د چارواکیو په ګومارلو کې حساسیستونو ته ځیر اوسئ

گزارشگر:28 میزان 1393 - ۲۷ میزان ۱۳۹۳

راپورونه وایی چې ولسمشر اشرف غنی احمدزی، قمر الدین شینواری د لوی څارنوال په توګه ټاکلی دی. که څه هم تر دې مهاله رسمی اعلان نه دی شوی؛ خو له ارګه رسنیو ته را درز شویو خبرونو ویلی چې ولسمشر به ډېر ژر نوموړی په رسمی ډول اعلان کړی.
قمر الدین شینواری به د محمد اسحاق الکو پر ځای لوی څارنوال شی. شینواری د اشرف غنی د نیږدې دوستانو او د ټاکنیز کمپاین پر مهال د نوموړی ملاتړی و. هغه له دې وړاندې د ختیزو ولایاتو د ټولنیزې او فرهنګی شورا مشری پر غاړه درلوده.mnandegar-3
ولسمشر له دې وړاندې هم په ځینو مهمو پوستونو یوشمېر خپل پلویان ټاکلی ول. د کورنیو چارو پخوانی وزیر حنیف اتمر یې د ملی امنیت د سلاکار، د مالیې پخوانی وزیر یې د خپل اقتصادی سلاکار، د ولسمشر پخوانی مرستیال احمدضیا مسعود یې د ښې حکومتولۍ په برخه کې خپل ځانګړی استازی، سلام رحیمی د خپل دفتر د رییس، نظیف الله سالارزی یې د سرپرست ویاند، حبیب الرحمن احمدزی یې د ولسمشر د امنیتی چارو سلاکار او ځینې نور یې په نورو پوستونو ټاکلی دی.
ولسمشر وروسته له هغې دا ټاکنې کړی، چې د لوړې په مراسمو کې یې په حکومت کې د پراخو اصلاحاتو هوډ وکړ او له دې وړاندې د حکومت اجرایوی رییس او ولسمشر په سیاسی توافقپاڼه کې هم د اصلاحاتو راوستلو ته ژمن شوی ول.
د ملی یووالی د حکومت له پیل راهیسې تر اوسه چې کومې چارې ترسره شوی د خلکو مړې هیلې یې بیا را ژوندۍ کړی دی. خلکو ته یې په خپل راتلونکی د باور کولو امید پیدا کړی او په دې یقینی شوی که چېرې د ملی یووالی حکومت په همدې ډول پر مخ لاړ شی نو افغانستان به یو پرمختللی او له ستونزو خلاص هېواد وی.
خو د دغه ډول ګومارنو په اړه بیا خلک شکمن شی. په دې مانا لومړی خو د ولسمشر حق دی چې هر څوک له خپل اجرایوی رییس سره په سلا او د شوی توافق له مخې هر چېرې مقرر کړی. خو دا ټاکنې باید په بېړه ونشی، د دې ټاکنو په اړه په ځانګړی ډول د مهمو او حساسو پوستونو په اړه باید پرېکړې په ښه غور او دقت وشی.
لویه څارنوالۍ په تېرو دیارلسو کلونو کې یوه له هغو ادارو وه، چې فساد په کې اوج ته رسېدلی و. رشوت او بډې اخیستل په کې تر بلې هرې ادارې ډېر و، له همدې امله په دې ارګان د خلکو باور له منځه تللی و. هیچا زړه نه ښه کاوه، چې دې ادارې ته د خپلې ستونزې د حل لپاره ورشی.
په دې خپله ولسمشر اشرف غنی هم اعتراف کړی او ژمنه یې کړې، چې په ټولو عدلی او قضایی ادارو کې به اصلاحات راولی. مګر د ښاغلی شینواری ګومارنه یوازې د دې لپاره شوې، چې په ټاکنو کې یې له شاغلی احمدزی ملاتړ کړی و.
د لوی څارنوال په توګه باید داسې څوک ټاکل شوی وای، چې د ښه مدیریت او د عدالت د پلی کولو وړتیا یې درلودای. زه دا نه وایم، چې ښاغلی شینواری به دا وړتیا نه لری؛ خو داسې څوک باید ټاکل شوی وای، چې وړتیا مخکې له مخکې نه ارزول شوې وای. د دې وړتیا یې باید له ځانه ښودلې و ای، چې د لویې څارنوالۍ فاسد سیستم په یوه پاک او پرمختللی سیستم بدل کړی، په دې ادارو د خلکو باور پیدا کړی، عدالت پلی کړی، په لویې څارنوالۍ او په دې څارنوالۍ پورې په ټول هېواد کې اړوندو ادارو کې په لسګونه زره دوسیې هر څه ژر وڅېړی، په زندانونو کې د بې برخلیکه زندانیانو برخلیک هر څه ژر معلوم کړی او مهمه یې دا، چې په دې برخه کې د ولسمشر او په ټوله کې د ملی یووالی د حکومت هغه ژمنه چې د اصلاحاتو راوستل او د عدالت پلی کول دی، پر ځای کړی.
که چېرې په دې برخه کې له ناغېړۍ کار واخیستل شی د ولسمشر کړې ژمنې به له ستونزو سره مخ کړی، نباید په دې برخه کې یوازې دې ته پام وشی، چې په ټاکنو کې چا له چاڅخه ملاتړ کړی و. ولسمشر چې په هېواد کې د سالمې ادارې جوړولو، له فساد سره د جدی مبارزې، د ستونزو د پای ته رسولو او د اصلاحاتو راوستلو لپاره جدی اراده لری، باید هڅه وکړی، چې له خپلې ژمنې سره سم وړ او ازمویل شوی کسان په داسې مهمو پوستونو وګوماری. که چېرې ولسمشر د وګړو په ټاکلو کې له ځانګړو معیارونو کار واخلی؛ د نوموړی د ژمنو په پوره کولو کې به اغېزمن تمام شی.

اشتراک گذاري با دوستان :

Comments are closed.