د ولسمشرۍ مطبوعاتی دفتر: په قطر کې د سولې د دفتر د پرانیستو په اړه دوی خبر نه دی

گزارشگر:چهار شنبه 26 قوس 1393 - ۲۵ قوس ۱۳۹۳

mnandegar-3د ولسمشرۍ مطبوعاتی دفتر هغه ریپوټونه په اړه نا خبری ښودلې چې کواکې یوار بیا په قطر کې د سولې او پخلاینې په موخه دفتر پرانستل شوی.
د ولسمشر ویاند نظیف الله سالارزی هغو خبرونو او ریپوټونو په اړه بې خبرې ښودلې چې داځل د چین په منځګړیتوب د افغان حکومت او وسله الو طالبانو ترمنځ د سولې او پخلاینې خبرې اترې له سره پیل شوی او په قطر کې یې ورته دفتر پرانیستی.
یو شمېر ریپوټونه خپاره شوی وو چې د سولې بهیر یوار بیا پیل شوی او په قطر کې یې دا ځل د چین په منځګړیتوب دفتر پرانیستی چې تر اوسه له افغانستان، پېښور او کوټې نه ورته طالب مشران رسېدلی او ښایی په نېږدې څو ورځو کې د سولې خبرې اترې پیل کړی.
د افغان سولې د عالی شورا یوه تن غړی حاجی موسی خان تایید کړې، چې په قطر کې د سولې خبرې بیا پیل شوی او پر افغانستان سربېره له کوټې او پېښوره هم طالب مشران او استازی قطر ته رسېدلی دی.
او همدا راز ویل شوی دی چې د سولې د بهیر د بیا پیلېدو خبرې د ولسمشر له مطبوعاتی دفتر څخه په یوه خپاره شوی مطلب کې راغلی؛ خو دغه دفتر په دې اړه بې خبری ښیی او زیاتوی چې تر دې دمه په ولسمشرۍ دفتر کې څه نه دی پېښ شوی.
سلارزی ماندګار ته په خبرو کې زیاته کړه چې یوازې یو کس د افغانستان، چین او یو شمېر نورو هېوادونو لپاره د تجارت او پانګونې په موخه د ولسمشرۍ دفترته راغلی و چې رسنیو ترې د سولې په اړه اخذ کړی دی.
د هغه په خبره چې په قطر کې د سولې په اړه د دفتر د پرانیستو په اړه په ولسمشرۍ ماڼې کې کومه هوکړه نه ده شوې.
د پخوانی ولسمشر حامد کرزی د واک په دوره کې هم د سولې او پخلاینې په موخه په قطر کې دفتر پرانیستل شوی وو او زیات شمېر طالب مشرانو پکې برخه اخیستې وه.
د ښاغلی کرزی د واک په دوره کې د سولې عالی شورا جوړه شوه چې له وسله والو طالبانو سره خبرې اترې وکړی او هغوی دې ته اړ باسی؛ څو له جګړې لاس په سر او له افغان دولت سره پخلا شی.
په همدې موخه د امریکا متحده ایالاتو او قطر د دې تابیا ونیوله چې دغه ابتکار دوی دواړه خپل کړی، هماغه وو چې په قطر کې یې طالب مشرانو ته دفتر پرانیست.
په هغه وخت کې د امریکا متحده ایالاتو په افغانستان کې زندانونه درلودل چې د طالبانو یو شمېر غړی پکې بندیان شوی وو. په قطر کې د سولې په موخه د دفتر له پرانیستې سره سم ولسمشر کرزی له امریکا نه وغوښتل چې په افغانستان کې دې د دوی د هغو زندانونو واکې افغان دولت ته وسپاری چې طالبان پکې بندیان دی.
کرزی د دې لپاره د باګرام او پروان د زندانونو واکې په خپل لاس کې نیول غوښتل چې د سولې په برخه کې له طالبانو سره د ښې چڼه بازۍ لاره هواره شی او وکولای شی د هغوئ غوښتنې په مناسب ټول پوره کړی.
که څه هم امریکا دا ګڼله چې افغان حکومت به ترې د زندانونو د واکو اخیستو غوښتنه کوی؛ خو دومره ژر غوښتنه یې په نظر کې نه راتله. همدا وو چې یو څه مخالفتونه یې را وپارول او په قطر کې یې د سولې له دفتر نه مناسبه ګټه پورته نه کړای شوه.
خو د نوی حکومت له جوړېدو څو اونۍ وروسته د یو شمېر هغو زندانونو واکې افغان حکومت ته ور کړل شوې چې کرزی یې غوښتنه کوله او له دې مخکې د امریکایی ځواکونو په لاس کې وه.

اشتراک گذاري با دوستان :

Comments are closed.