پکتیاوالو د خپلو حقونو اخېستو لپاره د تحصن خېمې ودرولې!

گزارشگر:دوشنبه 12 سرطان 1396 - ۱۱ سرطان ۱۳۹۶

mandegar-3د پکتیا ولایتی شورا، مدنی ټولنو او یو شمېر قومی مخورو د ولسمشر څخه د خپلو حقونو ترلاسه کېدو لپاره د لویې لارې پرسر یو خبری کنفرانس ته خبرې وکړې او له هغه وروسته یې دوه خېمې د ولایت مقام په دروازه کې د اعتراض د دوام په موخه ودرولې.
اعتراض کوونکو په دغه خبری ناسته کې وویل، دوی به تر هغو پورې خپل اعتراض ته دوام ورکړی چې غوښتنې یې منل شوې او عملی شوې نه وی.
د پکتیا ولایتی شورا مشر عالمیر بهرامزوی وایی:
“د پکتیا ولسونو د صبر کاسه ډکه شوې، په ټولو برخو کې کارونه په ټپه ولاړ دی او د ملی وحدت حکومت نا انډولی چې په ټولو ولایتونو کې کارونه روان دی او په دې ولایت کې هېڅ ډول کار نه تر سترګو کېږی د دې ترڅنګ په نورو برخو کې هم پکتیا له پامه غورځول شوې، ولسونه، مدنی ټولنې او ولایتی شورا مجبور یو چې د خپل حق اخېستو لپاره د تحصن خېمه ودروو او په ولسمشر غږ کوو هغه غوښتنې چې د پکتیا ولس حق دی ژر تر ژره دې لبیک ورته وویل شی که داسې ونه شول نو دا لړۍ به دوامداره وی او نورو ولایتونو او سیمو ته به هم غځېږی.”
دوی وویل چې ولسمشر پکتیا په هره برخه کې هېره کړې، دا مهال په ټوله پکتیا کې تقریباً ۲۳۸ ښوونځی ودانۍ نه‎لری او په درېیو کلونو کې د دې لپاره بودجه هم نه‎ده ورکړل شوې.
د معترضینو له ډلې د ولایتی شورا پخوانی رئیس او قومی مخور ښایسته جان احدی هم وویل، مرکزی حکومت د دوی غوښتنو ته هېڅکله مثبت ځواب نه دی ورکړی.
دی وایی:
“نننۍ خېمې پکتیاوالو په دې اعتراض درولې دی چې تر اوسه پورې ۲۳۰۰ کسان خارج ته د تحصیلاتو لپاره لېږل شوې په درېیو کلونو کې یو پکتیا مېشت نه شئ راښودلی، ۱۱۲ سفارتونه او قونسلګرۍ دی یو پکتیاوال په‎کې نه شئ راښودلی په ټول حکومت کې همداسې حساب دی زموږ حق نه‎دی راکړل شوی، څرنګه چې دا د وېشلو حکومت وو سهامی شرکت یې ترې جوړ کړ نو موږ حق لرو چې په دې شرکت کې موږ ته برخه راکړی موږ صبر وکړ د هېواد امنیتی وضعیت مو په پام کې ونیو، موږ ملی ګټې په نظر کې ونیولې نن مجبور شو چې دا کار مو وکړ د خلکو حقونه تثبیت شول، موږ چې قانون ته احترام وکړ درنښت مو وکړ خو زموږ حقونه چا رانه کړل. ”
نوموړی وویل، که ولسمشر د پکتیا حقونه ورنه کړی خلک به د خپلو احساساتو اظهار تردې په سختو لارو وکړی او خپل حق ترلاسه کېدو لپاره به مبارزه کوی.
د دغه اعتراض د تنظیم کمېټې غړی او مدنی فعال سیدجمال الدین اصف خېل تور پورې کړ چې په ارګ کې ناست پکتیاوال چې ولسمشر سره نېږدې دی د دوی په حقونو پښې اېښې او ارګ یې د څو کسانو له لوری محاصره وګاڼه:
“خپلواک چې د ولسمشر سیاسی مشاور دی همدارنګه اتمر، رحیمی اکلیل حکیمی او دا پینځه نفره دی ارګ یې محاصره کړی دی او ټول ولسونه ترې ناراضه دی او موږ پکتیاوال هم ترې ناراضه یو دوی د قدرت انحصار کې لګیا دی، که زموږ غوښتنې ژر تر ژره ونه منل شی نو دا حرکت خوست او پکتیکا ته هم غځوو او خطرناک حرکتونه به کوو. ”
د ده په خبره دوی د خپلو حقونو لپاره له مشروع او مدنی لارو چارو څخه ګټه اخلی او له حکومته یې تمه همدا ده چې په پکتیا کې پراختیایی او پرمختیایی کارونه ترسره او د دوی کادرونو ته پام وشی.
دا چې په دې حرکت کې څوک شامل او د چا له لوری تنظیمیږی او مشخص اهداف او موخې یې څه دی، مدنی فعال او د ځوانانو پارلمان غړی شفیق الله سحر یې په اړه ازادی راډیو ته داسې وویل:
“دغه خوځښت د ولایتی شورا او مدنی خوځښتونو په ګډ تفاهم مخته ځی، هدف یې دا دی چې درې کاله پوره کېږی یوه وعده هم نه‎ده پوره شوې او د دغو تحصن کوونکو غوښتنه دا ده چې ولسمشر دې ژر تر ژره د خلکو غوښتنو ته مثبت ځواب ووایی، که بشپړ نه وی نسبی مثبت ځواب باید ترلاسه کړو. ”
د ولسمشرۍ ماڼۍ مرستیال ویاند دواخان مینه پال ازادۍ راډیو ته په خبرو کې که څه هم د هغو تورونو په اړه څه ونه ویل چې ارګ د څو تنو له لوری محاصره شوی خو د دې اعتراضونو او خېمو په اړه یې وویل:
“د ولس ټولې قانونی او مشروع غوښتنې منل کېږی، حکومت ټولو ته په یوه سترګه ګوری او انکشافی پلان په ټولو سیمو کې په یو ډول تطبیق کېږی او هېڅ سیمې سره د مور او مېرې سلوک نه کیږی او وبه کتل شی چې په کومه برخه کې دوی ته کار نه‎دی شوی او امکانات څومره دی موږ دا نه وایو چې غوښتنې یې بې ځایه دی موږ به یې له خپلو امکاناتو سره سم عملی کړو. ”
اعتراض کوونکو ګیله کوله چې مرکزی حکومت د دوی ولایت هېر کړی او په مرکز کابل کې هغو خلکو ته چې د پکتیا په امنیت، اقتصاد او چاپېریال هېڅ اغېز نه‎لری او د دې ځای له وضعیته ناخبره دی د دوی پرځای غوږ نیسی او هغه پروژې چې ژمنه ورسره شوې نه‎دی پلی شوې او په نظام کې یې د سهم نشتوالی د دې باعث شوی چې په مدنی اعتراضونو لاس پورې او خپل حق ترلاسه کړی.

اشتراک گذاري با دوستان :

Comments are closed.