د افغانستان دفاع وزارت: د ننـګرهار کـوټ ولســوالۍ ته اضـافی سـرتېری استـول شـوی

گزارشگر:یک شنبه 6 سرطان 1395 - ۰۵ سرطان ۱۳۹۵

mandegar-3د افغانستان دفاع وزارت وایی چې د ننګرهار کوټ ولسوالۍ ته یې اضافه سرتېری استول شوی دی.
د افغانستان دفاع وزیر عبدالله خان حبیبی نن د ولسی جرګې په استجوابیه غونډه کې وویل چې دغه ولسوالی به ډېر ژر داعش ته د مربوطو وسله والو له حضور څخه پاکه شی.
ښاغلی حبیبی زیاته کړه چې په یاده ولسوالۍ کې ګڼ شمېر داعش وسله والو ته مرګ ژوبله اوښتې ده:
«د ننګرهار په کوټ ولسوالۍ کې ۳۹ وسله وال مخالفین وژل شوی دی ۱۸ تنه ټپیان دی، په خواشینۍ سره چې دغه ډلې یو شمېر زموږ هېوادوال چې ښځې او ماشومان په کې شامل دی له ځان سره نامعلوم ځای ته وړی دی.»
تر دې وړاندې د ننګرهار سیمه ییزو چارواکو ویلی چې داعش وسله والو تېره ورځ په یاده ولسوالۍ کې اته ملکی وګړی وژلی اووه تنه ټپیان کړی او ۳۰ تنه یې له ځان سره وړی چې ښځې او ماشومان په کې شامل دی.
داعش ډلې تر دا مهاله په دې اړه څه نه دی ویلی.

اشتراک گذاري با دوستان :

Comments are closed.