د کونړ ځنګلونه پاکستان ته قاچاق کېږی

- ۰۱ عقرب ۱۳۹۱

د کونړ چارواکی وایی، چې د دې ولایت په ځنګلونو کې اوس هم قاچاق روان دی. هغوی وایی کېدای شی چې پر ننګرهار سربېره دغه ځنګلونه پاکستان ته هم قاچاق شی.
د کونړ د والی ویاند واصف الله واصفی له ماندګار ورځپاڼې سره په مرکه کې وویل، چې اوس هم د کونړ په ځنګلونو کې قاچاق روان دی خو د پخوا په پرتله یې کچه راښکته شوې ده.
نوموړی وایی، کله چې په دې اړه د خلکو شور ماشور ډېر شو د کونړ ولایت رهبرۍ د کونړ د ځنګلونو د قاچاق ارزونه وکړه او دا یې روښانه کړه چې لا هم د ځنګلونو قاچاق دوام لری.
نوموړی وایی، د دغه قاچاق د مخنیوی لپاره یې جدی تدابیر ونیول او د کشفی ارګانونو په مټ یې یوشمېر قاچاق کوونکی نیولی چې دا مهال ترې څېړنې روانې دی، خو په دې اړه یې ډېر جزیات ورنه کړل.
واصفی وایی، چې کونړ یو غرنی ولایت دی او په ډېرو سیمو کې امنیتی ځواکونو نه شی کولای چې د قاچاق کوونکیو مخه ونیسی.
د نوموړی په خبره، تر ډېره دغه قاچاق ننګرهار ته کېږی خو دا یې هم رد نه کړه چې ګواکې له پولې هاخوا به پاکستان ته هم اوړی.
هغه وایی، له پاکستان سره څلور لارې د موټرو د تلو لری چې کاملاً د سرحدی پولیسو په کنټرول کې دی خو زیاتوی چې ډېرې داسې لارې هم شته چې په غرنیو سیمو کې دی او یا پرې موټر نه شی تلی کېدای شی چې له دغو لارو پاکستان ته هم د کونړ ځنګلونه قاچاق شی.

د کونړ د و الی ویاند د دې پوښتنې په ځواب کې چې دولتی چارواکی په کې لاس لری کنه وویل، چې دوی په دې اړه کوم اسناد نه لری خو داسې ګونګسې او اوازې شته چې ګواکې چارواکی هم په دغه قاچاق کې لاس لری.  هغه وایی، دوی بشپړه هڅه کوی، چې د دغه قاچاق مخه ونیسی.
د کونړ د ځنګلونو د قاچاق په اړه ناندرۍ هغه وخت رامنځته شوې چې د مشرانو جرګې یوشمېر غړو ادعا وکړه چې د کونړ د ځنګلو قاچاق زور اخیستی او تر ډېره  دغه قاچاق د امنیتی چارواکیو له لوری کېږی.

اشتراک گذاري با دوستان :

Comments are closed.