ننګرهاریان: پاکستان له ختیزیو ولایتونونه د سپر او مورچې په ډول کار اخلی

گزارشگر:یک شنبه 30 قوس 1393 - ۲۹ قوس ۱۳۹۳

mnandegar-3د ننګرهار ولایت یو شمېر اوسېدونکی وایی، پاکستان غواړی له ننګرهار، کنړ، لغمان او نورستان ولایتونو نه د سپر او وسلې په ډول کار واخلی.
د هغوی په خبره چې د نوی حکومت له پیل سره اوس په دغه ولایت او په خاص ډول په سرحدی سیمو کې وسله والو په فعالیتونو کې خورا توپیر لیدل کېږی او غواړی د ټول هېواد د ناامنه کېدو لپاره له همدې سیمو نه فعالیتونه پیل کړی.
دوی زیاته کړه چې د دغو دواړو ولایتونو د سرحدی او لرو پرتو سیمو سر بېره اوس په ښارونو کې هم امنیتی ستونزې زیاتې شوی دی چې ولسونو ته یې ګڼې اندېښنې را پیدا کړی دی.
د ننګرهار ولایت د ښېوې ولسوالۍ یو تن اوسېدوونکی هدایت الله مبین ښېوه وال وایی چې که څه هم په په دغه ولسوالۍ د پولې له هغې غاړې توغندیز برېدونه یو څه کم شوی ور سره وسله والو طالبانو د دغې ولسوالۍ یو شمېر سیمو ته د هستوګنې لپاره نېږدې شوی چې ورسره ټوله ولسوالۍ نا امنه شوې ده.
(( که له ماښامه وروسته څوک ووینی خوله یې په سر نه وی نو خدا خبر چې څه څه پرې نه کوی، د وهلو ډبولو سره سره حتی د هغوی په وشل هم لاس پورې کوی، پخوا به له دېنه ډېر ډارېدو چې کوم مزایل را نه شی، اوس له دې نه ډارېږو چې وسله وال مو و نه نیسی.))
د نوموړی په خبره چې زیاته برخه وسله وال داسې خلک دی، چې دوی یې په خبرو نه پوهېږی او نه یې د اصلیت څرګندونه کولای شی.
پخوا به د دغې ولسوالۍ په لرو پرتو سیمو کې توغندیز برېدونه کېدل چې د سیمې د خلکو په خبره د نوی حکومت له پیل سره اوس بریدونو په بشپړه ډول بدلون موندلی دی او غواړی له نېږدې نه داسې فعالیتونه تر سره کړی چې سیمه او ټول ولایت ورسره نا ارامه کړی.
رحیم الله بیا د بتی کوټ ولسوالۍ هغه اوسېدونکی دی چې په دې ولسوالۍ کې د تور نقاب لروونکو وسله والو د موجودیت خبره کوی او زیاتوی چې د دغې ډلې را څرګندېدل د دوی لپاره حیرانوونکې ده.
ښاغلی رحیم په داسې حال کې د داسې یوې ډلې د موجودیت خبره کوی چې په یاده ولسوالۍ کې د غېرۍ افغانی طالبانو موجودیت هم په دې وروستیو کې پراخ شوی دی.
(( په خپلو سترګو مې ولیدل، یو سړی چې تور حجاب په شان تور کالی یې په تن وو مخ یې نه ښکارېده، د هغه ځای و طالیب یې په چاړه حلال کړ، ما د لرګیو پنډ هماته خطا کړ او وتښتېدم، خو لکه ساعت وروسته هلته د طالبانو او تور کالیو واله جنګ شروع شو، په سبا مې کور جلال اباد ته راویسته او سخت وېرېدلی وم.))
د هغه په خبره چې تور نقاب لروونکی وسله وال کله ناکله څر ګندېږی خو وسله وال ورځ تر بلې زیاتېږی چې په یو کار کې هم رحم نه لری.
د کونړ لغمان او نورویستان ولایت هغه یو شمېر خلک مو پیدا کړل چې د نا امنیو له لاسه یې جلال اباد ښار ته پنا راوړې وه.
د نوم نه اخیستو په شرط هر یو له دولتی چارواکو شکایتونه کول.
دوی ویل چې وسله وال یې نور د کور تر دننه را رسېدلی هره ورځ هغه ځوک وژنی چې نه دولتی دی او نه د وسله والو په لیکه کې ولاړ دی.
(( عام خلک وژنی، زموږ سرونه هم په خطر کې وو، هر څه مو پرېښودل یوازې د ژوندی پاتې کېدو په خاطر جلال اباد ته را غلی یو، کنه نو هر څه مو له ورانۍ او بر بادۍ سره مخ وو))
دوی له دولتی چارواکو همدا غوښتنه کوی چې باید د ژوند د ښه والی لپاره یې هر څومره چې ژر کېږی امنیت ټینګ او سوله راولی.
په دغه ولایت کې د سیاسی چارو کار پوه نور الحق افغان وایی چې نه یوازې په کنړ او ننګرهار کې امنیتی پېښې زیاتې شوی، بلکې د پلازمېنې کابل او نورو لایتونو په خاصه په سرحدی ولایتونو کې یې پراخ موجودیت پیدا کړی دی.
ښاغلی افغان زیاته کړه (( دا چې په ختیزو ولایتونو کې بد امنیو زور اخیستی دا د نوی حکومت له پیل سره ده چې ورسره جوخت وسله والو طالبانو هم خپل فعالیتونه زیات کړی دی، دوی اوس خپل فعالیتونه بدل کړی دی، لکه د کنړ، پکتیکا، د کابل او یو شمېر نورو ولایتونو وروستۍ پېښې، خو زما په نظر دا د پاکستان هڅه ده تر څو له دغې ولایتونو نه د یو ډال او همدا راز د مورچې په ډول کار واخلی.))
ښاغلی افغان دا هم وویل چې په حکومت کې د ښه مدیریت نه شتون او بیا په ځانګړې ډول د ننګرهار په یو شمېر امنیتی ارکانونو کې چې تر منځ هماهنګی یې کمه ده د داسې پېښو مخنیوی نه کېږی؛ خو که له دې وروسته ورته پام وشی د هغه په وینا چې د ختیځ په امنیت سره به د یو زیات شمېر سیمې خوندی شی.
د کنړ او ننګرهار ولایتونه د پاکستان او افغانستان په ګډه بوله پراته ولایتونه دی چې په دې وروستیو کې له ډول ډول امنیتی ستونزو سره لاس او ګرېوان دی.
له دې وړاندې په دغو ولایتونو یو شمېر توغندی را توغول کېدل چې د وخت په تېرېدو سره یې په اړه ریپوټونه کم شوی؛ خو پر ځای یې ډلیزې حملې او ورته نور فعالیتونه زیات شوی دی.
له دې وړاندې هم یو شمېر وسله وال د پولې له هغې غاړې افغانستان ته را داخلېدل او بریدونه یې ترسره کول چې په دې روستیو کې یې لمن پراخه شوې او ولسونه یې اندېښمن کړی دی.

اشتراک گذاري با دوستان :

Comments are closed.