی د دولت یوازینۍ موخه د ناورینونو مهار کول دی، چې ټول سیاسی ځواکونه په ډله ییز ډول راټولېږی او د یوه باثباته راتلونکې لپاره ګام اخلی. خو په افغانستان کې ناورین له وړاندې څخه رامنځته شو، په داسې حال کې چې په نوره نړۍ کې د بحران د مخنیوی لپاره د ملی یووالی دولت رامنځته کېږی.
پوښتنه: غواړم همدلته مطرح کړم، ایا د اوسنی نظام په شتون کې ممکنه ده، چې د ملی یووالی دولت رامنځته شی؟
ځواب: د ملی یووالی د دولت یوه ځانګړنه دا ده چې نشی کولای د ریاستی نظام په شتون کې رامنځته شی. ځکه اوسنۍ ټولې ستونزې د ریاستی نظام له امله دی. کله چې د ریاستی نظام ستونزې موږ ولېدې، موږ د ملی یووالی د دولت د رامنځته کېدو خبره مطرح کړه، چې هم ورسره ټاکنې بریالۍ کېدای شی او هم له ټاکنو وروسته کېدای شی د هېواد سترو ناورینونو ته رسیدګی وشی. د اوسنی نظام په شتون کې د ملی یووالی دولت نشی رامنځته کېدلای، ځکه خپله د ناورین رامنځته کوونکی دی. نو د دې لپاره چې د ملی یووالی دولت رامنځته شی، اړتیا ده چې د نظام په جوړښت کې بدلون راشی.
پوښتنه: ایا د ملی یووالی دولت د ستونزو بنسټیز حل دی؟
ځواب: بلې! ځکه د ملی یووالی په دولت کې هیڅوک بایلونک نه دی. هر څوک باید بریالی وی، نور په افغانستان کې د یوه په ماتې د بل بریا کارنده نه ده. د افغانستان ټولنیز جوړښت همداسې دی، چې باید ټول ګټونکی وی. د دېموکراسی په دې دور کې هر څوک خپل حق غواړی او د هیچا په حق سترګې نشی پټېدای. نو یوازینۍ لاره د ملی یووالی دولت دی، چې ټول باید په پرېکړه کولو کې شریک وی. چې دا دولت په نظام کې په بدلون سره راتلای شی.
پوښتنه: اوس چې په اساسی قانون کې تعدیل نه دی راغلی، څنګه کېدای شی، چې د نظام په جوړښت کې بدلون راشی، ځکه د نظام بدلون خو د اساسی قانون تعدیل ته اړتیا لری؟
ځواب: د ملی یوالی دولت د نظام جوړښتونو ته د هرچا لرلید توپیر لری. که څنګه چې د اوسنی نظام حقوقی جوړښت ستونزې را منځته کړی، نو باید بدلون وکړی. دمګړۍ هیڅوک ولسمشر نه دی خو ناورین شته. نو رامنځته کېدونکی دولت یو توافقی دولت دی او په کار ده چې د دواړو لوریو په توافق سره په یوه محور کې په غیر رسمی ډول جوړښتی بدلونونه رامنځته شی. یانې اوس ولسمشر نه دی چې د ناورین د مخنیوی لپاره ځواکونه را غواړی، نو اوس په غیر رسمی ډول تر هغه مهاله ځینې بدلونونه راتلای شی، چې د اساسی قانون لویه جرګه جوړېږی. لکه ټول ارګانونه له ولسمشر او صدراعظم نه نیولې تر ښکته پورې ټول باید یو واضح تعریف او وک ولری. د هېواد مشر د اوسنی واک په صورت کې چې د هېواد ټولې چارې ورسره دی، د ملی یوالی د دولت رامنځته کې ناممکنه دی.
په کار ده چې د هېواد مشر ترڅنګ د ولسمشرۍ یوه اداره رامنځته شی، چې ټول ځواکونه او سیاسی اغېزمن مشران په کې راټول وی، چې هم ولسمشر ته سیاسی پرېکړو کې سلا ورکړی، هم ځینې اولویتونه رهبری کړی، ځکه ولسمشر نشی کولای په یوازې سر ټولو ستونزو ته ځان ورسوی. هم به ډله ییز مدیریت رامنځته شی او هم به ټول خلک د پرېکړو په کولو او واک کې ځانونه شریک وبولی. مومند

اشتراک گذاري با دوستان :

Comments are closed.