د دولتی ادارو اصلاح کول د ملی یووالی د دولت لومړی ازمېښت

گزارشگر:23 میزان 1393 - ۲۲ میزان ۱۳۹۳

mnandegar-3د سیاسی چارو پوهان او د ولسی جرګې یوشمېر غړی وایی، هغه ادارې چې خلکو ته د امتیازاتو او لوړو معاشونو لپاره ورکړل شی، ښه ده چې له منځه لاړې شی. هغوی وایی، په ادارو کې فساد له همدې ځایه سرچینه اخلی او که چېرې د وزارتونو او ادارو شمېر کم شی؛ نو په ادارو کې به شفافیت تامین او څارنه به یې اسانه شی. ځینې پوهان وایی، چې دا اصلاحات په ادارو کې د نوی حکومت لپاره یو ازمېښت او باید چې سیاسی موخې په کې نه وی نغښتی، بلکې یوازې د چارو د ښه سمون لپاره وی.
د سیاسی چارو شننونکی قاضی راز محمد دلیلی ماندګار ورځپاڼې ته په مرکه کې وویل، چې هره اداره د اړتیا له مخې رامنځته کېږی، چې د اړتیا وړ چارې مخ ته بوځی.
هغه وایی، اوس مهال په افغانستان کې دوه ډوله ادارې او وزارتونه شتون لری، یو هغه چې د اړتیا له مخې پخوا رامنځته شوی؛ ځینې یې یوشمېر کسانو ته د لوړو معاشونو او امتیازاتو د ورکړې له امله رامنځته شوی، چې ګټه نه لری.
د ده په وینا، د ولسمشر سلاکاران، د سولې عالی شورا، یوشمېر کمېسیونونه او ځینې هغه ادارې چې کار یې یوه اداره کولای شی خو د نوم او ځینو کسانو ته د معاشونو لپاره درې څلور ادارې جوړې شوی دی.
ښاغلی دلیلی په دې اند دی، چې دغه ډول ادارې او نورې هغه تجزیه شوې ادارې، چې چارې یې یوه اداره پر مخ وړلای شی، ښه ده چې له منځه لاړې شی او په یو بل کې مدغم شی، خو چې قانون پوهان او د قانون جوړونکې ادارې ورته روښانه کړی چې څه ډول قوانین ورته اړتیا لری.
قاضی رازمحمد دلیلی وایی، چې د ادارو په کمښت او د اضافه هغو په لمنځه وړلو سره به په چارو کې شفافیت تامین شی، د ادارو په چارو کې به څوک لاسوهنه نشی کولای او کارونه به ښه پر مخ ځی.
نوموړی په دې باور دی، هغه ادارې چې له پخوا نه د اړتیا له مخې او په سټنډرد ډول جوړې شوی، چې عامه ګټې په کې نغښتی، د خلکو ستونزې حلوی، چارې ترسره کړی او په ټولنه کې ورته اړتیا شته، هغه باید اصلاح او پیاوړې شی.
په همدې حال کې د ولسی جرګې غړی ډاکټر میربت خان منګل ماندګار ورځپاڼې ته په مرکه کې وویل، چې د مشابه ادارو له منځه وړل له ولسمشر نه د ولسی جرګې غوښتنه او ښه ده چې دا غوښتنه پلې شی.
ده زیاته کړه، چې ځینې خپلواکې ادارې او وزارتونه داسې چارې ترسره کوی، چې له ځینو نورو ادارو او وزارتونو سره خپلواکې دی، چې باید سره یو شی.
د هغه په وینا، په ډېرو هغو هېوادونو کې چې نفوس یې له افغانستان نه څو چنده ډېر دی، له دیارلسو څوارلسو ډېر وزارتونه نه لری؛ خو په افغانستان کې د وزارتونو او خپلواکو ادارو ډېرېدو د لوړې کچې فساد ته زمینه برابره کړې او شفافیت یې له منځه وړی دی.
د ولسی جرګې د دغه غړی په خبره، د دې ګڼې ګوڼې له امله په ادارو کې د وړ کسانو ګومارنې مخه ډپ شوې او د روابطو له مخې واړه او بې سواده کسان په کار ګومارل شوی دی، چې د ځینو ادارو په له منځه وړلو سره به د دغو کسانو مخه ونیول شی او په ادارو کې به اهل کسان په کار وګومارل شی.
میربت خان منګل وایی، چې د بې کاره او غیر مسووله کسانو ګومارلو په ادارو کې اخلاقی معیار له نشست سره مخ کړی و او کله چې په ادارو کې شفافیت رامنځته شی او کار اهل ته وسپارل شی په دې سره به د ادارو اخلاقی معیار هم لوړ شی.
د ده په وینا، چې ادارو او وزارتونو په کمښت سره د هغوی څارنه، همغږی او په کې د شفافیت تامین به اسانه شی او د فساد مخه به ونیول شی.
دی د بېلګې په ډول د کورنیو چارو وزارت او د نشه یی توکیو پر وړاندې د مبارزې وزارت یادوی، چې په وینا یې دواړه چارې له وخته هم کورنیو چارو وزارت کولې او اوس یې هم کولای شی، یا دا چې د سیمه ییزو ارګانونو د ادارې چارې پخوا هم د کورنیو چارو وزیر کولې؛ خو اوس چې دې ادارې ته سپارل شی د والیانو او نورو چارواکیو په ګومارنه کې پراخ فساد کېږی، چې باید مخه یې ونیول شی.
نوموړی وایی، اوس ولسمشر اشرف غنی وزارتونه په دریو برخو وېشلی او هر وزارت ته به کمېټه جوړوی، چې ترې څارنه وکړی او هر قرارداد چې له لسو میلیونو ډ الرو پورته وی، په خپله په کې ګډون لری. دی زیاتوی، چې دغه چاره به ښې پایلې ولری.

اشتراک گذاري با دوستان :

Comments are closed.