جمهور رییس احمدزی د یو شمېر رسنیو له مسوولینو سره وکتل

گزارشگر:19 میزان 1393 - ۱۸ میزان ۱۳۹۳

mnandegar-3دافغانستان جمهور رییس ډاکتر محمد اشرف غنی احمدزی، پرون ماښام د هېواد د یو شمېر رسنیو له مسوولینو او استازو سره وکتل.
په دغه کتنه کې د رسنیو ځینی مسوولینو او استازو په تېرو لسو ورځو کې د جمهور رئیس لخوا ترسره شوی اقدامات له تاریخی پلوه بې بېلګې وبلل او له هغو څخه یې خپل ملاتړ څرګند کړ.
همدا راز په دغه کتنه کی د رسنیو ځینی مسوولینو خپل وړاندیزونه د ښه حکومت داری او ښه اداری د ایجاد دپاره وړاندی کړل او له رییس جمهور څخه و غوښتل شو چی هغه کسانی چه په اداری، قومی او امنیتی فساد کی دخیل د ملی یووالی حکومت په کابینه کی ځای ورنکړل شی.
دوی جمهور رئیس ته ډاډ ورکړ چې د ستونزو د په ګوته کولو او د خلکو او دولت ترمنځ د اړیکې د رامنځته کولو په برخه کې به د پله رول ولوبوی او له نوی حکومت سره به له هیڅ راز همکارۍ څخه ډډه ونه کړی.
جمهور رئیس ډاکتر محمد اشرف غنی احمدزی په دغه کتنه کې د نوی حکومت لخوا ترسره شویو کارونو ته د اشارې په ترڅ کې وویل، پر کابینې باندې کارکوی ترڅو د وزارتونو او خپلواکو ادارو لپاره غښتلی او په کار پوه کسان وټاکی.
جمهور رئیس په دغه کتنه کې دا هم وویل چې نه غواړی کمزوری او ضعیف کسان په وزارتونو او اداروکې په دنده وګماری.
د هیواد جمهور رئیس د ستونزو د په ګوته کولو او حکومت ته د خلکو د غږ په رسولو کې د رسنیو رسالت ډیرمهم او ارزښتناک وباله، ډاډ یې څرګند کړ چې د بیان د آزادۍ د بنسټیز کېدو او له خبریالانو څخه د ملاتړ لپاره به اساسی ګامونه پورته کړی.
ډاکتر محمد اشرف غنی احمدزی د چارو د ښه والی لپاره پر حکومت باندې د فشار د راوستلو او د واقعیتونو د راسپړلو په خاطر د تحقیقی ژورنالیزم رامنځته کېدل او پراختیا یوه مهمه اړتیا وبلله او خبریالانو او د رسنیو له مسوولینو یې وغوښتل چې په چارو کې د ښه والی په رامنځته کولوکې له خپل حکومت سره همکاری وکړی.
همدا راز جمهور رئیس احمدزی د یو شمېر بهرنیو رسنیو له استازو سره وکتل او د هېواد د موجوده حالاتو په اړه یې له هغوې سره خبرې وکړې.

اشتراک گذاري با دوستان :

Comments are closed.