ولې مـلا عمر د امـریکـا هـدف نه دی؟

گزارشگر:چهار شنبه 3 جدی 1393 - ۰۲ جدی ۱۳۹۳

ایمل فیضی

دامریکا د دفاع وزارت وایی چې د ۲۰۱۵ کال د جنورۍ له دویمې نیټې څخه وروسته به د ملا عمر په شمول د طالبانو د تحریک غړی د امریکا د جنګ هدف نه وی او امریکایی ځواکونه به نور د ملاعمر او طالبانو سره په افغانستان کې جنګ نه کوی مګر دا چې هغوی امریکې ته مستقیم ګواښ وګرځی‪. mnandegar-3‬د دې خبر له لوستلو سره مې فوراً د پخوانی ولسمشر، حامد کرزی وروستی رسمی سفر امریکا ته په یاد شو او کوم مذاکرات او حقایق چې هلته د طالبانو په اړه د امریکا د نوې ستراتیژۍ په هکله څرګند شول.
‬له نوموړی سفر څخه مخکې، د امریکا د بهرنیو چارو اوسنی وزیر، جان کیری، کله چې د سنا د بهرنیو اړیکو د کمیټې مشر و، ولسمشر کرزی ته یې یوه ورځ په کابل کې د څو تنو محدودو افغان چارواکو په حضور کې وویل چې ‪‬ملا عمر د پاکستان په کراچۍ ښار کې، د پاکستان د نظامیانو تر ساتنې لاندې دی.
پخوانی ولسمشر، کرزی فوراً ورته وویل‪: ‬چې داسې ده امریکا ولې د هغه د نیولو اقدام نه کوی؟ امریکا د هغه پر سرپه میلیونونو نقدی انعام ایښی دی، په افغانستان کې د هغه په نامه بې ګناه خلک هره ورځ وژل کیږی او د طالب په نامه دلته جګره روانه ده خو ملا عمر ستاسو او د پاکستان د نظامیانو تر نظر لاندې په کراچۍ کې دی‪!‬؟
جان کری جمهور رییس کرزی ته قانع کونکی ځواب نه درلود خو دا یې وویل چې جنرال کیانی وایی چې ملا عمر زموږ ترنظارت لاندې دی.
امریکې ته د ولسمشر کرزی په وروستی رسمی سفر‪)‬۲۰۱۳ کال د جنوری میاشت‪( ‬کې، د امریکا د ملی امنیت پخوانی مشاور، توماس ډانیلون د امریکا د استخباراتو د مشر او نورو لویو چارواکو په حضور کې وویل چې له ۲۰۱۵‪ ‬کال څخه وروسته طالبان د امریکا دښمنان نه دی او امریکا به د دوی پرخلاف نور جنګ نه کوی‪. ‬ښاغلی ډانیلون زیاته کړه چې امریکا به افغانستان کې دتروریزم پر خلاف خپلې جګړې ته لاهم دوام ورکړی.
ولسمشر کرزی ته دا عجبه وه چې د امریکا د ملی امنیت مشاور طالبانو ته ‪)‬ډیډلاین‪( ‬وخت او کال تعینوی چې تر دغه کاله طالبان د امریکا دښمن دی خو وروسته د دغه کاله څخه بیا نه دی‪. ‬جمهور رییس کرزی وویل‪: ‬تر ۲۰۱۴‪ ‬کاله وروسته په افغانستان کې تروریست او تروریزم ستا لپاره څوک او څه دی؟ د امریکا د ملی امنیت مشاور وویل‪: ‬هر هغه څوک چې په افغانستان زموږ پر سفارت، زموږ پراتباعو او منافعو باندې برید وکړی او یا له ګواښ سره یې مخامخ کړی.
ولسمشر کرزی وویل‪: ‬که زموږ په یو ښار کې په یوه ځانمرګی حمله کې ۷۰یا ۸۰ کسه ووژل شی دا ستاسو لپاره تروریزم دی؟ د امریکا د ملی امنیت مشاور وویل‪: ‬نه!
جمهور رییس کرزی په دې خاطر چې ځان یې د نوموړی چارواکې له اظهاراتو مطمین کړی وی، یو ځل یې بیا وپوښتل‪: ‬که د طالبانو په جامو کې څو زره تروریستان د پاکستان څخه افغانستان ته راشی او د افغانستان د خاورې یوې برخې ته سقوط ورکړی او خپل بیرق پورته کړی بیا؟ د امریکا د ملی امنیت مشاور په ځواب کې وویل‪: ‬دا به ستاسو او پاکستان تر منځ خپله یوه مسله وی، نه د امریکا!
د دغه سفر په جریان کې د افغانستان د سولې د پروسې او د طالبانو لپاره په قطر کې د دفترپر موضوعاتو باندې مفصلې خبرې وشوې‪. ‬امریکایی چارواکو د طالبانو لپاره په قطر کې د دفتر پر پرانیستلو باندې ډېر ټینګار درلود او ویل یې چې یوازې د قطر دفتر د مذاکراتو لپاره سم آدرس دی‪. ‬ تر دغو مذاکراتو او ملاقاتونو وروسته ولسمشر کرزی له خپل پلاوی څخه تکرارٍاً وپوښتل‪: ‬امریکا ولې د طالبانو په نمایندګۍ زموږ سره خبری کوی؟
دغه مذاکراتو اود طالبانو په اړه د امریکا موقف، جمهور رییس کرزی لا هم پر امریکا او د تروریزم پرخلاف جګړی باندې مشکوک کړ‪. ‬ په هم دې دلیل هغه هم په قطر کې د طالبانو له دفتر او هم یې له امریکا سره د بې شرطه امنیتی سند د امضاء جدی مخالفت وکړ.
‪ ‬
د امریکا د متحده ایالاتو اصلی موقف د طالبانو د مشر، ملاعمر په اړه څرګند و‪. ‬دا به ناسمه نه وی که ووایوو چې په تېرو ۱۳ کلونو کې ملا عمر هیڅکله هم د امریکا د جنګ هدف نه و.
امریکا ته د ملا عمر دقیق آدرس او پټنځای له پخوا څخه معلوم و خو امریکایی ځواکونو هیڅکله هم د هغه د منځه وړولو یا نیولو په اقدام لاس پورې نه کړ.
اوس چې د امریکا د دفاع وزارت رسما دا تائیدوی چې ملا عمر او نور طالبان په افغانستان کې د امریکې د جنګ هدف نه دی، دا د یوې منظمې او پلان شوې ستراتیژۍ یو نوی پړاو دی‪. ‬که څه هم دا موضوع اوس تازه په مطبوعاتو کې خبرسازه شوې ده، خو د امریکا متحده ایالاتو دا فیصله، د پورتنیو ټکو په اساس، کلونه مخکې کړې وه.
‪ ‬څه چې ډېر مهم دی هغه دا چې د امریکا دغه اوسنی اعلان، یو ځل بیا په افغانستان کې د دغه هیواد ۱۳ کلنه جګړه او په سیمه کې جنګی ستراتیژی تر سوال لاندې راولی؛ ولې تر ۲۰۱۴‪ ‬کال تر پایه طالبان د امریکا د جنګ هدف وو او سر له ۲۰۱۵ عیسوی کاله څخه نه؟ ولې په تېرو ۱۳ کلونو کې په زرهاوو افغانان د طالب په نامه د امریکا په دغه ناڅرګند جنګ کې ووژل شول او په زرهاوو نور ټپیان او زندانی شول؟
‪ ‬څه چې ډېر مهم دی هغه دا چې د امریکا دغه اوسنی اعلان، یو ځل بیا په افغانستان کې د دغه هیواد ۱۳ کلنه جګړه او په سیمه کې جنګی ستراتیژی تر سوال لاندې راولی؛ ولې د ۲۰۱۴‪ ‬کال تر پایه طالبان د امریکا د جنګ هدف وو او سر له ۲۰۱۵ عیسوی کاله څخه نه؟ ولې په تېرو ۱۳ کلونو کې په زرهاوو افغانان د طالب په نامه د امریکا په دغه ناڅرګند جنګ کې ووژل شول او په زرهاوو نور ټپیان او زندانی شول؟ ۱۳کاله وروسته نن هم بې ګناه افغانان په کابل او د هېواد په نورو ښارونه او سیمو کې تر پخوا په ډېر شمېر د تروریزم قربانی کیږی او د طالب په نامه د دغو تروریستی حملو مسوولیت هم په غاړه اخیستل کیږی.‪ ‬آیا امریکا ته دا تروریزم او طالب نور تروریست نه دی؟ د ښاغلی ډانیلون هغه څرګندونې اوس د عمل جامه اغوندی

اشتراک گذاري با دوستان :

Comments are closed.