د پوځ بیا واک ته راګرځېدل د هند او افغانستان لپاره خطرناک دی

گزارشگر:11 سنبله 1393 - ۱۰ سنبله ۱۳۹۳

په داسې حال کې چې په دې وروستیو کې په پاکستان کې سیاسی کړکېچونه مخ په زیاتېدو او په تاوتریخوالی اوښتونکی دی، سیاسی شننونکی وایی، چې دغه کړکېچ پر افغانستان بد اغېز کوی.
هغوی وایی، که ملکی حکومت کمزوری کېږی، پوځ ته په افغانستان کې د لاسوهنې ډېر صلاحیتونه په واک کې ورکول کېږی.
د افغانستان د سیمه ییزو مطالعاتو د مرکز مشر عبدالغفور لېوال ماندګار mnandegar-3ورځپاڼې ته په مرکه کې وویل، چې په پاکستان کې وروستی راپورته شوی کړکېچونه به د افغانستان پر وضعیت ناوړه اغېز وکړی.
هغه وایی، د دې بې ثباتۍ په پایله کې هغه بنسټونه کمزوری کېږی، چې د افغانستان او سیمې د ثبات لپاره مهم ګڼل کېږی او یا ترې ګټه کېږی، چې په بدل کې یې پوځ، استخبارات او هغه ډلې پیاوړې کېږی، چې د روانې بې ثباتۍ برخې دی.
ښاغلی لېوال زیاتوی، چې د پاکستان روان کړکېچ پر افغانستان له دریو خواوو ناوړه اغېز کوی، چې لومړی په سیاسی برخه کې یې اغېز خورا بد دی، ځکه د دې کړکېچ په پایله کې ملکی حکومت کمزوری کېږی او د په افغانستان کې ورسره د ثبات راوستلو خوشبینی هم له منځه ځی.
دی وایی، امکان لری چې په پاکستان کې شته بې ثباتی افغانستان ته هم راشی او افغانستان ورسره له پخوا هم ډېر بې ثباته او نا امنه شی.
نوموړی زیاتوی، چې دویم اغېز یې له اقتصادی اړخه دی، ځکه افغانستان د پاکستان تولیداتو او ټرانزیټ ته سخته اړتیا لری، چې د ګازو، د بیو لوړېدو یو لامل هم د پاکستان پیل شوی کړکېچ دی: (( سون توکی به ورسره ګران شی، د خوړو او نورو توکیو په برخه کې هم ناوړه اغېز کوی. زموږ صادرات چې د مېوو په برخه کې لکه انار، انګور او نور موسمی مېوې دا مهال د پاکستان له لارې یا خپله پاکستان ته صادرېږی، چې په دې کړکېچ سره به دا صادرات هم زیانمن شی.))
د افغانستان د سیمه ییزو مطالعاتو د مرکز مشر یې بل اغېز له امنیتی پلوه ګڼی او وایی، په پاکستان کې د سیاسی کړکېچ په راتلو سره پوځیانو او استخباراتو ته په افغانستان کې د مداخلې او لاسوهنو ډېره بهانه په لاس ورځی. نوموړی د افغانستان اوسنۍ نا امنی هم د همدې کړکېچ پایله ګڼی، چې په وینا یې مخ په ډېرېدو ده.
ښاغلی غفور لېوال په دې اند دی، که چېرې نواز شریف له دندې لرې کېږی او یا کمزوری کېږی، نو په افغانستان کې د مداخلې لپاره پوځیانو ته ډېر صلاحیتونه په واک کې ورکول کېږی، چې دا کار د افغانستان او هند لپاره خطرناک دی.
له بلې خوا د سیاسی چارو شننونکی استاد محمداسحاق اتمر وایی، پاکستان په دې کړکېچونو سره غواړی ځان د افغانستان له تغیراتو سره عیار کړی.
هغه وایی، د دې کړکېچ تر شاه د پوځیانو لاس دی او د پوځ په دې کار کې د مشرف محاکمه کېدل او نظر بند کېدل هم ښایی یو علت وی،هغه د پوځ پخوانی مشر و او پوځ غواړی له دې ډول حکومتونو نه ځان لرې وساتی.
نوموړی وایی، له اسلام اباد نه لاهور ته د نوازشریف تګ د دې ښودنه کوی، چې هغه وېره لری چې پوځیان به بل عمل ته لاس پورې کړی، چې هغه د واګو په لاس کې اخیستل دی.
ښاغلی اتمر زیاتوی، پاکستانیان دې ته په تمه دی، چې په افغانستان کې څه تېرېږی: (( افغانستان د پاکستان پالیسی او ستراتېژی جوړوی. پوځ د دې لپاره چې پر افغانستان کنټرول ولری ډېره پانګونه کړې ده. وسله والو ملاتړ یې کړی، هغوی ته یې نقشې، وسلې او مهمات په لاس ورکړی، افغانستان ته یې را استولی او له هرې خوا یې ترېنه ملاتړ کړی دی.))
د کابل پوهنتون دغه استاد وایی، د پاکستان پوځ دې ته په تمه دی، چې امریکا او ناټو له افغانستان څخه وځی یا نه او که وځی نو پر ځای یې څوک افغانستان ته راځی.
هغه زیاتوی، پوځ وېره لری، چې د نړیوالو ځواکونو په وتلو سره به په افغانستان کې هندی سرتېری راشی او یا به هند له افغانستان سره په پوځی برخه کې مرسته وکړی؛ نو د دې لپاره چې په افغانستان کې د لاسوهنې پراخ لاس ولری؛ نو غواړی ملکی حکومت له مخې لرې او یا هم کمزوری کړی، څو دوی خپله پالیسی عملی کړی.
نوموړی وویل، د افغانستان بدلونونه په پاکستان کې تغیرات راوستلی شی؛ خو پوځ غواړی په افغانستان کې د هند د نفوذ مخه ونیسی.
په دې وروستیو کې په پاکستان کې سیاسی کړکېچونه ډېر شوی دی. د عمران خان او طاهر القادری په مشرۍ زرګونه کسانو د نوازشریف د ګوښه کېدو او پارلمان د منحلېدو غوښتنه کړې ده. هغوی وایی، چې نوازشریف په ټاکنو کې پراخې درغلۍ کړی دی. په همدې حال کې راپورونه وایی، چې د پاکستان پوځ له نوازشریف نه غوښتی چې واک پرېږدی. پوځ په پاکستان کې د واک اصلی سرچینه ګڼل کېږی، چې د دغه هېواد بهرنۍ تګلاره جوړوی.
سیاسی کارپوهان وایی، د پاکستان ملکی حکومت په افغانستان او سیمه کې د ثبات غوښتونکی دی؛ خو واک نه لری او د پاکستان پوځ او استخبارات چې په پاکستان کې اصلی واک لرونکی دی، په افغانستان او سیمه کې ثبات نه غواړی او له وسله والو ډلو ملاتړ کوی.
د پاکستان استخبارات په افغانستان کې د زرګونه پېښو او بریدونو مسوول ګڼل شوی دی، چې نړیوالو چارواکیو هم پرې اعتراف کړی دی، دغه ډله له حقانی شبکې نه د خپلې عملیاتې څانګې په توګه کار اخلی.

اشتراک گذاري با دوستان :

Comments are closed.