احمد مسعود: طالبان به هیچ تعهد خود به غیرقرارداد خود با آمریکا عمل نکرده‌اند.





د عدلی او نظامی مسؤولانو په ګډون ۲۵ وسله وال وژل شوی

گزارشگر:یک شنبه 2 جوزا 1395 - ۰۱ جوزا ۱۳۹۵

د افغانستان ملی دفاع وزارت وایی، په هلمند ولایت کې د افغان ځواکونو د عملیاتو پر مهال د طالبانو د عدلی او نظامی مسؤولانو په ګډون ۲۵ وسله وال طالبان وژل شوی.
د جمهور آژانس د خبر له مخې ملی دفاع وزارت په خپره کړې خبرپاڼه کې ویلی، چې د جنجر تر نامه لاندې دغه عملیات د هلمند په مارجې ګرشک ولسوالیو کې تېره ورځ تر شوی.
د سرچینې د معلوماتو پر اساس یاد عملیات چې د افغان پوځ د ۲۱۵ میوند قول اردو له خوا په لار اچول شوی، پر مهال یې په مارجې ولسوالۍ کې ۲۳ تنه وسله وال وژل شوی دی.
خبرپاڼه وایی، په وژل شویو کسانو کې د مارجې له پاره د طالبانو نظامی مسؤول مولوی حمید او دغه راز د طالبانو د عدلی او قضایی چارو مسؤول حاجی رحمت الله هم شامل دی.
خبرپاڼه کې راغلی، چې په ګرشک ولسوالۍ کې هم د یادو عملیاتو پر مهال درې تنه وسله وال وژل شوی، چې د مهاجر په نوم د طالبانو یو قوماندان هم په کې شامل دی.
دغه راز سرچینه زیاتوی، چې په دې عملیاتو کې درې تنه وسله وال په مارجې او دوه تنه نور هم په ګرشک ولسوالۍ کې ټپیان شوی دی.
خبرپانه کې ویل شوی، چې په دې عملیاتو کې افغان ځواکونو او ولسی وګړو ته هېڅ ډول زیان نه دی رسېدلی.
تر اوسه طالبانو په دې اړه څه نه دی ویلی.
په یو بل خبرپانه کی راغلی چه په پروان ولایت کې د بهرنیو ځواکونو پر کاروان موټر بم ځانمرګی برید شوی، خو هغوی ته په کې مرګ ژوبله نه ده اوښتې.
د جمهور آژانس د خبر له مخې امنیتی چارواکی زیاتوی، چې دغه برید نن سهار د پروان ولایت د بګرام ولسوالۍ د کلای نصرو په سیمه کې شوی.
د پروان امنیه قوماندانی وایی، د بهرنیو ځواکونو کاروان له یادې سیمې د تېرېدو په حال کې و، چې ځانمرګی برید پرې شوی.
امنیه قوماندانی تر اوسه یوازې د بریدګر د منځه تلو پخلی کړی دی.
په ورته وخت کې د بګرام ولسوال عبدالکشور قدوسی وایی، په دغه برید کې یوازې ځانمرګی وژل شوی او بهرنیو ځواکونو او ولسی وګړو ته هېڅ ډول زیان نه دی اوښتی.
د هغه په وینا په کرولا موټر کې سپاره ځانمرګی برید کوونکی هغه مهال د بهرنیو ځواکونو پر کاروان برید کړی، چې سیمه له ګڼې ګوڼې خالی وه.
وسله والو طالبانو د برید مسؤولیت منلی خو د مرګ ژوبلې په اړه یې څه نه دی ویلی.
تر اوسه بهرنیو ځواکونو هم په دې اړه څه نه دی ویلی.

اشتراک گذاري با دوستان :

Comments are closed.