امریکایی پلاوی: پاکستان کې د طالبانو پټنځایونه شته

گزارشگر:یک شنبه 23 جوزا 1395 - ۲۲ جوزا ۱۳۹۵

mandegar-3د پاکستان پلازمېنې اسلام اباد کې د امریکا یوه لوړ پوړی پلاوی یو ځل بیا ویلی چې په پاکستان کې د طالبانو “پټنځایونه” دی او له همدې ځایه په افغانستان کې د بریدونو پلانونه جوړوی.
د پاکستان د بهرنیو چارو وزارت سلاکار سرتاج عزیز د دې خبرې په ځواب کې ویلی چې پاکستان د “ضرب عضب” په نامه په عملیاتو کې د هر ډول ترهګرو پر ضد عملیات کړی او هېڅ یوې ترهګرې ډلې ته به اجازه ورنه کړی چې د دوی خاوره دې د ګاونډیانو پر ضد وکاروی.
پاکستان ته تللی په دغه امریکایی پلاوی کې د امریکایی ولسمشر ځانګړی استازی ډاکټر پیټر لیوای او د افغانستان او پاکستان لپاره د امریکا ځانګړی استازی رچرډ اولسن او ځینی نور لوړپوړی امریکایی چارواکی شامل دی.
یاد پلاوی جمعه (۱۰ جون) د پاکستان د بهرنیو چارو له سلاکار سرتاج عزیز سره لیدلی او ویل کېږی چې همدا پلاوی به د پاکستانی پوځ له لوړپوړو چارواکو سره هم ووینی.
دغه چارواکی په داسې وخت کې د پاکستان دوره کوی، چې په بلوچستان کې په امریکایی ډرون برید کې د طالبانو د مشر ملا اختر منصور تر وژنې وروسته د پاکستان او امریکا تر منځ اړیکی سړې شوې وې.
پاکستان همدا برید پر خپله خپلواکۍ برید بللی او د احتجاج په توګه یې په اسلام اباد کې د امریکا سفیر ډېویډ هېل د بهرنیو چارو وزارت ته وربللی و.
د پاکستان د بهرنیو چارو وزارت لخوا رسنیو ته په لېږل شوې خبرپاڼه کې ویل شوی، د پاکستان د بهرنیو چارو سلاکار سرتاج عزیز امریکایی پلاوی ته ویلی، په راتلونکې کې دغه ډول ډرون بریدونه د دواړو هېوادونو ترمنځ اړیکې ډېرې خرابولی شی، او زیاته کړې یې ده چې د بلوچستان له ډرون برید سره هم په افغانستان کې د سولې بهیر اغېزمن شوی دی.
د بهرنیو چارو د دې خبرپاڼې له مخې په دې لیدنه کې د پاکستان د بهرنیو چارو سیکرتر اعزاز احمد چودری یاد امریکایی پلاوی ته ویلی چې پاکستان د خپلو پولو د خوندی ساتلو لپاره جدی ګامونه اخلی او هیواد یې هیله من دی چې دلته مېشت افغان کډوال به ژر خپل هېواد ته ستانه شی.
دا خبرپاڼه مخکې لیکی اعزاز چودری امریکایی پلاوی ته ویلی، افغان حکومت دې هم هغو پاکستانی طالبانو پر ضد اقدام وکړی چې د دوی غاړې ته مېشت دی او په پاکستان کې بریدونه کوی.
د بلوچستان په نوشکی سیمه کې د تېری مۍ میاشتې په ۲۱مه نېټه په امریکایی ډرون برید کې د طالبانو مشر ملا اختر منصور هغه مهال وژل شوی و چې د چارواکو په خبره له ایران څخه کوټې ته پر لاره و.

اشتراک گذاري با دوستان :

Comments are closed.