قربان قُلی بیردی محمداوف: ترکمنستان حاضر دی د افغانستان سولې کوربه و اوسی

گزارشگر:یک شنبه 22 قوس 1394 - ۲۱ قوس ۱۳۹۴

mandegar-3د ترکمنستان ولسمشر قربان قلی بیردی محمداوف وایی، هېواد یې حاضر دی، چې د ملګرو ملتونو تر چتر لاندې د افغانستان د سولې د خبرو کوربتوب وکړی.
د ترکمنستان ولسمشر قربان قلی بیردی محمداوف وایی، هېواد یې حاضر دی، چې د ملګرو ملتونو تر چتر لاندې د افغانستان د سولې د خبرو کوربتوب وکړی.
ښاغلی محمداوف دا خبره د بې پرې توب پالیسی په نوم د سولې، امنیت او پرمختګ لپاره د نړیوال کنفرانس په پرانستونکې غونډه کې وکړه.
په خپلو خبرو کې وویل، چې ترکمنستان چمتو دی، چې د ملګروملتو تر چتر لاندې د افغانستان د مسلې د سوله ییز حل کوربه واوسی.
د ترکمنستان د افغانستان د سولې په اړه کوربتوب ته په داسې حال کې چمتوالی نیسی، چې افغان او پاکستانی چارواکو دوه ورځې وړاندې په اسلام آباد کې د اسیا زړه کنفرانس څخه وروسته توافق وکړ، چې په راتلونکو دوه اوونیو کې به د سولې خبرې بیا پیل کړی.
په ورته وخت کې د ترکمنستان ولسمشر زیاته کړه، چې د ترکمنستان، افغانستان، پاکستان او هند د ګازو د جوړولو کار عملی پړاو ته رسېدلی او ترکمنستان به سبا یکشنبې د دې پایپ لاین د خپلې برخې کار پیل کړی.
ټاکل شوې ده چې د ټاپی پروژې د جوړولو کار سبا د افغانستان، ترکمنستان او پاکستان د مشرانو له لوری پرانستل شی.

اشتراک گذاري با دوستان :

Comments are closed.