د ولسمشر ضرب الاجل نه پلی کېدونکی دی

گزارشگر:3 سنبله 1393 - ۰۲ سنبله ۱۳۹۳

mnandegar-3د ټاکنو څارونکی بنسټونه وایی، چې د ټاکنو په اړه د ولسمشر ټاکل شوی ضرب الاجل له اساسی قانون سره خلاف او د نه پلی کېدو وړ دی. هغوی وایی، امکان نه لری چې راتلونکی ولسمشر دې د وږی په یوولسمه نېټه د لوړې مراسم ترسره کړی.
دغه بنسټونه وایی، د ټاکنو په اړه پرېکړه او د مهالوېش ټاکل د ټاکنو د خپلواک کمېسیون صلاحیت دی او هیڅوک نشی کولای د ټاکنو لپاره ضرب الاجل وټاکی او یا د ټاکنو په پروسه کې لاسوهنه وکړی.
د افغانستان د دېموکراسۍ د څارې موسسې مشر ذکریا بارکزی ماندګار ورځپاڼې ته په مرکه کې وویل، د اساسی قانون له مخې ولسمشر نشی کولای د ټاکنو خپلواک کمېسیون ته ضرب الاجل وټاکی او یا یې په چارو کې لاسوهنه وکړی.
د ده په وینا، د اساسی قانون او د ټاکنو د قانون له مخې په ټاکنو پورې اړوند ټولې چارې د ټاکنو د خپلواک کمېسیون صلاحیتونه او مسوولیتونه او د ولسمشر دا کړنه، چې کمېسیون ته یې ضرب العجل ټاکلی له قانون نه خلاف ده.
له دې وړاندې ولسمشر حامد کرزی د ملګرو ملتونو له ځانګړی استازی یان کوبیش سره په لیدنه کې د ټاکنو خپلواک کمېسیون ته ۱۵ ورځې ضرب الاجل ټاکلی و، چې د ټاکنو پروسه باید ختمه او د وږی په یوولسمه نېټه راتلونکی ولسمشر د لوړې مراسم ترسره کړی.
ښاغلی بارکزی زیاتوی، که چېرې د ټاکنو په خپلواک کمېسیون کې د دې پروسې د ژر پای ته رسولو ارده موجوده وی، کولای شی ژر دا تخنیکی پروسه پای ته ورسوی.
نوموړی د نوماندو ترمنځ شوی توافق ته په اشارې وویل، چې د رایو د باطلولو په پروسه کې له تخنیکی پلوه ستونزې رامنځته شی او د ژر پای ته رسولو مساله یې د کمېسیون په ارادې پورې اړه لری.
پر دېموکراسۍ د څارې موسسې مشر ټینګار وکړ، چې خلک د خپلو رایو د پایلو پوښتنه کوی او بې صبرانه انتظار باسی، چې کله به د ټاکنو پایلې اعلانېږی.
په همدې حال کې د ازاو او عادلانه ټاکنو د بنسټ ویاند فهیم نعیمی ماندګار ورځپاڼې ته په مرکه کې وویل، د ولسمشر په ګډون ټول افغانان تمه لری، چې د ټاکنو پروسه ژر پای ته ورسېږی او د ټاکنو پایلې اعلان شی؛ خو زیاتوی: دا یوه تخنیکی پروسه ده، چې هر صندوق باید جلا جلا وڅېړل شی.
دی وایی، د ټاکنیزې پروسې د پای ته رسولو لپاره د ټاکنو د خپلواک کمېسیون ټاکل شوی مهال، چې د شته واقعیتونو او تخنیکی پروسې په پام کې نیولو سره پلان شوی، چې د وږی په دویمه اونۍ کې به پای ته رسېږی، ممکن دی او کېدای شی د وږی میاشتې په دویمه اونۍ کې دا پروسه پای ته ورسېږی.
خو ښاغلی نعیمی وایی، نه پوهېږی چې ولسمشر د کومې محاسبې له مخې د ټاکنو پروسې ته ضرب الاجل ټاکلی او په دومره مهال کې د ټاکنو پای ته رسېدل امکان نه لری؛ ځکه لا تر اوسه هم یولړ ستونزې او اختلافات شتون لری.
د فیفا ویاند زیاته کړه، دمګړۍ که له یوې خوا د رایو تفتیش روان دی، له بلې خوا د هغو شپږو زرو صندقونو ځانګړې څېړنه هم روانه ده، چې د ملګرو ملتونو او نورو څارونکیو له لوری په ځانګړی ډول څېړل کېږی، چې دا پروسه به یو څه وخت اخلی.
نوموړی وایی، ټاکنې یوه تخنیکی پروسه ده، چې د شته واقعیتونو له مخې باید ورته مهالوېش جوړ شی او طبیعی ده چې کمېسیون به دا کار کړی وی، چې دا یې صلاحیت هم دی.
هغه زیاتوی، چې د رایو باطلېدل ښایی ډېر وخت ونه نیسی؛ خو اندېښنه ښیی چې په تفتیش پروسه کې به بیا هم د تېر په څېر اختلافونه او ستونزې را پیدا شی، چې له امله به یې پروسه له خنډ سره مخ شی. د هغه په خبره، تر اوسه دواړو نوماندو بشپړ سیاسی جوړجاړی ته لاسرسی نه دی موندلی او د رایو په تفتیش کې هم داسې توافق ته نه دی رسېدلی، چې اختلاف به نه رامنځته کېږی.
ښاغلی نعیمی وویل، په کار ده چې رایې په عادلانه او شفاف ډول تفتیش شی او راتلونکی ولسمشر د طبیعی او شفافو پایلو په نتیجه کې واک ته ورسېږی.

اشتراک گذاري با دوستان :

Comments are closed.