هیڅوک د دې توافقپاڼې ضمانت نشی کولای

گزارشگر:31 سنبله 1393 - ۳۰ سنبله ۱۳۹۳

mnandegar-3په داسې حال کې چې تېره ورځ د ولسمشرۍ نوماندو په ارګ کې د ملی یووالی حکومت د رامنځته کېدو توافقپاڼه لاسلیک کړه، د دواړو ټاکنیزو ټیمونو ویاندویان او د سیاسی چارو پوهان وایی، چې د دې توافق پاڼې اجرایوی ضمانت په نوماندو پورې اړه لری.
سیاسی شننونکی وایی، هیڅوک د دې ضمانت نشی کولای، مګر دا چې دواړه نوماند په خپلو کړو ژمنو ودرېږی. خو د ټاکنیزو ډلو ویاندویان وایی، چې دا پرېکړه یې د ملی یووالی د تامین، د هېواد د ثبات او سلامتۍ لپاره کړې ده.
د تحول او دوام ټیم ویاند فیض الله ذکی وویل، چې د دې توافقپاڼې د پلی کېدو اصلی ضامن د دوی خبرې اترې دی. هغه وایی، له دې به بل تضمین کوم وی، چې دې توافق ته د رسېدو لپاره دواړو ټېمونو له اوږده مهاله خبرې اترې وکړې او بلاخره دې توافق ته ورسېدل.
هغه وایی، له دې وروسته دواړه ټېمونه د ملی یووالی په حکومت کې یو ټیم دی، چې په ګډه به د افغانستان لپاره خدمت کوی: (( هر څومره چې قدرت وېشلی وی د حکومت بنسټونه غښتلی کېږی.))
د اصلاحاتو او همپالنې د ټیم ویاند هم وایی، اوس د دې وخت دی چې د رقابت پر ځای د دواړو ټېمونو پلویان په رفاقت له دې پرمختګ نه هرکلی وکړی. فاضل سانچارکی وویل، دا پرېکړه د هېواد د ثبات او سلامتۍ لپاره شوې. هغه د ملی یووالی حکومت له بن بست نه د وتلو یوازینۍ لار بولی.
په همدې حال کې د سیاسی چارو شننونکی او د کابل پوهنتون استاد فاروق بشر وایی، چې دغه توافقپاڼه د لوېدیځ او په ځانګړی ډول د امریکا تر فشار لاندې لاسلیک شوې، ځکه جان کېری کابل ته له دې پیغام سره راغلی و، چې یا دې نوماند سره توافق وکړی، که نه هېواد به بحران ته لاړ شی او مرستې به بندې شی.
ده وویل، له حقوقی اړخه دا توافق سم نه دی، ځکه په اساسی قانون کې وضاحت نه لری؛ خو له سیاسی اړخه یو غوره ګام دی، چې هېواد یې له بحران څخه وژغوره.
د نوموړی په خبره، په کار ده چې دواړه نوماند په خپلو کړنو توافقاتو او ژمنو عمل وکړی او هېواد له ستونزو وژغوری؛ خو که عمل ونه کړی؛ افغانستان له خطرناکو ستونزو سره مخ شی؛ هغه ډول چې په نویمو کلونو کې مخ شوی و.
استاد بشر زیاته کړه، نوماند باید د ځوکۍ ترلاسه کولو او شخصی احساساتو پر ځای د ملت او هېواد ګټو ته پام وکړی. هغه د دې حکومت پر دوام شکمن دی او زیاتوی، چې نوماندو حکومت په پنځوس سلنې برخې ترلاسه کولو وېشلی، ادارې او پوستونه یې ویشلی، چې دا به په راتلونکې کې د دواړو ټېمونو ترمنځ ستونزې رامنځته کړی.
هغه وایی، راتلونکی حکومت به له دې امله هم له ستونزو سره مخ شی، چې لویه جرګه به په هېواد کې پارلمانی نظام وغواړی که نه. که یې ونه غواړی او اجرایوی رییس ته د لومړی وزیر مقام ورنه کړل شی، ستونزې ایجادېږی، مګر دا چې یو صدارتی نظام رامنځته شی او د دواړو صلاحیتونه د قانون له مخې ځانګړې شی.

استاد بشر وویل، هیڅوک به دې توافقپاڼې د پلی کېدو ضمانت ونه کړی او نه یې کولای شی، بلکې دا په دواړو نوماندو پورې اړه لری، چې د ملی یووالی حکومت بریالی کړی. نوموړی په دې اند دی، چې هېواد له اقتصادی اړخه ډېر زیان لیدلی او که چېرې نوماند کار اهل ته ونه سپاری او په ګډه د ستونزو د لرې کولو لپاره هڅې ونه کړی، د ملی یووالی حکومت به له ماتې سره مخ شی.
تېره ورځ په ارګ کې د ولسمشر کرزی، جهادی مشرانو، د کابینې غړو او د دواړو ټاکنیزو ټېمونو د غړو په شتون کې ډاکټر اشرف غنی احمدزی او ډاکټر عبدالله عبدالله د ملی یووالی حکومت د رامنځته کېدو لپاره یوه توافقپاڼه لاسلیک کړه.

اشتراک گذاري با دوستان :

Comments are closed.