امریکا له پاکستان او افغانستان سره دوه مخې پالیسی چلوی

گزارشگر:15 اسد 1393 - ۱۴ اسد ۱۳۹۳

mnandegar-3د ډیورنډ پر کرښه د پاکستان مشکوکو تحرکاتو او د افغانستان پر خاورې د پاکستان بریدونو د دواړو هېوادونو اړیکې یو ځل بیا خرابې کړی دی. د کورنیو چارو وزارت ویلی، که چېرې دیپلوماتیکې هڅې ناکامه کېږی؛ نو له دوی سره وروستی اپشن د پاکستان پر وړاندې جګړه کول دی.
خو سیاسی شننونکی وایی، افغانستان نورې دیپلوماتیکې لارې چارې هم لری چې کولای شی له پاکستان سره پرې خپلې ستونزې حل کړی. هغوی وایی، دا د افغان حکومت حق دی، چې د پاکستان بریدونو ته ورته ځواب ورکړی.
د پوځی چارو څېړونکی جنرال نورالحق علومی ماندګار ورځپاڼې ته په مرکه کې وویل، چې د افغانستان او پاکستان ترمنځ شخړې او ناندرۍ خورا وږده سابقه لری او دغه هېواد له افغانستان سره د مخالفت لپاره رامنځته شوی دی.
نوموړی زیاته کړه، مخکې له دې چې د دواړو هېوادونو ترمنځ جګړه پېښه شی ځینې نورې لارې چارې هم شته چې افغانستان باید ترې ګټه واخلی، څو د دواړو هېوادونو ترمنځ شته ستونزه ختمه شی.
د هغه په وینا، افغانستان باید د امریکا په ګډون په افغانستان کې د شته ناټو ځواکونو او هېوادونو څخه په دې برخه کې ګټه پورته کړی، هغوی دې پر پاکستان فشار راوړلو ته وهڅوی او له دې وروسته دې د ملګرو ملتونو امنیت شورا ته شکایت وکړی.
ښاغلی علومی په دې اند دی، ښه دا ده چې نړیواله ټولنه پاکستان تر اقتصادی او سیاسی فشارونو لاندې ونیسی او افغان حکومت د دې فشارونو د راوړلو لپاره باید په ټینګه ودرېږی او امنیت شورا دې هم وهڅوی.
د پوځی چارو دغه شننونکی وایی، تر اوسه افغان حکومت په دیپلوماتیکه برخه کې دا هڅې نه دی. نوموړی وایی، که چېرې افغان حکومت له پاکستان سره د جګړې له وره داخلېږی؛ نو په کار ده چې لومړی خپل ځواکونه ښه تجهیز کړی، هر ډول عصری وسلې او امکانات په واک کې ورکړی، ځکه افغان ځوانان له چا کم نه دی؛ خو حد اقل داسې وسایل ولری، چې د پاکستان معادل وی او سبا وزیران ونه وایی، چې ځواکونه یې پرمختللی تجهیزات او وسایل نه لری.
جنرال نورالحق علومی زیاته کړه، پاکستان په افغانستان کې د یوه کمزوری نظام او د افغانستان بې ثباتی غواړی او په خپله ګټه یې بولی. نوموړی وایی، پاکستان د یوه داسې حکومت د رامنځته کېدو په لټه کې دی، چې د پاکستان تر سیوری لاندې وی، د هغوی لاس پرې بر وی، چې هم له دنیا پرې ګټه واخلی او هم په افغانستان کې خپلې ګټې ترلاسه کړی.
ده وویل، په تېرو دیارلسو کلونو کې پاکستان له نړیوالې ټولنې نه په میلیاردونه ډالره ګټه ترلاسه کړه، هم یې خپل بې کفیته توکی په افغان بازار کې وپلورل او هم یې په افغانستان کې ټول کاری فرصتونه ترلاسه کړل.
نوموړی وایی، پاکستان په دې باور دی چې په افغانستان کې د فابریکو درېدل، د اقتصاد کمزورتیا او اقتصادی بې ثباتی یې په ګټه ده او که چېرې افغانستان له اقتصادی اړخه په خپلو پښو ولاړ وای، تر ډېره به یې د پاکستان د دغو ستونزو مخه نیولې وای.
په همدې حال کې د افغانستان د سیمه ییزو مطالعاتو د مرکز مشر عبدالغفور لېوال ماندګار ورځپاڼې ته په مرکه کې وویل، له پاکستان سره د جګړې خبره په دې مانا نه ده، چې دواړه هېوادونه به په خپل منځ کې په پوځی جګړې اخته شی، بلکې د افغان چارواکیو د جګړې اقدام په دې مانا دی چې حکومت به هم د پاکستان د راکېټی بریدونو ځواب بېرته په بریدونو ورکړی.
هغه وایی، د بریدونو ځواب هېڅکله د جګړې په مانا نه دی او که د دواړو هېوادونو ترمنځ جګړه رامنځته کېږی؛ نو بیا خبره له دولتونو هاخوا په ملتونو پورې اړوندېږی او بیا به دوه ملتونه جګړه کوی.
د ښاغلی لېوال په وینا، چې که چېرې جګړه پیل وشی؛ نو افغان ملت د تاریخ په اوږدو کې روښانه کړې،چې سترې امپراتورۍ یې را نړولی او پاکستان خو د یوه دېکتاتور حکومت په توګه تر اوسه یو ملت هم نه دی، بلکې په خپله له ډېرو کورنیو قومی او سیاسی ستونزو سره لاس او ګرېوان دی.
نوموړی ډاډ وښود، چې افغان امنیتی ځواکونو د دې وړتیا لری؛ چې پاکستان ته د مقابلو بریدونو ځواب ورکړی.
د افغانستان د سیمه ییزو مطالعاتو د مرکز مشر وویل، له بده مرغه پاکستان په یوه داسې کمزوری مهال د ډیورنډ پر کرښه خپل تحرکات پیل کړل، چې افغانستان په کور دننه ډېر په خپلو سیاسی کړکېچونو، ټاکنو او د واک په لېږد کې مصروف دی او هغه څوک چې غواړی نور هم ټاکنیز بحران اوږد شی او دا کړکېچ وغځېږی په حقیقت کې د افغانستان د همدغو دښمنانو ژرندې ته اوبه اچوی.
نوموړی د دې پوښتنې په ځواب کې چې افغانستان له ناټو او امنیت شورا نه پر پاکستان د فشارونو راوړلو او هغوی ته له شکایت کولو ولې مخ اړوی وویل، څو ځله افغان حکومت له امریکا، ناټو او امنیت شورا نه په دې برخه کې مرسته غوښتی او شکایت یې ورته کړی؛ خو هر ځل د هغوی له منفی ځواب سره مخ شوی دی.
ښاغلی لېوال په دې اند دی، چې امریکا د پاکستان پر وړاندې مبهم سیاست مخ ته وړی او دوه مخې پالیسی یې غوره کړې ده. خو په وینا یې چې افغان حکومت هم تل د ناټو او ملګرو ملتونو ځواب او مرستې ته نشی کېناستلی او نه ناټو له افغانستان سره د تل لپاره پوځی مرسته کولای شی.
هغه وایی، په کار ده چې افغان حکومت له پاکستان سره خپله مساله په خپله حل کړی او د هر ډول بریدونو او حملو ځواب په خپله ورکړی.

اشتراک گذاري با دوستان :

Comments are closed.