هرات کې د سړی تښتونکو دوه ډلې نیول شوې

گزارشگر:یک شنبه ۸ حمل 1395 - ۰۷ حمل ۱۳۹۵

mandegar-3چارواکی وایی، امنیتی ځواکونو د یو لړ ځانګړو عملیاتو پر مهال په هرات ولایت کې د انسان تښتوونکو دوه ډلې نیولې دی.
دغه دوه ډلې سړی تښتونکی په هرات ښار، انجیل او شینډنډ ولسوالۍ کې د امنیتی ځواکونو له خوا نیول شوی دی.
د هرات د والی ویاند جیلانی فرهاد نن خبریالانو ته وویل، چې ملی امنیت ځواکونو په هرات ښار کې د سړی تښتونکو ۷ کسیزه ډله نیولې.
نوموړی زیاته کړه، چې نیول شوی کسان د هرات ولایت د کرخ ولسوالۍ اوسېدونکی دی چې د ۹ هراتی وګړو په تښتونه کې لاس لری.
دی وایی، چې ملی امنیت ځواکونو د ځانګړو عملیاتو پر مهال دغه کسان د هرات ښار په نهمه ناحیه او انجیل ولسوالۍ کې ونیول شول.
فرهاد زیاتوی، چې له دې کسانو یوه اندازه وسلې، چاودېدونکی توکی، ١٧ مبایلونه او درې موټرسایکلونه هم ترلاسه شوی دی.
په ورته وخت کې د هرات امنیه قوماندانۍ ویاند عبدالروف احمدی وایی پولیسو درې تنه سړی تښتونکی نیولی او یو تن یې د هغوی له منګولو ژغورلی.
نوموړی وویل، چې دغه کسانو څو ورځې وړاندې د هرات یو اوسېدونکی د هرات- کندهار پر لویه لار تښتو وو، چې تېره ورځ د شینډنډ ولسوالۍ په عزیزآباد سیمه کې راخوشی شو.
دی وایی، چې نیول شوی کسان د زابل ولایت اصلی اوسېدونکی دی، چې دا مهال په عزیز آباد سیمه کې اوسېدل او پر خپلو جرمونو یې اعتراف کړی.
د احمدی په خبره نیول شوی سړی تښتونکی، اغاګل، پهلون او غلام نومېږی.

اشتراک گذاري با دوستان :

Comments are closed.