پاکستان پر افغانستان له بریدونو سره درې موخې تعقیبوی

گزارشگر:22 اسد 1393 - ۲۱ اسد ۱۳۹۳

mnandegar-3وروسته له هغې چې امنیت شورا امنیتی ځواکونو ته د پاکستان د هر ډول لاسوهنو او بریدونو د ځپلو امر کړی، یوشمېر شننونکی وایی، چې دغه اقدام باید ډېر وړاندې ترسره شوی وای.
د سیاسی چارو پوهان وایی، پاکستان په دې ډول بریدونو او لاسوهنو سره دې موخې تعقیبوی، چې د ډیورنډ کرښې په رسمیت پېژندل، د هند و او افغانستان د اړیکو پرې کول او د امریکا د مرستو جلبول دی خو هغوی وایی، پاکستان له افغانستان سره په اوسنی وخت کې د جګړې توان نه لری.

د سیاسی چارو شننونکی او د کابل پوهنتون استاد فاروق بشر ماندګار ورځپاڼې ته په مرکه کې وویل، چې افغانستان په سلګونه ځلې د پاکستان له غیر قانونی کړنو، لاسوهنو او بریدونو په اړه شکایات کړی، پاکستان ته یې اعتراض کړی، ملګرو ملتونو او امریکا ته یې هم په دې اړه خپل شکایت سپارلی؛ خو له دې ټولو سره سره پاکستان خپلو کړنو ته دوام ورکړ.
هغه وایی، افغانستان یو خپل واک هېواد او دولت دی، چې د خپلې خاورې او خلکو د دفاع حق لری، له همدې امله ولسمشر له ډېرو اعتراضونو وروسته خپلو امنیتی ځواکونو ته امر کړی، چې د پاکستان هر ډول کړنو ته ځواب ورکړی.
نوموړی زیاتوی، افغانستان د پاکستان د هر ډول عکس العمل وړتیا لری، خو اندېښنه ښیی چې افغان ملت د پاکستان پر وړاندې را ویښ شو؛ نو برخلیک به یې له شوری اتحاد هم بدتر وی، ځکه شوروی پر افغانستان یرغل وکړ او د نړیوالو په مرستو افغان ملت وتوانېد، چې د وخت زبر ځواک ټوټه ټوټه کړی.
ښاغلی بشر د افغان ملت د وړتیا او شهامت د ستاینو ترڅنګ وایی، چې حکومت د پاکستان له کړنو خورا په تنګ شو، چې په جنګ شو او کرزی باید دا دستور ډېر وړاندې صادر کړی وای.
د سیاسی چارو د دې کارپوه په خبره، پاکستان باید پوه شی چې پر وړاندې یې د افغان دولت او ملت د صبر کاسه ډکه شوې او له دې ډول کړنو لاس واخلی.
نوموړی په دې اند دی، چې د ډیورنډ کرښه، د هند او افغانستان ګرمه دوستی او له افغانستان سره د امریکا پرېمانه مرستې هغه لاملونه دی چې پاکستان یې د افغانستان پر وړاندې دې ډول کړنو، بریدونو او لاسوهنو ته اړ ایستی دی.
استاد فاروق بشر زیاته کړه، پاکستان غواړی چې افغانان په یو ډول نه یو ډول اړباسی، چې د ډیورنډ کرښه په رسمیت وپېژنی، د دې ترڅنګ افغانان اړباسی چې له هند سره خپلې اړیکې او همکارۍ پرې کړی، ځکه هند له افغانستان سره د بیارغونې او نورو برخو کې ډېرې مرستې کړی، په ولایاتو کې قونسلګرۍ لری او دوستی یې ګرمه ده، چې پاکستان یې زغم نه لری.
هغه وویل: (( پاکستان غواړی چې افغانستان د هند پر ځای له پاکستان سره ښې اړیکې ولری او په اقتصادی، سیاسی او پوځی برخه کې ورسره قراردادونه وکړی، چې دا کار افغانان نشی منلی، ځکه له هند سره له ډېر پخوا نه دوستی لری.))
دی د پاکستان د دې ډول کړنو بل لامل له افغانستان سره د امریکا مرستې بولی، چې په وینا یې پاکستان په دې هڅه کې دی چې دا مرستې د ځان په خوا جلب کړی او امریکا اړ باسی چې د افغانستان پر ځای دا مرستې پاکستان ته ورکړی.
نوموړی وایی، له ډیورنډ هاخوا خاوره د افغانانو ده، چې په زوره له امیر عبدالرحمن خان نه اخیستل شوې او هېڅکله به یې افغانان بل چا ته ورنه کړی.
په همدې حال کې د سیاسی چارو شننونکی خالد روښانه یوسفزی وایی، چې پاکستان به تر هغې چې له دې ډول کړنو لاس وانخلی، چې په افغانستان کې یې د خوښې وړ حکومت راغلی نه وی.
د ده په وینا، که څه هم چې په تاریخ کې د افغان امنیتی ځواکونو د هېوادونو په کچه په کومه پوځی جګړه کې ونډه نه ده اخیستې او نه یې توره کړې؛ خو افغان غیور ملت تل له خپلې خاورې او خلکو نه دفاع کړې ده.
دی وایی، که اوس هم افغان امنیتی ځواکونو له پاکستان سره په جګړه کې ښکېل شی؛ نو افغان ملت به د خپلو ځواکونو تر شاه ودرېږی. دی وایی، که څه هم چې پاکستان به له ټیکنالوژۍ او تجهیزاتو له اړخه مجهز وی؛ خو زیاتوی، چې افغانانو تل په تش لاس بریاوې خپلې کړی دی.
نوموړی وایی، پاکستان ته د افغانستان غیرت تل روښانه دی او اوس به هغوی هم له خپلو دا ډول کړنو لاس واخلی؛ ځکه په اوسنی وخت کې پاکستان د دې وړتیا نه لری چې له افغانستان سره په پوځی جګړه کې ښکېل شی: (( د پاکستان کورنی سیاسی مسایل، خراب اقتصاد او نورې ننګونې د دې اجازه نه ورکوی، ځکه له یوې خوا یې د کشمیر مساله ده، له بلې خوا خپله په کور دننه له ترهګرۍ سره لاس و ګرېوان دی او په همدې وخت کې نشی کولای پوځی جګړه وکړی.))

 

اشتراک گذاري با دوستان :

Comments are closed.