پنځه نوی سلنه طالبان بېرته د جګړو لیکو ته ورغلی دی

- ۱۳ اسد ۱۳۹۳

mnandegar-3د سیاسی چارو کارپوهان وایی، چې ولسمشر کرزی غواړی د طالبانو په جنایاتو په پردې اچولو سره هغوی ملاتړ خپل کړی. هغوی وایی، له بند څخه خوشې شوی پنځه نوی سلنه طالبان بېرته د جګړو لیکو ته ورغلی دی.
د سیاسی چارو شننونکی محمدیونس فکور ماندګار ورځپاڼې ته په مرکه کې وویل، چې له زندانونو خوشې اکثریت طالبان بېرته د جګړو لیکو ته ورغلی او د نورو پېښو ترڅنګ په غور ولایت کې د یوولسو کسانو وژل هم د همدغو طالبانو کار دی.
تېره اونۍ په غور ولایت کې وسله والو یوولس تنه په شهادت ورسول، چې د امنیه قوماندان او غور د والی په خبره، چې دا وژنې د هغو طالب قوماندانانو له لوری شوی، چې څه وخت وړاندې د غور له مرکزی زندان نه خوشې شوی ول. خو ولسمشر کرزی په خپله اعلامیه کې دا عمل د بهرنیانو کار بللی و.
ښاغلی فکور وایی، د ولایتی چارواکیو او ولسمشر کرزی له دریځ ښکاری، چې یو لوری به دروغ وایی، ځکه والی د کرزی په فرمان مقرر شوی او مخکې له دې چې کرزی د طالبانو په دې جنایت سترګې پټې کړې وای، ښه به و چې له خپل والی یې یو ځل پوښتنه کړې وای.
د هغه په خبره، تجربو ښودلې کوم کسان چې له باګرام او د هېواد له نورو زندانونو څخه د ولسمشر په فرمان خوشې شوی، ټول د جګړو لیکو ته ورغلی دی.
د سیاسی چارو دغه شننونکی زیاتوی؛ خو دا چې ولسمشر کرزی د طالبانو په کړنو پرته اچوی یوازینۍ موخه یې دا ده، چې د خپل کار په پای کې ورته مهمه نه ده چې په دې ملت او حکومت څه راځی، بلکې لېواله دی چې طالبان او مخالفان ترې خوښ وی.
د هغه په وینا، کرزی تر خپلې وسې هڅه کوی چې طالبان خوښ وساتی: (( طالبان ځانمرګی بریدونه کوی خو کرزی وایی چې حکومت دې پرې درنې و سلې نه کاروی. کرزی نور پوره نهیلی شوی دی. یوازې غواړې طالبان ترې خوشاله شی نور د هېڅ شی په کیسه کې هم نه دی.))
انجینر محمدیونس فکور وویل، طالبان جګړه نشی کنټرولای، نشی کولای سیمې ونیسی او په دایمی ډول یې وساتی؛ نو مزاحمتی جګړې ته یې مخه کړې او غواړې چې مزاحمت رامنځته کړی، چې د ملکی وګړو په نښه کول یې دې هدف ته ښه رسولی شی: (( طالبان مزاحمتی جګړه کوی. هغوی ملکی تلفات رامنځته کوی، بې مورده او بې سنجه بریدونه کوی. که ملکی تلفات ډېر زیات ول لکه د ارګون پېښه نو بیا یې مسوولیت هم نه اخلی. د دې ترڅنګ مافیا، د نشه یی توکیو قاچاق کوونکی او د پاکستان ای اېس ای هم هدفی وژنې کوی د طالبانو په نوم. چې طالبان یې ردولای نشی.))
په همدې حال کې د سیاسی چارو بل شننونکی عبدالجبار شولګری وایی، یوشمېر کړیو هڅه وکړه، چې ټاکنې په لوی لاس بحران ته یوسی، چې اوس وسله وال مخالفان هم غواړی له دې ناورین نه ګټه پورته کړی او خپل فعالیتونه یې پراخ کړی دی.
د ده په خبره، چې له زندانونو څخه د ولسمشر کرزی په فرمان خوشې شوی پنځه نوی سلنه طالبان بېرته د جګړو لیکو ته ورغلی دی.
نوموړی وویل، ولسمشر کرزی له یوې خوا ځان د افغانستان ولسمشر بولی خو له بلې خوا یې په دې سترو جنایتونو او وژنو هېڅ ډول اظهار نظر نه دی کړی.
ښاغلی شولګری په دې اند دی، چې ولسمشر کرزی د طالبانو په جنایاتو په پردې اچولو سره غواړی چې د هغوی په لیکو کې ځانته ځای پیدا کړی او له دې ډاډه شی چې هغوی ورته زیان نه رسوی.
د هغه په وینا، ولسمشر کرزی د خپلې واکمنۍ په وروستیو شپو ورځو کې ملت ته هېڅ تمه او اسره نه لری؛ بلکې غواړی طالبان ترې خوښ شی؛ خو په دې باید پوه وی چې هېڅکله به یې طالبان هم دوست نشی او خلک به هم د هغه دا کړنې ونه وبښی: (( ولسمشر کرزی د خلکو قربانۍ له پامه غورځوی. د ارګون، د غور، د حصار او په نورو شویو جنایاتو سترګې پټوی. دلته د ملت قاتلان تقویه شوی دی. د ملت په وینو لوبې شوی دی.))
له دې وړاندې د ملی دفاع وزیر جنرال بسم الله محمدی او د ولسمشر لومړی مرستیال محمد یونس قانونی هم نیوکه کړې وه، چې له زندانونو څخه د بندیانو خوشې کېدو د جګړو لمن پراخه کړې ده.

اشتراک گذاري با دوستان :

Comments are closed.