نور محمد نور: کمېسیون یوازې د تخنیکی پروسې مسوولیت لری/ فیفا: کمېسیون باید د هېواد حساسیت درک او د مسوولیت احساس وکړی

گزارشگر:30 سنبله 1393 - ۲۹ سنبله ۱۳۹۳

mnandegar-3په داسې حال کې چې نوماند سیاسی جوړ جاړی ته د رسېدو لپاره په خبرو اترو بوخت دی، د ټاکنو خپلواک کمېسیون اعلان کړی، چې نن یکشنبه به دوی د ټاکنو وروستۍ پایلې اعلان کړی.
له دې وړاندې د دواړو نوماندو استازو ویلی ول، چې تر منځ یې ټول اختلافونه حل شوی؛ خو یوازې د ټاکنو د اعلان څرنګوالی یې د اختلافی مسلې په توګه ترمنځ پاتې دی. په همدې حال کې د ټاکنو څارونکی بنسټونه وایی، چې له سیاسی جوړ جاړی وړاندې به د ټاکنو د پایلو اعلان بحران رامنځته کړی.
د ټاکنو د خپلواک کمېسیون ویاند نورمحمد نور ماندګار ورځپاڼې ته په مرکه کې وویل، د ټاکنو خپلواک کمېسیون پرېکړه کړې چې ( نن یکشنبه ) باید د دویم پړاو ټاکنو وروستۍ پایلې ا علان شی او له دې ډېر افغانان په تمه پاتې نشی.
هغه وویل، د قوانینو له مخې کله چې د ټاکنیزو شکایاتو خپلواک کمېسیون پرېکړې د ټاکنو خپلواک کمېسیون ته ولېږل شی، د ټاکنو کمېسیون حق لری، چې تر ۲۴ ساعتونو پورې که اعتراض ولری، پایلې د ټاکنیزو شکایاتو کمېسیون ته ولېږی، چې دا چاره د جمعې په ورځ ترسره شوه.
د ده په وینا، هېڅ دلیل نه دی پاتې چې له امله یې د ټاکنو خپلواک کمېسیون، د ټاکنو د وروستیو پایلو اعلان وځنډوی، ځکه تخنیکی چارې پای ته رسېدلی او د ټاکنو خپلواک کمېسیون باید وروستۍ پایلې اعلان کړی.
ښاغلی نور د اصلاحاتو او همپالنې ټیم د یوشمېر غړو پلویانو او د ملګرو ملتونو د ځانګړی استازی هغو څرګندونو ته په کتو، چې له سیاسی جوړجاړی وړاندې د ټاکنو د پایلو اعلان به په هېواد کې بحران رامنځته کړی، وویل: د ټاکنو خپلواک کمېسیون یوازې او یوازې د ټاکنیزې پروسې د تخنیکی چارو مسوولیت پر غاړه لری، چې ټاکنې یې ترسره کړې، باید پایلې یې هم له ملت سره شریکې کړی.
نوموړی وایی، کمېسیون هیله من دی چې د ټاکنو د وروستیو پایلو له اعلان وړاندې سیاسی هڅې پایله ورکړی او نوماند یوه جوړ جاړی ته ورسېږی، چې دا د قضیې دویم اړخ دی او په کمېسیون پورې ډېره اړه نه لری.
د ټاکنو د خپلواک کمېسیون ویاند وویل، دوی یوازې او یوازې د تخنیکی پروسې پر اساس د پایلو اعلان ترسره کوی، چې دا مهال پای ته رسېدلې ده.
د هغه په وینا، که چېرې د ټاکنو تر اعلان پورې سیاسی پروسه پایله ور کړی، یا یې ور نه کړی د ټاکنو خپلواک کمېسیون خپله پرېکړه کړې او پایلې اعلانوی.
خو د ازادو او عادلانه ټاکنو بنسټ وایی، چې د ټاکنو خپلواک کمېسیون باید یوازې او یوازې د پروسې تخنیکی اړخ په پام کې ونه نیسی او په نورو برخو کې هم د مسوولیت احساس وکړی.
د دې ټولنې ویاند فهیم نعیمی ماندګار ورځپاڼې ته وویل، په طبیعی حالت کې دا د کمېسیون له صلاحیتونو څخه دی، چې د ټاکنو پایلې د قانون له مخې اعلان کړی؛ خو اوس چې وضعیت طبیعی ډول نه دی او یو ځانګړی حالت یې خپل کړی، د ټاکنو له پایلو وړاندې دېته اړتیا شته، چې دواړه نوماند یوه سیاسی جوړ جاړی ته ورسېږی.
هغه د ټاکنو له خپلواک کمېسیون نه وغوښتل، دا چې تر اوسه یې حوصله کړې، نور دې هم له زغم کار واخلی؛ څو نوماند یوه جوړ جاړی ته ورسېږی او له هغې وروسته دې د ټاکنو پایلې اعلان کړی.
ښاغلی نعیمی له نوماندو هم وغوښتل، چې هر څه ژر دې په خپل منځ کې یوه سیاسی جوړ جاړی ته ورسېږی، تر کومه ځایه چې خبر دی په دې برخه کې پرمختګونه هم شوی دی.
د فیفا ویاند وویل، د دوی د معلوماتو له مخې چې د جمعې په ورځ د دواړو نوماندو ترمنځ په توافق کې ډېر پرمختګ شوی او کېدای شی نن ( شنبه ) د دوی ترمنځ تفاهمپاڼه هم لاسلیک شی؛ خو که لاسلیک هم نشی کمېسیون دې د جوړجاړی رامنځته کېدو ته انتظار وباسی.
د نوموړی په وینا، سمه ده چې سیاسی پروسه په کمېسیون پورې اړه نه لری؛ خو د ټاکنو خپلواک کمېسیون باید دېته پام وکړی، چې اوس ټاکنې په عادی وضعیت کې نه دی، چې سیاسی جوړجاړی رامنځته نشی او دوی پایلې اعلان کړی، حد اقل د یوه نوماند له لوری به ونه منل شی، چې نورې سیاسی شخړې او کړکېچونه به رامنځته کړی، چې څوک یې بیا پړه پر غاړه اخلی؟
ښاغلی فهیم نعیمی وویل، دوی د ټاکنو د پایلو د اعلان ملاتړ کوی؛ خو دا هم په پام کې نیسی، چې د پایلو له اعلان وړاندې سیاسی جوړجاړی رامنځته شی، څو د دواړو نوماندو له لوری د ټاکنو پایلې ومنل شی.
د ازادو او عادلانه ټاکنو د بنسټ ویاند زیاته کړه، که چېرې د نوماندو له لوری د ټاکنو پایلې ونه منل شی افغانستان به له نویو ستونزو سره مخ کړی.
هغه له ټولو ټاکنیزو ادارو او په ځانګړی ډول له دواړو کمېسیونونو وغوښتل، چې یوازې خپله دنده ترسره کړی او د افغانستان په اړه د نور مسوولیت احساس ونه کړی.
دی وایی، کمېسیون مسوولیت لری، چې د دوی له لوری اعلانېدونکې پایلې په سیاسی او امنیتی وضعیت څومره اغېز ښندی او دې وضعیت ته باید هغوی ډېر پام وکړی.

اشتراک گذاري با دوستان :

Comments are closed.