د کندهار د عالمانو د شـورا مشـر ونیول شو

- ۱۵ عقرب ۱۳۹۱

د کندهار چارواکی وایی، چې د دې ولایت د علماوو د شورا مشر مولوی تور جان د امنیتی ځواکونو له لوری نیول شوی دی.
په هغه ولایت کې د سولې د ځایی شورا مشر عطامحمد احمدی له ماندګار ورځپاڼې سره په مرکه کې وویل، چې نوموړی دوه ورځې وړاندې د شپې پر مهال د امنیتی ځواکونو له لوری نیول شوی دی؛ خو زیاتوی، دا چې  نوموړی ولې نیول شوی او په کوم تور، معلومات نه لری.
خو له بلې خوا ځینې امینتی سرچینې چې نه غواړی نوم یې واخیستل شی ویلی، چې مولوی تورجان چې له وسله والو طالبانو څخه دوه کاله وړاندې جلا او له دولت سره یو ځای شوی و، غوښتل چې بېرته د طالبانو لیکو ته ورشی.
د کندهار یو ځایی خبریال ماندګار ته وویل، چې مولوی تورجان د کندهار په کچه د وسله والو طالبانو یو مهم قوماندان و، دوه کاله وړاندې له دولت سره یو ځای شو، چې وروسته بیا په دغه ولایت کې د علماوو د شورا مشر وټاکل شو.

اشتراک گذاري با دوستان :

Comments are closed.