د مسکو پوځی همکاری کولای شی د تروریزم ځپلو کې مرسته وکړی

گزارشگر:یک شنبه 30 جوزا 1395 - ۲۹ جوزا ۱۳۹۵

mandegar-3د افغانستان ملی امنیت شورا هیله څرګندوی چې له روسیې څخه د دې هېواد د پوځی همکاریو غوښتنه به ومنل شی.
د دې شورا ویاند تواب غورځنګ وایی چې له افغانستان سره د روسیې پوځی مرستې د مخدره موادو د قاچاق مخنیوی او تروریزم سره د مبارزې لپاره ګټورې دی.
د افغانستان د ملی امنیت شورا وایې له دې هېواد سره د روسیې پوځی مرستې کولی شی چې د تروریزم د ګواښونو لمنځه وړلو په برخه کې ګټور ثابت شی.
د دې شورا ویاند تواب غورځنګ د شنبې په ورځ ازادی راډیو ته وویل چې په دې وروستیو کې د افغانستان پوځی اړتیاوو یو لست د روسیې ملی امنیت شورا ته تسلیم شوی او هیله من دی چې د افغانستان دا غوښتنه د روسیې له لوری ومنل شی.
هغه زیاته کړه: «زموږ باور پر دې دی چې د ترهګرۍ په وړاندې ګډه مبارزه زموږ د سیمې د متحدینو دوامدارې همکارۍ ته اړتیا لری، د دې لپاره ضرور دی چې د افغانستان مسلح قوتونه هم په ښه ډول تجهیز شی د دغه قوتونو د تجهیز لپاره مشخصې غوښتنې د روسیې لوری ته د افغانستان د بهرنیو چارو وزارت د معین له لوری د روسیې ملی امنیت شورا ته سپارل شوی هیله من یو چې همکاری ترلاسه شی.»
د افغانستان حکومت او روسیې په نوی اقدام کې د استخباراتی معلوماتو په تبادلې هم موافقه کړې ده.
د افغانستان د بهرنیو چارو وزارت سیاسی معین حکمت خلیل کرزی د جمعې په ورځ په مسکو کې یوې خبرې ناستې ته وویل چې له روسیې چارواکو سره یې د امنیتی او استخباراتی همکاریو د پراختیا په اړه خبرې کړی او روسیې چارواکو په ځواب کې له افغانستان سره د امنیتی همکاریو پراختیا مهمه بلللې ده.
خو د افغانستان د ملی امنیت شورا د دواړو هېوادونو ترمنځ د استخباراتی معلوماتو د تبادلې په اړه له څه ویلو ډډه وکړه.
د افغان چارواکو په وینا روسیه د افغانستان سیمه ییز متحده ده او کولی شی چې له دې هېواد سره مهمې پوځی مرستې وکړی.
کابل او مسکو یوه میاشت مخکی د پوځی او تخنیکی همکاریو په اړه موافقه لاسلیک کړه.
له دې وړاندې د روان کال د فبرورۍ په میاشت کې روسیې نږدې لس زره میل کلاشینکوف افغانستان سره مرسته وکړه.
افغانستان په داسې حال کې له روسیې د پوځی هکاریو غوښته کوی چې د امریکا متحده ایالات او ناټو د دې هېواد تر ټولو لوی تمویلونکی دی او امریکا د افغانستان د جګړې ډیر لګښت په غاړه لری.

اشتراک گذاري با دوستان :

Comments are closed.