د خوست والی لویې څارنوالۍ ته ور وپېژندل شو

- ۱۵ میزان ۱۳۹۱

د ولسی جرګې د دینی، فرهنګی، پوهنې او لوړو زده کړو د کمېسیون چارواکی وایی، چې د خوست والی عبدالجبار نعیمی یې، په دې ولایت کې د ځمکو د غصب او د بیان د ازادۍ د مخنیوی په تور لویې څارنوالۍ ته ور پېژندلی دی.
د ولسی جرګې د دینی، فرهنګی، پوهنې او لوړو زده کړو د کمېسیون مشر کمال ناصر اصولی له ماندګار ورځپاڼې سره په مرکه کې وویل، چې د خوست والی عبدالجبارنعیمی یې په دغه ولایت کې د ځمکو د غصب او د بیان د ازادۍ د مخنیوی په موخه لویې څارنوالۍ ته ور پېژندلی دی.
هغه وایی، په خوست کې د نن اف ام راډیو په نوم یوې راډیو پر والی نیوکې کړی چې والی یې په غبرګون کې د دغه راډیو یو مسوول څارنوالۍ ته ور پېژندلی او ترې یې غوښتی چې هر هغه څه ومنی چې والی یې وایی.
نوموړی وایی، همدغه و چې دې راډیو ولسی جرګې ته شکایت وکړ او دوی ټول هغه څه له ارزونې وروسته څارنوالۍ ته ورسپارلی، چې یادې راډیو د والی په اړه ویلی او مکتوب یې ور سپارلی دی.
ښاغلی اصولی وایی، د دې مکتوب په رڼا کې یې والی لویې څارنوالۍ ته ورپېژندلی څو معلومه شی چې والی ریښتونی دی او که یاده راډیو.
هغه وایی،  والی په دې ډول هڅه کوی چې دغه راډیو هم په خوست کې تر خپل کنټرول او اغېز لاندې راولی لکه څنګه یې چې نورې رسنۍ راوستی دی.
نوموړی وایی، د خوست والی د ځمکو په غصب کې مستقیم لاس لری. د خوست هوایی ډګر چې د ۲۵۰۰ مترو په سور او ۴۰۰۰ مترو په اوږدوالی باید جوړ شوی وای د والی د معاملو له امله د دغه هوایی ډګر سور ۱۱۷۰ مترو ته راښکته شوی دی.
د ولسی جرګې دغه غړی وایی، چې د هوایی ډګر پاتې ځمکه د والی د یوه نېږدې کس غازی نواز تڼی له لوری پلورل شوې، چې د والی ډېرې معاملې د همدې سړی له لوری کېږی.
نوموړی وایی، همدارنګه په خوست کې ۶۰ زره جریبه ځمکه په خوست ښار کې غصب شوې چې تر اوسه یوې ادارې ته هم د غصب په اړه د والی له لوری مکتوب نه دی تللی او نه یې پر وړاندې کوم غبرګون ښودلی.
کمال ناصر اصولی زیاتوی، چې د حکومت له لوری یوه فارم ته نوی جریبه ځانګړې شوې ځمکه والی غوښتل چې د خپلو معاملو له امله په ښاری پلان کې شامله او وپلوری، خو وایی چې دوی پرې له ولسمشر سره خبرې وکړې او د دې ځمکې د غصب مخه یې ونیوله.
په ولسی جرګې کې د خوست د خلکو دغه استازی وایی، چې په خوست کې والی د بیان د ازادۍ مخه نیولې او خبریالان یې تر خپل اغېز لاندې راوستی، څوک چې حقایق ووایی والی ورته په بېلابېلو نومونو دوسیې جوړوی او څارنوالۍ ته یې معرفوی کوی.
نوموړی وایی، همدارنګه والی خبریالانو ته په دغه ولایت کې یوه یوه نمره ځمکه ورکړې او په دې توګه یې د خبریالانو خوله بنده کړې.
هغه وایی، دا دوسیه به تر پایه تعقیبوی او له لویې څارنوالۍ څخه یې هم هیله دا ده، چې دغه دوسیه تر پایله په راڼه ټول تعقیب او په دې برخه کې د خوست له استېناف څارنوالۍ نه هم وپوښتل چی ورته د والی د ورکړل شویو مکتوبونو هدف څه و. خو د خوست مطبوعاتی مسوول بریالی روان وایی، چې لویې څارنوالۍ ته د والی د معرفی کېدو په اړه بې خبره دی، او زیاتوی چې په دې وروستیو کې یوشمېر کړیو او کسانو د خوست په مشرتابه پسې پوچ تبلیغات پیل کړی دی.
هغه و ایی، ځینې کسان چې دوی یې په اړه اسناد هم په واک کې لری په اداری فساد او غصب کې ښکېل دی او کله یې چې پر وړاندې مبارزه کېږی په والی تورونه لګوی.
نوموړی وایی، چې ولسی جرګې ته شکایت کوونکی خبریال نه بلکې یو قراردادی دی چې په قراردادونو کې یې ستونزې شتون لری او تر پوښتنو لاندې دی.
ښاغلی روان زیاتوی، چې د نن اف ام راډیو په هېواد کې د حکومت او ملی حاکمیت پر ضد خپرونې کوی او تر ډېره د هغو کسانو نظرونه خپاره کوی، چې په فساد تورن دی، څارنوالۍ ته معرفی شوی او دوسیې لری چې دا کار یې د هېواد له ملی ګټو سره په  ټکر کې دی.
د هغه په خبره، په خوست کې بشپړ د بیان د ازادۍ حق خوندی دی او د اساسی قانون له مخې کړنې تر سره کوی.
د نوموړی په خبره، دغه کسان چې نیوکې کوی او منفی تبلیغات کوی په خوست کې پرمختګونه نه شی زغملای.
د خوست د والی د ویاند په خبره، په خوست کې خبریالانو ته د نومرو د ورکړې او د هغوی د خولو بندول یوه بې بنسټه ادعا ده چې دوی یې په کلکه ردوی.
نوموړی وایی، چې په خوست کې کابو ۲۴۰۰۰ جریبه ځمکه د غاصبینو له منګلو را خلاصه شوې خو زیاتوی چې لا هم اویا زره جریبه ځمکه غصب شوې چې پر وړاندې یې د دوی هلې ځلې او مبارزه دوام لری.

اشتراک گذاري با دوستان :

Comments are closed.