جمهور رئیس غنی: ملګری ملتونه به په افغانستان کې د اسانچاری رول ولری

گزارشگر:یک شنبه 24 عقرب 1394 - ۲۳ عقرب ۱۳۹۴

د افغانستان د اسلامی جمهوریت جمهور ریس محمداشرف غنی نن له غرمې مخکې د ملګرو ملتونو د پرمختیایی ادارې له مشرې هیلن کلارک او ملګری پلاوی سره وکتل.
په دې کتنه کې چې په ارګ کې ترسره شوه، لومړی د ملګرو ملتونو د پرمختایی ادارې مشرې وویل، خوشاله یم، چې د ملګرو ملتونو د بنسټونو ارزونه mandegar-3بشپړه شوه او موږ اوس پوهېږو، چې افغانستان له موږ څه توقع لری. هغې زیاته کړه، چې دافغانستان دولت سره د مرستو او ظرفیتونو د رامنځته کولو په برخه کې ژمن یوو.
جمهور رئیس د ملګرو ملتونو سازمان څخه وغوښتل، چې د همکار په توګه خپلې تجربې او معلومات له دولت سره شریک کړی او ستونزې باید دولتی ادارې په خپله حل کړی. هغه زیاته کړه، چې په افغانستان کې به د ملګرو ملتونو بنسټونه د اسانچاری رول ولری.
جمهور رئیس غنی د دولتی ادارو د ظرفیتونو لوړولو ته په اشارې وویل، موږ غواړو د حکومتی ادارو ظرفیتونه لوړ کړو، تر څو د افغانستان ودې ته ځانګړې شوې ټولې پیسې برابرې شی.
جمهور رئیس وویل، د ملګرو ملتونو سازمان رول باید تر پخوا لا موثر وی او افغانستان ته د ختیځې اسیا د تجربو په لېږد کې یې د ملګرو ملتونو رول مهم وباله.
محمداشرف غنی د اقتصادی ودې لپاره اصلاحات مهم وبلل او وې ویل، د اصلاحاتو په راوړلو سره بازارونه رامنځته کېږی. هغه زیاته کړه، چې په بانکونو کې پیسې شته، خو خلکو ته د پورونو د ورکړې سیستم وجود نه لری.
جمهور رئیس غنی څرګنده کړه، چې ملګری ملتونه بیړنیو طبیعی پېښو ته د رسیدګی په برخه کې داسې موثر سیستم رامنځته کولی شی، چې د طبیعی پېښو پرمهال د افغانستان او د سیمې د هېوادونو ترمنځ همکاری او همغږی زیاته شی.
په دې کتنه کې د پولیسو د تنخواګانو د سیستم ( LOTFA) د انتقال په هکله هم بحث وشو او ملګرو ملتونو وویل، چې د افغانستان حکومت ته د دغه سیستم د انتقال عملی کولو ته ژمن دی.
همدارنګه دواړو لوریو د افغانستان د زېربناوو، انرژی او د تجدید وړ انرژی په هکله هم بحث وکړ او د ملګرو ملتونو د پرمختیایی ادارې مشرې د جمهور رئیس هغه طرحه چې له مخې یې افغانستان د سیمې د وصل په مرکز بدلېدلی شی وستایله او دغه طرحه یې د افغانستان د هر اړخېزې ودې لپاره مهمه وبلله.

اشتراک گذاري با دوستان :

Comments are closed.