د ملی یووالی دولت او د نوماندو تاریخی مسوولیت!

گزارشگر:مومند/ 1 سنبله 1393 - ۳۱ اسد ۱۳۹۳

mnandegar-3د پنجشنبې په ورځ د ولسمشرۍ د دواړو نوماندو د ټاکنو په شفافیت ټینګار وکړ. ډاکټر عبدالله عبدالله ویلی، د رایو د تفتیش پروسه باید شفافه وی او خبرداری یې ورکړ، که دا پروسه شفافه نه وی د افغانستان راتلونکی به له ګڼو ستونزو سره مخ شی.

ښاغلی عبدالله دا څرګندونې د پنجشنبې په ورځ په یوه غونډه کې وکړې او د انتخاباتو له خپلواک کمیسیون نه یې وغوښتل، چې د اصلاحاتو او همپالنې د ټیم استازو ته پیدا شوې پوښتنې ډېر ژر ځواب کړی. عبدالله عبدالله وویل، د انتخاباتو هغه نتایج ورته د منلو وړ دی چې د شفافه تفتیش په نتیجه کې اعلان شی.
ښاغلی عبدالله وویل، په تخنیکی برخه کې د رایو د تفیتش شفافیت او په سیاسی برخه کې د ملی یووالی حکومت هغه څه دی چې د افغانستان یوه روښانه راتلونکې تضمینوالی شی.
له بلې خوا د اشرف غنی احمدزی په مشرۍ د تحول او تداوم ټیم هم د رایو د تفتیش پر شفافیت ټینګار وکړ او د ملی یووالی د حکومت د رامنځته کیدو یو شرط یې د تفتیش په پروسه کې شفافیت وباله.
ددغه ټیم ویاند فیض الله ذکی په یوه خبری غونډه کې وویل، چې په تخنیکی برخه کې د ښاغلی عبدالله له خبرو سره همنظره دی او باید شفافیت په هره برخه کې په پام کې ونیول شی.
د رایو د تفیتش په اړه د شفافیت غوښته په داسې حال کې د دواړو ټیمونو له خوا مطرح کیږی چې تر دې دمه د شپیتو فیصدو رایو تفتیش پای ته رسیدلی.
په همدې حال کې ولسمشر کرزی هم د ټاکنو د خپلواک کمېسیون له غړو او د ملګرو ملتونو له ځانګړی استازی سره په ټاکنیزه پروسه خبرې کړی او غوښتنه یې کړې، چې هر څه ژر دا پروسه پای ته ورسېږی او پایله یې اعلان شی.
د نوماندو له دې څرګندونو ښکاری، چې لا هم د دواړو ټاکنیزو ډلو ترمنځ اختلاف شته او دا اختلافونه ښایی ژر حل نشی. که څه هم چې له دې وړاندې د ملی یووالی کمېسیون تمه ښودلې و ه، چې په دوو اختلافی مسایلو به ډېر ژر د ولسمشرۍ دواړه نوماند خبرې وکړی او حل به یې کړی؛ خو ښکاری چې دا اختلافونه نه دی حل شوی.
د ملی یووالی کمېسیون ویلی ول، چې اختلاف یوازې د اجرایوی رییس د صلاحیتونو او د اپوزیسیون د مشر ټاکلو په اړه پاتې دی او په نورو ټولو مسایلو دواړو لورو توافق کړی دی.
د ولسمشرۍ دواړو نوماندو په هېواد کې د ملی یووالی د رامنځته کېدو لپاره د امریکا د بهرنیو چارو وزیر جان کېری په منځګړیتوب یو توافق لیک هم لاسلیک کړی و، چې له مخې یې دواړو نوماندو د ملی یووالی د حکومت رامنځته کېدو ژمنه کړې وه.
د دغسې حکومت د رامنځته کېدو لپاره د رایو تفتیش، چې په نتیجه کې به یې پاکې رایې له ناپاکو جلا شی، مهم دی؛ خو نوماند او پلویان یې باید هڅه ونه کړی، چې له شوی توافق نه د انحراف لور ته لاړ شی او په یو ډول نه یو ډول دا پروسه زیانمنه کړی.
له دې وړاندې هم داسې رپوټونه خپاره شوی ول، چې په دواړو ټېمونو کې ځینې کسان نه غواړی، د ملی یووالی حکومت رامنځته شی او یا په دې اړه پایلې ته ورسېږی. دا په نوماندو پورې اړه لری چې دا ډول کسان په خپلو ټېمونو کې وپېژنی په خبره یې باور نه کړی او اجازه ورنه کړی، چې د ملی یووالی حکومت له خنډونو سره مخ شی.
د ډاکټر عبدالله عبدالله دا خبره هم پر ځای ده، چې د ملی یووالی حکومت رامنځته کېدل باید د امتیاز اخیستو لپاره نه وی، بلکې هدف یوازې او یوازې د اوسنی ناورین پای ته رسېدل او د یوې باثباته او ډاډمنې راتلونکې په لور ګام اخیستل وی. ځکه هېواد په یوه حساس پړاو کې قرار لری، له یوې خوا خلک له اقتصادی اړخه زیانمن شوی او له بلې خوا په هېواد کې نا امنی پراخېدونکې ده. د ملی دفاع وزیر ویلی، چې ای اېس ای له همدې فرصت نه ګټه اخلی. دې مسالې ته باید د نوماندو پام وی.
هغوی باید اجازه ورنه کړی، چې دست خوش د افغانستان د دښمنانو د پروګرامونو د پلی کېدو لامل وګرځی. بلکې دوی باید په پوره هوش او تعقل سره هڅه وکړی، چې لاسلیک شوی توافق پلی کړی او په ګډه یو پیاوړی حکومت رامنځته کړی.
خو که هر نوماند له وخت وړاندې ځان بریالی وبولی او یا د ملی یووالی له حکومت نه د امتیاز اخیستلو هڅه وکړی، طبیعی ده چې د ا پروسه له خنډونو سره مخ کېږی، پایله نه ورکوی او په ټوله کې دښمن ته فرصت په لاسه ورکول کېږی. ښه به دا وی، چې د ولسمشرۍ دواړه نوماندان خپل تاریخی مسوولیت ته ځیر و اوسی.

اشتراک گذاري با دوستان :

Comments are closed.