د سولې څلور اړخیزه غونډه پای ته ورسېده

گزارشگر:شنبه 1 جوزا 1395 - ۳۱ ثور ۱۳۹۵

mandegar-3د پاکستان د بهرنیو چارو وزارت ویلی و، چې د سولې په تړاو په څلور
د پاکستان د بهرنیو چارو وزارت ویلی و، چې د سولې په تړاو په څلور اړخیزه غونډه کې به دا ځل طالبان هم ګډون کوی، خو په دې خبره کې بیا هم پاتې راغی او طالبانو په دې غونډه کې ګډون نه دی کړی.
د جمهور آژانس د خبر له مخې د افغانستان، پاکستان، چین او امریکا د استازو تر منځ د سولې په تړاو پنځمه څلور اړخیزه غونډ ه دپنجشنبه ورځ په اسلام آباد کې تر سره شوه.
په دې غونده کې د سولې هڅو ته دې موقع په ورکولو موافقه شوې او ویل شوی، چې جګړه د هېڅ لوری په ګټه نه ده او د خبرو اترو لار باید ونیول شی.
د غونډې په پای کې یوه اعلامیه هم خپره شوې چې په کې په کابل کې د تېرې میاشتې خونړۍ ډلیز ځانمرګی برید په کلکو ټکو غندل شوی او عاملینو ته یې خبردارۍ ورکړی، چې د خپلو اعمالو ځواب ته د تیار و اوسی.
د څلور اړخیزې غونډې برخوالو هېوادونو یو ځل بیا ژمنه وکړه چې له خپل نفوذه په استفادې به د سولې د هدفونو لپاره فعال رول ولوبوی.
که څه هم پاکستان د دې غونډې تر جوړېدو وړاندې ویلی و، چې په دې غونډه کې به طالبان هم ګډون ولری، خو نه یوازې دا چې هغوی ګډون په کې نه دی کړی، بلکې له دغې غونډې په خپره شوې اعلامیه کې هم طالبانو ته په راتلونکې غونډه کې د ګډون بلنه نه ده ورکړل شوې.
په دغه اعلامیه کې ویل شوی، چې راتلونکې څلوراړخیزه ناسته به د ټولو غړیو هېوادونو په سلا راوبلل شی، خو نېټه یې نه ده معلومه کړې.

اشتراک گذاري با دوستان :

Comments are closed.