احمد مسعود: طالبان به هیچ تعهد خود به غیرقرارداد خود با آمریکا عمل نکردهاند.
گزارشگر:10 قوس 1393 - ۰۹ قوس ۱۳۹۳
ولسمشر محمد اشرف غنی او د اجراییوی چارو رییس عبدالله عبدالله بالاخره د کابینې د ټاکلو په سر موافقې ته ورسېدل.
د ولسمشر ویاند نظیف الله سالارزی وایی چې د ملی وحدت د حکومت دواړه رهبران ولسمشر غنی او د اجراییوی چارو رییس عبدالله د نوې کابینې د ټاکلو پر سر موافقې ته ورسېدل چې ممکن په نږدې ورځو کې به یې ولسمی جرګې ته ور وپېژنی.
سالارزی دا څرګندونې مخکې له هغې وکړې چې د افغان دولت یو لوړ رتبه پلاو د لندن د کنفرانس لپاره تیاری نیسی.
د ښاغلی سالارزی په خبره چې د څلورو شرطونو پر بنسټ نوې کابینه جوړېږی، د هغه په خبره په دغه کابینه کې به ټولې نوې څېرې وی، څلور تنه غړی به یې ښځینه وی او هغه وزراتونه چې تخنیکی دی د ازاد رقابت له لارې به ورته وړ وزیران وټاکی شی.
سالارزی ونه ویل چې افغان دولت به کله د کابینې غړی ولسی جرګې ته ور وپېژنی؛ خو زیاته یې کړه چې په بیلابېلو مرحلو کې به ځینې نوماندان د تایید په موخه دغې جرګې ته ور واستوی.
همدا راز د ولسی جرګې رییس عبدالروف ابراهیمی د دغې جرګې په عمومی غونډه کې خبرداری ور کړی وو چې که په راتلوونکی نږدې څو ورځو کې کابینه اعلان نه شی دوی به د ارګ تر دروازې پورې خپلو اعتراضونو ته دوام ورکړی.
د ولسی جرګې یو شمېر غړو ټینګار کاوه چې د امنیتی وضعې د سمون په موخه دې نور د ولسمشرۍ او اجراییوی چارو ریاستونه د کابینې د ژر تر ژره اعلانېدلو تصیم ونیسی.
د هغوی په خبره چې سرپرست وزیران نور د غېرې قانونی کارونو لپاره هلته پاتې دی او د هغوی بې غوری ښایی ډېر ژر د حکومتی چارو خنډ وګرځی.
ښاغلی ابراهیمی د ولسی جرګې په یوې غونډه کې ان د ملی وحدت د حکومت مشروعیت هم تر پوښتنې لاندې راوستلی او ویلی یې دی چې نور د شته وزراتونو په دننه کې د ناقانونۍ ګونکسې د اندېښنې وړ دی.
اوس چې د کابینې د توافق په اړه د ولسمشرۍ دفتر چارواکو خبر ورکړی د ولسی جرګې غړی یې هر کلی کوی او سترګې په لار دی چې ډېر ژر به دغه نوې څېرې ورته د تایید رایو د اخیستلو لپاره ور وپېژندل شی.
همداراز په کابینه کې د څلورو تنو ښځو موجودیت یې د ښځو د حقوقو د ادا کېدو او په نوی حکومت کې د هغوی په ونډو د پام وړ ګام بللی دی.
سره له دې چې په کابل او یو شمېر نورو ولایتونو کې ورستیو بد امنیو ولسونه اندېښمن کړی دی، د کابینې ځنډ یې د روان وضعیت د لا کړکېچن کېدو اصلی علت ګڼلی.
خو که اړونده نوماندان له ولسی جرګې څخه د تایید رایې واخلی ښایی اوسنۍ امنیتی کړکېچ مخ په ښه کېدو شی.
همدا راز کارپوهان بیا د کابینې اعلان مخکې د لندن له کنفرانسه چې د ګوتو په شمار ورځّې ورته پاتې دی خورا ګټور بولی او زیاتوی چې د کابینې یو شمېر وزیران به وکولای شی په لندن کې د افغان حکومت له پلاوی سره ملګرتیا وکړی او موثریت به یې لا زیات کړی.
تر دې وړاندې د ملی وحدت حکومت له خوا ولسی جرګې ته ټاکلې موده ورکړل شوې وه چې دوی به خپله کابینه ورته د تایید لپاره ور وپېژنی؛ خو د ولسمشر غنی او د اجرایې رییس عبدالله عبدالله ترمنځ یو شمېر اختلافت یې د ځنډ سبب و ګرځېدل چې د ولسی جرګې او په ټوله کې یې افغانان اندېښمن کړی وو؛ خو د وروستیو بدامنیو او یو شمېر نورو لومړیتوبونو ته په پام سره یې شته اختلافاتو ته د پای ټکی کېښود او بالاخره یې د کابینې د اعلان پر سر موافقه وکړه.
که څه هم چې د نوماند وزیرانو نومونه تر اوسله ولسی جرګې ته نه دی وړاندې شوی، تمه ده چې په راتلوونکی څو ورځو کې به ور وپېژندل شی او د اعتماد رایې به ترلاسه کړی.
د کار پوهانو په وینا چې په نوې کابینه کې ستر نوښت د نوو څېرو او وړو اشخاصو ټاکل دی چې په ښه مدیریت به یې په اړونده ادارو کې فساد له منځه یوسی.
بل خوا ولسمشر غنی د ښې حکومتولی په اړه ولسونو ته ډاډ ورکوی چې د کابینې له اعلان سره سم به یې د سولې، امنیت، اقتصادی چارو حل، د کاری فرستونو، د سواد د کچې په لوړولو او یو شمېر نورو لومړیتوبو نو کې له فساده پاکې هلې ځلې پیل شی چې د حکومت پر وړاندې به د ولسونو باور لا زیات شی.
Comments are closed.