د مقاومت اهمیت ورځ په ورځ تثبیتېږی د شهید اونۍ په مناسبت او د ملی اتل د ۱۳ تلین په درشل کې

گزارشگر:عرفان مومند/ 16 سنبله 1393 - ۱۵ سنبله ۱۳۹۳

هر هېواد ځانته ویاړنې او غندنې لری. په دې مانا چې یوه ورځ یا یوه اونۍ د ځانګړو پېښو مناسبت ته ځانګړې شوې وی. په افغانستان یوه له دغو ویاړنو څخه د شهید اونۍ ده. سږکال شهید اونۍ د افغانستان په ډېرو حساسو شرایطو کې راځی.
هر کال دغه اونۍ د خلکو په ذهنونو کې د میلیونه شهیدانو په ځانګړی ډول د ملی اتل احمدشاه مسعود د قربانۍ یاد تازه کوی. په دې مناسبت رنګارنګ غونډې، ناستې او مراسم ترسره کېږی، خو هغه چې مهم دی او باید ورته پام وشی،mnandegar-3 له بده مرغه په افغانی ټولنه کې تر اوسه یا سم دود نه دی او یا دا چې په لوی لاس ترې سترګې پټې کېږی.
لومړی دا چې ولې د شهید اونۍ مهمه ده؟ په دې اونۍ کې د افغانستان د هغو شهیدانو یاد تازه کېږی او احترام ورته کېږی، چې د افغانستان د خپلواکۍ، ازادۍ او هوساینې لپاره یې خپلې وینې توی او سرونه یې قربان کړل. د دې هدف لپاره یې د دښمن خنجر ته خپل سرونه سپر کړل.
دا اونۍ له دې امله مهمه ده، چې افغانستان په کې د خپلو ازادۍ غوښتونکیو مبارزینو په ارزښت پوهېږی، یاد یې تازه کوی او نړۍ ته روښانه کوی، چې څومره د خپلو غیورو شهیدانو ارمانونو ته ژمن دی.
دویم دا چې په دې ورځ کې د جهاد او مقاومت د مهال خاطرې را ژندۍ کېږی. په دې مانا چې د افغانستان جهاد او مقاومت د تاریخ یو له زرینو بابونو څخه دی، چې هم په کې د روسانو یرغل ته ځواب وویل شو او د هم د پاکستان له یرغل نه مخنیوی وشو.
که چېرې ملی اتل احمدشاه مسعود په خپل مدبرانه سیاست او مدیریت سره مقاومت نه وای کړی، نو نن به افغانستان د پاکستان پینځمه سوبه وه. پاکستان غوښتل چې افغانستان د خپلې یوې سوبې په توګه لاندې کړی. د دې کار لپاره د طالبانو پروژه ښه وسیله وه.
طالبان په داسې یوه مهال کې د پاکستان له لوری را منځته شول، چې افغانستان په کورنۍ جګړه کې ښکېل و، ټولو دا فکر کاوه، چې د طالبانو په راتلو سره به کورنۍ جګړه ختمه شی، د هغه وخت له پاټکونو او نورو ستونزو به خلاص شی.
خو اوس د کلونو او وختونو په تېرېدو سره د مقاومت حقانیت او د طالبانو پردیتوب ښه روښانه کېږی. اوس د طالبانو له مخې د حیا پرده ښه پورته شوې، چې د پاکستان د دې ناوړه هدف د پوره کېدو لپاره یې څومره هڅې کړی دی. یا دا چې تر خپل عنوان لاندې یې پاکستانی پوځیان او ملېشې تر کومه ځایه ورسولې. که چېرې طالبانو بشپړ افغانستان ترلاسه کړی وای او مقاومت نه وای شوای؛ ایا امکان و چې افغانستان د یوه خپلواک هېواد په توګه سر را پورته کړی وای؟
د احمدشاه مسعود په مشرۍ مجاهدینو او د ملی مقاومت سرتېرو وکولای شول، چې د دې شومې موخې مخه ډپ کړی. د شهید په اونۍ کې د همدې مبارز یاد هم تازه کېږی، چې په څو یې هر افغان ویاړی.
خو نیوکه پر حکومت دا ده، چې د دغسې یوه مبارز لپاره یې د هغه د احترام او درناوی وړ هڅې نه دی کړی. په دې مانا هغه ډول چې په کار ده، د ملی اتل یادونه نه کېږی. په نورو هېوادونو کې د دغه ډول اتلانو او مشرانو یاد په خورا شانداره مراسمو سره لمانځل کېږی؛ خو حکومت له بده مرغه په دې کې پاتې راغلی دی. تر اوسه یې هېڅ ډول امتیازات نوموړی ته نه دی، منظور کړی، په داسې حال کې چې په نورو هېوادونو کې دا ډول مشران له خورا ځانګړو امتیازاتو برخمن وی. امتیازات په دې مانا، چې د هغه په نوم له پوهنتون نه نیولې تر ښوونځی، واټونو او مډالونو په نوم کول، د مزار رغول، په شاندارو مراسمو یې د یاد لمانځل، د هغه په نوم د جایزې ټاکل، د خاطراتو کتاب او ګڼ نور مسایل، چې دا مهال په افغانستان کې دود نه دی.
د دې ترڅنګ ځینې کړۍ او خلکو هڅه کړې، چې نوموړی په یوې ډلې او یا سیمې پورې محدود کړی، په داسې حال کې چې دا ډول ویاړنې او مخکې څېرې ملی څېرې وې، په هېڅ قوم، سمت او یا هم په کور دننه په یوې جغرافیې پورې اړوند نه وی.
د شهید اونۍ دا را ښیی، چې دې ټکو ته باید پام وشی. د هغه احترام څه ډول چې لازم دی ترسره شی، یوشمېر کسانو په تېرو کلونو کې په دې ورځو هڅه کړې چې نورو ته مزاحمتونه ایجاد کړی، په دې مانا چې په موټرو یې د نوموړی انځورونه لګولی وی او خلکو ته لارې بندوی، وهل ټکول کوی او یا نور مزاحمتونه، چې دا هېڅکله د احمدشاه مسعود له لارې او اهدافو سره سر نه خوری، بلکې ورسره په تضاد کې دی. د دې ترڅنګ یوشمېر نور کسان او کړۍ یې بیا پر ضد تحریک امېز اقدامات کوی، چې حکومت باید په هېڅ وجه اجازه ورنه کړی.
باید له تېرو کړنو زده کړه وشی، خپل اتلان او مبارزین وپېژندل شی، درنښت یې وشی او پرته له دې چې په چا احسان وشی باید درناوی یې وشی. په دې اونۍ باید ټول افغانان د خپلو شهیدانو ارمانونو ته ځانونه ژمن بولی او د پلی کېدو لپاره یې کار وکړی.

اشتراک گذاري با دوستان :

Comments are closed.