د ننګرهار د ولایتی شورا او ولسی جرګې یوشمېر استازی: له حکومت سره د خلکو نه همکاری نا امنی زیاته کړې ده

گزارشگر:20 اسد 1393 - ۱۹ اسد ۱۳۹۳

mnandegar-3د ننګرهار د ولایتی شورا او ولسی جرګې یوشمېر استازی وایی، چې د کمزورې ادارې او رابطو له امله په دغه ولایت کې نا امنی ډېره شوې ده. هغوی وایی، ځایی چارواکی نه دی توانېدلی، چې خپلې دندې په سمه توګه ترسره کړی.
په ولسی جرګه کې د ننګرهار د خلکو استازې اغلې سایمې خوږیاڼۍ ماندګار ورځپاڼې ته وویل، چې د تېرو څو کلونو په پرته سږکال د ننګرهار امنیتی وضعیت خورا ترینګلی شوی دی.
هغې وویل، له یوې خوا سره پاکستان سره خلاصه سرحدی پوله، د امنیتی ځواکونو د شمېر کمښت، د پرمختللو وسلو او امکاناتو نشتون او له پاکستانه د وسله والو راتګ د دې ولایت امنیتی وضعیت خراب کړی دی.
د نوموړې په خبره، چې د نا امنۍ د پراخېدو بل لامل د خلکو بېکاری ده، چې د کوکنارو د کر او پر طالبانو د اپینو پېردولو ځوانان اړ ایستی دی، چې له حکومت سره واټن واخلی او له طالبانو سره همکاری وکړی.
اغلې خوږیاڼۍ زیاته کړه، د سرحدی ولسوالیو خلک ترجیح ورکوی چې د خپلو اقتصادی ستونزو د کمښت لپاره کوکنار وکری او د طالبانو په شتون کې ورته د کوکنارو د کر ښه زمینه برابرېږی.
نوموړ د دې ترڅنګ وویل، چې سرحدی پولیس تجهیزات او امکانات نه لری؛ خو وسله وال مخالفان بیا په هر ډول تجهیزاتو سنبال دی: (( د یوې ولسوالۍ لپاره دېرش پولیس ورکړل شوی، چې یوازې د ولسوالۍ تعمیر پرې ساتلی شی. هغه هم ناچیز امکانات او وسلې وسره شته. نور نه پرمختللی وسایل نه لری، نه تجهیزات نه لری، نه درنه وسله او نه نور شیان. خو طالبانو او نور وسله وال چې له پاکستان نه راځی هغوی زموږ له پولیسو او اردو نه ښه تجهیز شوی دی.))
دې د نا امنۍ د زیاتېدو بل لامل له حکومت نه د خلکو واټن اخیستل یاد کړل، چې په وینا د ناسمې ادارې او فساد له امله اوس خلک له حکومتی ادارو سره همکاری نه کوی. نوموړې وویل، پخوا به خلکو له دولت سره پوره همکاری کوله، چې امنیت ښه و؛ خو اوس دا خبره برعکس شوې ده.
د ولسی جرګې غړې سایمې خوږیاڼۍ دغه راز زیاته کړه، د امنیتی ځواکونو ترمنځ د ښې همغږۍ نشتون ستونزې نورې هم ډېرې کړی او د هغوی لوړه وړتیا یې وېشلې او پاشلې ده: (( زموږ امنیتی ځواکونه وړتیا لری؛ خو همغږی یې تر منځ نشته. خلک له خارجیانو هم ښه خاطره نه لری. ځکه هغوی بېګناه خلک ووژل شول، بندیان یې کړل، چاپې یې واچولې او خلک یې وځورول اوس خلک له هغوی نه طالبانو ته ترجیح ورکوی، ځکه ګناه ګار به یې پرېښودل او بېګناه خلک به یې نیول نو هغه بېګناه خلک هم لاړ طالبانو خواته.))
نوموړې د ننګرهار له لوړ پوړو چارواکیو هم سر وټکاوه، چې په وینا یې خلک یې نشی لیدلی او د خلکو له درد نه ناخبره دی. د دې په وینا، چارواکی په نورو چارو اخته دی او د خپلې بې کفایتۍ له امله نشی کولای امنیت ټینګ کړی، د قانون حاکمیت راولی او خپل خلک وژغوری.
په همدې حال کې د ننګرهار د ولایتی شورا غړی ذبیح الله زمری ماندګار ورځپاڼې ته په وویل، چې د ولسمشر کرزی د ادارې کمزوری مدیریت او ټاکنیز کړکېچ په ټول هېواد کې سیاسی، اقتصادی او امنیتی وضعیت خراب کړی دی.
هغه وایی، له دې نازک وضعیت نه وسله وال مخالفان، د سیمې استخباراتی شبکې او نورې کړۍ ګټه پورته کوی او د نور هېواد په شان یې په ننګرهار کې هم خپلو فعالیتونو ته زور ورکړی دی.
ښاغلی زمری په دې اند دی، چې د ننګرهار د نا امنۍ اصلی لامل د چارو په راس کې د بې مسوولیته او بې کفایته چارواکیو ګومارل دی: (( له بده مرغه تر اوسه ننګرهار ته داسې څوک نه دی راغلی، چې هغه د قانون حاکمیت راولی؛ د خلکو حقونو ته ژمن وی، په سیاست وپوهېږی او وکولای شی ښه مدیریت وکړی. پخوانی والی خو په ښکاره په فساد کې ککړ و. خو اوسنی والی چې د حکومت سیاسی استازی دی، ښه سړی دی؛ خو ښه سړی نشی کولای مدیریت وکړی. یوازې ښه سړیتوب ستونزې نشی حل کولای. اوسنی والی د خلکو غوښتنې او تمې پوره نشوې کړای، امنیتی او اقتصادی وضعیت یې نور هم پسې خراب کړ، فساد ډېر شو او وسله والو هم له موقع نه ګټه واخیسته.))
نوموړی د بېلګې په توګه د ننګرهار د سرحدی ځواکونو د قوماندان بدلېدو ته اشاره کوی او وایی، چې د کمزورې او بې کفایته ادارې له امله په یوه میاشت کې د ننګرهار د سرحدی ځواکونو درې تنه قوماندانان بدل شوی دی.
هغه زیاتوی، دا د دې ادارې کمزوری ښیی او روښانه کوی، چې روابط څومره په ضوابطو برلاسی دی: (( هر څوک چې په یوې اداره کې راغلی بیا یې خپل سړی په مهمو پوستونو مقرر کړی دی.))
نوموړی د ننګرهار په امنیه قوماندان او والی د نیوکو ترڅنګ وایی، داسې چا ته اړتیا ده چې په قاطعیت سره چلن وکړی او امنیت راولی، نه داسې چې کله د رسنیو پر وړاندې د سنا له مشر نه بښنه وغواړی او کله له بل چانه: (( اداره او امن راوستل په بښنې اخیستلو نه کېږی.))
ښاغلی زمری زیاتوی، چې نور خلک د ننګرهار د چارواکیو له دې سازشونو او روابطو نه نهیلی شوی، له دولت یې واټن اخیستی چې له امله یې امنیتی وضعیت خرابېږی.

اشتراک گذاري با دوستان :

Comments are closed.