د ملی اردو ځواکونه له دندې پرته نشی کولای پوځی یونیفورم واغوندی

گزارشگر:12 اسد 1393 - ۱۱ اسد ۱۳۹۳

mnandegar-3ملی دفاع وزارت خپلو ټولو سرتېرو او افسرانو ته دستور ورکړی، چې له دندې پرته دې پوځی یونیفورم نه په تن کوی. د دې وزارت مرستیال ویاند جنرال دولت وزیری وایی، د هرات او کابل په ګډون په ټول هېواد کې د ملی اردو ځواکونو ته ویل شوی، چې په بازار، هوټل، کلیو او نورو هغو سیمو کې چې دنده یې نه وی، له پوځی یونیفورم سره ونه ګرځی.
هغه وایی، دا کار په ملی اردو کې د دسپلین او اردو رغونې لپاره شوی دی، چې له یوې خوا به ورسره په نظامی برخه کې دسپلین پیاوړی شی او له بلې خوا به د ملی اردو د منسوبینو امنیت خوندی شوی وی. له دې وړاندې داسې رپوټونه خپاره شوی ول، چې ګویا په هرات کې د خراب امنیتی وضعیت له امله امنیتی ځواکونو ته په ښار کې د پوځی یونیفورم د نه اغوستلو لارښوونه شوې ده.
ښاغلی وزیری زیاته کړه، دا دستور د امنیتی ځواکونو د خوندیتوب د هغو تدابیرو یوه برخه ده، چې په دې وروستیو کې د ملی دفاع وزارت له لوری تر کار لاندې نیول شوی دی.
د ده په وینا، د دې ترڅنګ په هرات او کابل کې ځینې نور تدابیر هم نیول شوی، چې د لویو موټرو پر ځای باید د ملی اردو ځواکونه په وړو موټرو کې تګ راتګ وکړی، په کلیو، ودونو، هوټلونو، تفریحی پارکونو او نورو سیمو کې له پوځی یونیفورم سره ونه ګرځی.
له دې وړاندې په وار وار د ملی اردو د موټرو کاروانونه تر بریدونو لاندې راغلی ول، چې اوس یې د ملی دفاع وزارت نویو تدابیرو نیولو ته اړ ایستې ده.
د ملی دفاع وزارت ویاند وایی، له دې وروسته به هېڅ د ملی اردو افسر او سرتېری ونه لیدل شی، چې له دندې پرته په پوځی یونیفورم کې ګرځی.
نوموړی د دې پوښتنې په ځواب، کې چې دا کار په هرات کې ولایت کې د دې اندېښنې نه راپورته کوی چې د هغه ولایت امنیتی وضعیت اندېښمنوونکی دی، وویل: که څه هم چې دا دستور په هرات کې تازه ورکړل شوی؛ خو یوازې په هرات پورې محدود نه دی بلکې په کابل او ټول هېواد کې باید پلی شی. هغه د هرات امنیتی وضعیت د ډاډ وړ وباله.
په همدې حال کې د هرات د امنیې قوماندانۍ ویاند عبدالروف احمدی ماندګار ورځپاڼې ته په مرکه کې رد کړه، چې ګویا پولیسو ته په ښار کې د پوځی یونیفورم د نه اغوستلو ویل شوی دی.
هغه وایی، ټول پولیس مکلف دی چې خپل پوځی یونیفورم واغوندی، ځکه په هرات کې هېڅ ډول امنیتی ګواښونه شتون نه لری او وضعیت د امنیتی ځواکونو له لوری کنټرول شوی دی.
ده هغه راپورونه هم ردکړل، چې ګویا په هرات کې د امنیتی وضعیت د خرابېدو له امله کابو اتیا تنه مخور وژل شوی او زیاته یې کړه، چې له بده مرغه شپاړس تنه وژل شوی؛ خو د امنیتی ځواکونو له لوری یې د وژنې په تړاو شپېته تنه نیول شوی دی.
د احمدی په وینا، د هرات پولیسو د وسله والو غلو او وژنکیو یو ستر بانډ هم نیولی، چې په هرات کې به یې وژنې کولې او نا امنی به یې جوړوله: (( موږ همدا نن یو تن د یوه صراف د وژنې په تور بالفعل ونیوه. دا وروستی ترهګر و، چې موږ نیولی دی. هغه یو صراف وواژه او غوښتل یې پیسې یې وتښتوی. حسن نومېږی. ))
د هرات د پولیسو مشر ډاډ ورکوی، چې په هرات کې امنیتی وضعیت خراب نه دی، لکه یوشمېر خلک یې چې وایی، بلکې امنیتی ځواکونه د دې وړتیا لری، چې د هرات امنیت ونیسی او نیولی یې هم دی.
له دې وړاندې د هرات د ولایتی شورا او مدنی ټولنو هم په دې ولایت کې د نا امنۍ له ډېرېدو اندېښنه ښکاره کړې وه او ویلی یې ویل، چې په دې وروستیو کې د هرات امنیتی وضعیت خورا خراب شوی دی. د ولایتی شورا چارواکیو ویلی ول، چې په تېرو شپږو میاشتو کې د نا امنۍ په پېښو کې له اتیاوو ډېر سوداګر او مخور ترور شوی دی. خو د هرات امنیه قوماندانۍ دا ادعا په کلکه ردوی.

اشتراک گذاري با دوستان :

Comments are closed.