پامپیو: امریکا په افغانستان کې داسې جوړجاړی غواړی چې د ټولو حقونه پکې خوندی وی

- ۱۴ حوت ۱۳۹۷

mandegarد امریکا د بهرنیو چارو وزیر وایی، واشنګټن یوه داسې جوړجاړی ته د رسېدو هڅه کوی چې افغانستان د تلپاتې سولې او ثبات پر لوری سیخ او په دې هېواد کې د ټولو لورو حقونه خوندی شوی وی.
د امریکا د بهرنیو چارو وزیر مایک پامپیو وایی، په افغانستان کې د جګړی له یوه لوری طالبانو سره د سولې د روانو هڅو هدف د یوې داسې موافقې حاصلول دی چې په دې هېواد کې روانې جګړې ته د پای ټکی کېږدی، دا هېواد نور متحدو ایالتونو ته ګواښ متوجې نه کړی او هم په هغې کې د ښځو او ماشومانو په ګډون د افغانستان د ټولو وګړو اساسی حقونه خوندی شوی وی.
پامپیو وایی، د افغانستان لانجه پېچلې ده او که سیمه ییز لوبغاړی، پاکستان، هند، چین او روسیه هم چې هر یو یې ځانته ګټې لری، پکې ورګډ کړئ، هغه لاپېچلې کېږی او د هواری لپاره یې خبرې اترې هم لا ستونزمنې کېږی.
د افغانستان د سولې او پخلاینې لپاره د امریکا د بهرنیو چارو وزارت ځانګړی استازی زلمی خلیلزاد له تېرې دوشنبې راهیسې په قطر کې د طالبانو له استازو سره په خبرو بوخت دی.
له افغانستانه د امریکایی ځواکونو وتل او دا چې بیا دا هېواد امریکا او نورې نړۍ ته ګواښ متوجې نه کړی، د دې خبرو د اجنډا اصلی ټکی بلل شوی او دواړه لوری په دې برخه کې د پرمختګ خبره هم کوی، خو تراوسه په دې اړه مشخصې پرېکړې نه دی اعلان شوی.
د امریکا د بهرنیو چارو وزیر مایک پامپیو هم د قطر په پلازمېنه دوحه کې د ښاغلی خلیلزاد هڅې وستایلې او ویې ویل چې دواړه لوری هڅه کوی چې هغه ټکی چې دوی سره یوې موافقې ته په رسېدو کې نږدې کوی، ومومی چې دغه پروسه مخ ته لاړه شی.
پامپیو هیله وښوده چې دواړه لوری به یوې موافقې ته ورسېږی، خو دی یو ځل بیا په دې ټینګار کوی چې هدف د کاغذ پرمخ یوه موافقه نه ده چې په شاندارو مراسمو یا د پټۍ په پرېکولو سره د هغې لمانځنه وشی، یا موږ د داسی بری اعلان وکړو چې وروسته هغه سره وپاشل شی، بلکې داسې موافقه چې په متقابل درک ولاړه وی او د ښکېلو لورو بېلابېلې ګټې او امتیازونه پکې خوندی وی، داسې یوه موافقه چې دوامداره وی او وساتل شی.
ښاغلی پامپیو وویل، دی هیله مند دی چې ښاغلی خلیلزاد په روانو خبرو کې نور پرمختګ هم وکړی، دومره چې دی هم وکولای شی چې راتلونکو څو اوونیو کې هلته ورشی او هم له خپل لوری هغه لا د پرمختګ پر لور مخ ته یوسی.

اشتراک گذاري با دوستان :

Comments are closed.