داعش په زابل کې مجهز مرکزونه جوړی کړی دی

گزارشگر:شنبه 29 عقرب 1395 - ۲۸ عقرب ۱۳۹۵

mandegar-3د زابل والی بسم‌الله افغان‌مل او ولایتی شورا وایی، داعش وسله والې ډلې په دغه ولایت کې د سیمې په کچه مجهز مرکزونه جوړی کړی او فعالیت یې زیات کړی دی.
ښاغلی افغان‌مل رسنیو ته دا هم ویلی، چې وسله والو طالبانو په ځینو سیمو کې خپلې سیمې داعش وسله والو ته پرېښې دی.
د زابل والی وایی، په دې اړه یې مرکزی حکومت سره هم اندېښنې شریکې کړې او غوښتنه یې ترې کړې تر څو د داعش د رهبرۍ د مرکزونو د له‎ منځه وړلو له.
د ولایتی شورا رییس، عطاجان حق‎بیان ویلی: “د داعش مرکزونه په څلورو ولسوالیو کې شته موږ اول هم ویل چې په زابل کې داعش شته خو چا نه منل اوس بیا وایو چې په زابل کې د داعش لوی مرکزونه شته.”
نوموړی ویلی، چې په ځینو سیمو کې سپین بیرغونه ښکته او پر ځای یې تور پورته شوی، خو په ځینو سیمو کې تور بیرغونه ښکته او سپین پورته شوی دی.
د زابل والی دا یو لوی ګواښ بللی او ټینګار یې کړی دی، چې مرکزی حکومت باید د داعش له منځلو وړولو لپاره ولایتی ادارې سره مرسته وکړی.
د زابل ولایتی شورا هم خبردارۍ ورکړی چې که مرکزی حکومت د دغه ستونزې پر وړاندې په وخت اقدام ونه کړی، ستونزې به نورې هم ډېری شی.
د ولایتی شورا رییس، عطاجان حق‎بیان ویلی: “د داعش مرکزونه په څلورو ولسوالیو کې شته موږ اول هم ویل چې په زابل کې داعش شته خو چا نه منل اوس بیا وایو چې په زابل کې د داعش لوی مرکزونه شته.”
په زابل کې د داعش د مرکزنو د جوړېدو په اړه داسې مهال خبر ورکول کېږی، چې دغه ډلې د هېواد په ختیځ کې مرکزونه جوړ کړی او ګڼو ولسی وګړو ته یې زیان اړولی دی.

اشتراک گذاري با دوستان :

Comments are closed.