د ملی یووالی حکومت د بحران د مخنیوی لپاره!

گزارشگر:عرفان مومند/ 25 سنبله 1393 - ۲۴ سنبله ۱۳۹۳

mnandegar-3د ټاکنو خپلواک کمېسیون د رایو له تفتیش وروسته پایلې د ټاکنیزو شکایاتو کمېسیون ته استولی او د شکایاتو کمېسیون ویلی، چې تر دوو ورځو پورې به د ور استولو شویو رایو په اړه پرېکړه وکړی.
د ټاکنو خپلواک کمېسیون ویلی، چې د شکایاتو د کمېسیون له پرېکړې وروسته به د ټاکنو د دویم پړاو وروستۍ پایلې اعلان کړی.
دا په داسې مهال ده، چې د ولسمشرۍ دواړو نوماندو د ملی یووالی د حکومت لپاره یوه سیاسی جوړ جاړی ته د رسېدو هڅې تیزې کړی دی. ټاکل شوې وه، چې تېر مازدیګر د ولسمشرۍ دواړه نوماند سره وګوری او په وروستیو پاتې اختلافی مسایلو هم خبرې اترې وکړی.
دواړه ټاکنیز ټېمونه وایی، چې د اجرایوی رییس د صلاحیتونو په اړه توافق ته رسېدلی؛ خو دوه اختلافی مسایل لاهم شتون لری، لومړی د ټاکنو د پایلو د اعلان څرنګوالی او دویم په حکومت کې د ګډون مېکانیزم.
د تحول او دوام ټیم وایی، چې د ملی یووالی حکومت راوستلو ته ژمن دی؛ خو اساسی قانون یې سره کرښه ده او ترې نه تېرېږی. هغوی فکر کوی، چې د ټاکنو له مخې بریالی دی.
خو له دې وروسته به د ټاکنو د پایلو په اعلان ټینګار د وخت ضایع کول وی. ځکه ټاکنو خپل مشروعیت له لاسه ورکړی دی. په ټاکنو کې پراخې درغلۍ، د تفیتش پر مهال د خالی صندوقونو را وتل او د یوه تن له لوری د یونیم میلون رایو ټیک مارک او د جدولونو لاسلیک کول ښکاره کوی، چې په ټاکنو کې شوې درغلۍ له هغې هم ډېرې ژورې وې، چې د اصلاحاتو او همپالنې ټیم او نړیوالو ټولنې یې تصور کاوه. د دې ترڅنګ دغو درغلیو ته په اساسی ډول رسیدګی هم ونشوه، چې د عبدالله عبدالله غبرګون یې له ځانه سره درلود.
تر اوسه د ټاکنو اړوند هېڅ چارې قانونی نه وې. د ټاکنیزو کمېسیونونو د کمېشنرانو له ګومارلو را نیولې د ټاکنو د پایلو تر اعلان پورې. ټول د ارګ له لوری په مصلحتی او سازماندهی شوی ډول ترسره شول، چې پایله یې نننی بحران دی.
د حقوقپوهانو ټولنې هم په تازه اقدام کې ویلی، چې د ټاکنیزو کمېسیونونو یوشمېر کمېشنران تحصیلی اسناد نه لری او ځینې نور یې بیا دوه تابعیتونه لری. د ټاکنو د خپلواک کمېسیون رییس احمدیوسف نورستانی ته ګوته نیول کېږی، چې دوه تابعیتونه لری.
د حقوقپوهانو ټولنې دغه راز ویلی، کره شواهد په واک کې لری، چې ټاکنیزو شکایاتو د کمېسیون کمېشنره ریدا عظیمی په جعلی اسنادو کمېسیون ته ورغلې ده.
دغې ټولنې همدا راز ویلی، چې د ټاکنو پایلې هېڅ اعتبار نه لری، ځکه چې کمېسیون خپله اساسی قانون صریحاً نقض کړی او نشی کېدای چې له اساسی قانون نه د خلاف کوونکیو چارې قانونی و اوسی.
دلته یو بحث بل کوو هغه دا چې د ملی یووالی حکومت په اړه نوماندو بحثونه پیل کړی؛ خو لومړی باید روښانه شی چې دا د ملی یووالی حکومت څه ډول حکومت ته وایی؟ دا حکومت په دوو حالتونو کې رامنځته کېږی، لومړی دا چې په یوه هېواد کې ټول سیاسی ځواکونه راټولېږی، په یوه سیاسی موډل پرېکړه او توافق کوی، د ملی یووالی حکومت رامنځته کوی او له هغې وروسته ټاکنو ته ځی، چې د ټاکنو پایلې هم سلامتې راوځی. دویم دا ډول د ملی یووالی دولت دی، چې یو مشروع او واکمن ولسمشر خپل مخالفان او نور سیاسی ځواکونه سره راټولوی د ملی یووالی حکومت جوړوی او له هغې وروسته ټاکنو ته ځی، د دې لپاره چې بحران رامنځته نشی.
خو په افغانستان کې لومړی بحران راغلی او وروسته د ملی یووالی حکومت په اړه بحثونو زور اخیستی دی. اوس نشی کېدای هم چې ټاکنې ومنل شی او پایله یې اعلان شی او هممهاله ورسره د ملی یووالی په حکومت پرېکړه وشی، ځکه د ملی یووالی حکومت د بحران د مخنیوی لپاره په یوه تېرېدونکی پړاو کې رامنځته کېږی، چې وروسته ټاکنو ته ځی.
یانې د ملی یووالی حکومت نشی کېدای چې په یوه هېواد کې د تل لپاره رامنځته شی، چې دا د یوه پړاو لپاره جوړېږی، چې بحران ختم شی، وضعیت عادی شی په هېواد کې رڼو او شفافو ټاکنو ته زمینه برابرېږی.
په افغانستان کې هم چې ټاکنو خپل مشروعیت له لاسه ورکړی او په حقوقی لحاظ هم د حقوقپوهانو ټولنې ویلی، چې د ټاکنو پایلې اعتبار نه لری، باید یوه بله لاره پیدا شی او د ملی یووالی حکومت ته زمینه برابره شی. اساسی قانون قران نه دی، چې بدلون نه شی موندلی، په کار ده چې د ولسمشرۍ دواړه ټېمونه په دې اړه ښه غور وکړی او د ملی یووالی حکومت ته یوه چاره ولټوی او په هېواد کې روان ناورین ته د پای ټکی کېږدی.
په یوه لاس کې دوه هېندواڼې نه نیول کېږی، په دې مانا چې هم د ولسمشرۍ ښاغلی نوماندان د ټاکنو د پایلو په اعلان ټینګار ولری او هم د ملی یووالی په جوړېدو.
که چېرې پایلې اعلان شی او د ټاکنو خپلواک کمېسیون یو تن ولسمشر اعلان کړی او بل ناکام، ایا ناکام نوماند یې منی؟ که چېرې یو ګټونکی او بل بایلونکی اعلان شول، نو بیا د ملی یووالی حکومت جوړېدو ته هېڅ زمینه نه برابرېږی او ګټونکی نوماند هېڅکله دا نه غواړی، چې واک له بل سره شریک کړی. د افغانستان لپاره یو نوی بحران له همدې ځایه سرچینه اخلی. اوس دواړه نوماندان په دې بحث کوی، چې بایلونکی اعلان نشی، بلکې دواړه نوماندان هڅه کوی، چې د ټاکنو ګټونکی وی.
ټاکنې هېڅکله دوه ګټونکی نه لری. نو باید د ټاکنو په پایلو ټینګار ونشی. ځکه په ټاکنو کې شوې درغلۍ په پوره ډول سپینې نشوې، د ټاکنو مشروعیت بېرته اعاده نشو او بې باوره شوې. د بې باوره ټاکنو د پایلو په اعلان کې به اعلان شوی ولسمشر هم مشروعیت ونه لری. نو د دې لپاره چې په هېواد کې اوسنی کړکېچ پای ته رسېدلی وی، ښه لاره د ټاکنو د پایلو له اعلان پرته د ملی یووالی حکومت رامنځته کېدل دی.

اشتراک گذاري با دوستان :

Comments are closed.