غنی: د عرب امارات سوداګر دې په افغانستان کې پانګونه وکړی

گزارشگر:شنبه 22 جوزا 1395 - ۲۱ جوزا ۱۳۹۵

mandegar-3افغان ولسمشر متحده عربی اماراتو ته د سفر پر مهال په دغه هېواد کې له میشتو افغان او عربی سوداګرو وغوښتل چې په افغانستان کې پانګونه وکړی.
د افغان ولسمشر مرستیال ویاند وایی چې حکومت له بل هر وخت زیات دا مهال کوښښ کوی چې بهرنیو پانګه والو په افغانستان کې پانګې اچونې ته وهڅوی او له دې سره د هېواد اقتصاد وده کړی.
شاه حسین مرتضوی د جمعې په ورځ ازادی راډیو ته وویل، متحده عربی اماراتو ته د افغان ولسمشر د سفر عمده هدف د افغانستان د کرنېز اقتصاد د ودې په برخه کې د عربی سوداګرو پانګونې ته هڅول دی.
ښاغی مرتضوی وویل چې محمد اشرف غنی په دغه سفر کې په اماراتو کې د افغان سوداګرو د ستونزو په اړه بحث وکړ او دوی یې په خپل هېواد کې پانګې اچونې ته وهڅول.
ښاغلی مرتضوی زیاته کړه:
«دغه سفر د دواړو هېوادونو ترمنځ د اقتصادی همکارېو د پراختیا په هدف شوی، افغانستان علاقه لری چې امارات په افغانستان کې د کرنې په اقتصادی وده کې پانګونه وکړی، ولسمشر به په دغه سفر کې له افغان سوداګرو سره د دوی پر ستونزو هم خبرې وکړی او دوی به وهڅوی چې په افغانستان کې پانګونه وکړی.»
دا مهال لسګونه افغان سوداګرو په متحده عربی اماراتو کې په بېلابېلو برخو کې میلیونه ډالره پانګونه کړې.
افغان ولسمشر محمد اشرف غنی د یوه دولتی پلاوی په مشرۍ د تېرې پنجشنبې په ورځ په یو ورځنی سفر د متحده عربی اماراتو پلازمینې ابوظبۍ ته ولاړ.
له دې وړاندې افغان حکومت او متحده عربی امارتو په خپل منځ کې د همکارېو ستراتیژیک توافقنامه لاسلیک کړې چې له مخې یې متحده عربی امارت له افغانستان سره په اقتصادی، سیاسی او فرهنګی برخو کې همکاری کوی.
د اقتصادی چارو افغان کارپوه اذرخش حافظی ټینګار کوی چې لومړی باید افغان حکومت په اقتصادی برخه کې پرتې ستونزې حل کړی، څو بهرنیان په افغانستان کې پانګې اچونې ته وهڅیږی.
ښاغلی حافظی زیاته کړه:
«دوبۍ د افغانستان لپاره د نړیوالې سرمایې په یو پول بدلېدای شی، خو په افغانستان کې د پانګې اچونې د جلب لپاره زمینه نه ده مساعده، تر اوسه د اقتصادی وضعیت لپاره اساسی کرښې نه دی تعین شوې، نو ممکنه نه ده چې په داسې یوه حالت کې موږ بهرنی پانګوال په افغانستان کې پانګې اچونې ته وهڅوو، په لومړی سرکې باید په هېواد کې دننه د افغان سوداګرو امنیت خوندی شی چې بهرنیو پانګوالو لپاره یو ښه مثال وګرځی.»
که څه هم ښاغلی حافظی په دې باور دی چې په افغانستان کې د اماراتو پانګه اچونه به افغانستان ته زیاتې ګټې ولری، خو ټینګار کوی چې افغان حکومت باید په دې برخه کې بهرنیو پانګوالو ته لازم فرصتونه برابر کړی.
اذرخش حافظی وایی، که د افغانستان د اقتصادی ودې لپاره یوه روښانه لاره تعقیب نه شی، د هېواد اقتصاد اساسی ګرښې ونه ټاکل شوی او په افغانستان د کې د سوداګرو او پانګوالو امنیت خوندی نه شی، نو هیڅ کورنۍ او بهرنۍ سوداګر او پانګوال به په افغانستان کې پانګې اچونې ته زړه ښه نه کړی.

اشتراک گذاري با دوستان :

Comments are closed.