د سولې عالی شورا: د سولې لپاره یوه ځانګړې اجنډا شتون نه لری

- ۰۸ عقرب ۱۳۹۱

د سولې عالی شورا چارواکی وایی، چې لا هم د سولې د خبرو اترو لپاره یوه ځانګړې اجنډا شتون نه لری.
د سولې د عالی شورا د بهرنیو اړیکو مسوول اسماعیل قاسمیار ماندګار ورځپاڼې ته وویل، چې په افغانستان کې د پیل شوې لوبې لپاره بېلابېلې سیاسی، امنیتی او ستراتېژیکې اجنډاوې او پروګرامونه شتون لری، چې هره خوا د خپلو اجنډاوو له مخې د سولې په برخه کې دخالت او عمل کوی.
هغه وایی، افغان امنیتی ځواکونه او په افغانستان کې مېشت امنیتی ځواکونه باید په فاریاب کې د تر سره شوی ځانمرګی برید په څېر حقایق له پامه ونه وغورځوی؛ ځکه دا یوې لوبې ته ورته کړنې دی، چې کله کله یې قواعد توپیر کوی او دلته ده چې د افغانانو هوښیاری او بیداری اغېزمن رول لوبولای شی.
د نوموړی په خبره، سوله د افغانانو په مشرۍ راتلای شی او افغانان کولای شی خپل برخلیک خپله وټاکی، که څوک ورسره په دې برخه کې مرسته کوی د خبرو زمینه یې ورته برابره کړی، امکانات دې په واک کې ورکړی او د هغو لاسوهنو مخنیوی دې وکړی، چې د پردیو د سیاسی ګټو تضمین کوی او د هغوی ګټې خوندی کوی.
د ښاغلی قاسمیار په خبره، پر پاکستان او د طالبانو په رهبرۍ کې د سعودی عربستان نفوذ او اړیکو او په اسلامی نړۍ کې یې خاص ځای ته په کتو سره هیله شته چې د افغانستان د سولې په پروسه کې د سعودی عربستان مرسته اغېزمنه وی.
هغه وایی، سعودی عربستان ته د سولې د عالی شورا مشر په خپل سفر کې له سعودی چارواکیو وغوښتل چې له خپل نفوذ نه په ګټې اخیستنې سره دې د طالبانو او افغان دولت ترمنځ د سولې په خبرو اترو کې مرسته وکړی.
نوموړی وایی، له نېکه مرغه چې اوس ټوله اسلامی نړۍ، مخکښ اسلامی مرکزونه لکه الازهر، د سعودی مخکښ مشران او مفتیان او د نورې اسلامی نړۍ مشران په یوه روښانه دریځ سره ټول ځانمرګی بریدونه او نور ورته هغه کړنې چې په کې ملکی بې ګناه مسلمانان او افغانان مړه کېږی هغه له اسلامی اصولو سره خلاف او حرام بللی دی.
د سولې د عالی شورا دغه چارواکی وایی، عربستان  چې له سیاسی او مالی پلوه د پاکستان ملاتړ کوی کولای شی چې پر پاکستان فشار راوړی  او دېته یې چمتو کړی، چې سولې ته غاړه کېږی او د دغه کار لپاره د افغانستان، پاکستان او سعودی عربستان تر منځ درې اړخېزې او همدارنګه د افغانستان، پاکستان، سعودی او امریکا ترمنځ څلور اړخیزې ناستې تر سره شی او په کې داسې تفاهمونه وشی چې د افغانانو په مشرۍ بین الافغانی ډیالوګ ته زمینه برابره شی.
ښاغلی قاسمیار زیاتوی، سره له دې چې دوی د سولې غېږه خلاصه کړې خو په وار وار وسله والو مخالفانو خپلو بریدونو ته زور ورکړی، د سولې د عالی شورا مشر یې وواژه، په تخار کې یې بېګناه خلک ووژل او په لسګونو نور بریدونه یې وکړل خو په وینا یې چې د دوی غوښتنه پر حقه ده او د سولې غوښتنه ده.
د هغه په خبره، پاکستان د سولې په خبرو اترو کې اساسی رول لری، ځکه چې دغه هېواد اوس هم له وسله والو ملاتړ کوی، له هماغه ځایه تجهیز کېږی او په پرمختللو وسلو او ټېنکالوجۍ سمبالېږی.
د سولې د عالی شورا د بهرنیو اړیکو د کمېټې د مسوول په وینا، هغه ټېنکالوجی چې وسله والو طالبانو د سولې د عالی شورا د مشر په وژلو کې کارولې خورا پرمختللې ټېنکالوجی ده چې دا د یوه شخص او یا یوې ډلې په وس پوره نه ده بلکې دا د ځینو استخباراتی شبکو کار دی چې وسله والو مخالفانو ته یې دغه ډول ټېنکالوجی ورکړې ده.
د ښاغلی اسماعیل قاسمیار په خبره، دوی د سولې غوښتونکی او ټولو ښکېلو خواوو ته د سولې بلنه ورکوی خو وایی چې په حقیقتونو هم سترګې نه شی پټولای او نه د فاریاب په څېر خونړۍ پېښې له پامه غورځولای شی.
نوموړی وایی، که چېرې دوی د سولې خبرې اترې له پاکستان سره تر سره کړی او سولې موافقتنامه له هغوی سره لاسلیک کړی؛ نو په وینا یې چې یوه ستره تېروتنه به یې کړې وی.
هغه وایی، هغه مهال چې شوروی ځواکونه له افغانستانه وتل، پاکستان د ژنیف په نړیوال کنفرانس کې د افغان مجاهدینو استازیتوب وکړ او د مجاهدینو پر ځای یې پرېکړه وکړه او که اوس دوی له پاکستان سره سوله وکړی د هماغې تاریخی تېروتنې تکرار به وی.
د سولې د عالی شورا یاد شوی چارواکی زیاته کړه، کله کله داسې وړاندیزونه هم کېږی او مسله داسې وړاندیز کېږی، چې موږ مستقیماً له پاکستان سره خبرې وکړو او د سولې د عالی شورا د مشر له وژلو سره سم حکومت یادونه وکړه چې له دې وروسته به د طالبانو پر ځای له پاکستان سره خبرې وکړی.

اشتراک گذاري با دوستان :

Comments are closed.