د پوهنې وزارت: د کابل د ځینو ښوونځیو مدیران له دندو ناوړه استفاده کوی

گزارشگر:یک شنبه 13 سرطان 1395 - ۱۲ سرطان ۱۳۹۵

mandegar-3د افغانستان د پوهنې وزارت وایی چې د کابل د ښوونځیو ځینې مدیران په فساد کې ښکېل او له دندو ناوړه استفاده کوی.
د یاد وزارت ویاند مجیب مهرداد د وایی چې وزارت یې په دې اړه څېړنې پیل کړی.
د افغانستان د پوهنې وزارت د لویې کچې څخه نیولی بیا اوس تر ښوونځیو پورې فساد تاییدوی خو وایی چې د فساد ضد هڅې یې ګړندۍ کړی دی.
د دغه وزارت ویاند مجیب مهرداد چې د شنبې په ورځ یې په کابل کې رسنیو ته خبرې کولې وویل د دوی څېړنې ښیی چې د کابل د ښوونځیو ځینې مدیران په اختلاس، د دندو څخه په ناوړه استفادې، د لاس لاندې ښوونکو او زده کونکو سره به بد چلند کې ښکېل دی.
هغه زیاته کړه:
«د کابل ښوونځیو د ارزیابۍ پروګرام پیل دی او د ۵۰ فیصدو څخه ډیر مدیران ارزیابی شوی دی بدبختانه موږ له ښوونځیو ښه خبرونه نه لرو او د پوهنې په برخه کې په مجموع کې شکایتونه ډېر دی.»
هغه وایی په ادارو کې د ستونز شتون له امله یې ځینې کسان لویې څارنوالۍ ته معرفی کړی او د ځینې نورو بستونه یې اعلان ته سپارلی دی.
دا په داسې حال کې ده چې د پوهنې پر وزارت ډېر وخت د فساد او ملیونونو ډالرو د ورکېدو تورونه لګېدلی دی.
له دې وړاندې د افغانستان د بیارغونې لپاره د امریکا د ځانګړی سرمفتش ادارې یا سیګار ویلی چې په افغانستان کې د خیالی ښوونکو، خیالی ښوونځیو او بې ضرورته لوړو معاشونو د پیسو زیاته اندازه ضایع کړی ده.
تېره اوونۍ ځینو رسنیو راپورنه خپاره کړل چې د پوهنې وزیر د شخصی غوښتنو له مخې د وزارت ۱۶ ملیونه ډالره ورک او د فساد له امله ځینې نړیوالو مرسته کونکو ادارو د دغه وزارت سره خپلې مرستې ځڼدولی دی.
د پوهنې وزارت ویاند ښاغلی مهرداد بیا دا بې بنسټه تورونه بولی وایی چې بالعکس شفافیت ته هڅې ډیرې شوی دی.
د فساد پر وړاندې د مبارزې یوې مدنی ټولنې مشر خان زمان امرخېل د پوهنې وزارت د فساد سره د مبارزې په تګلارې انتقاد کوی وایی چې ډېر فساد لوړ پوړې چارواکی کوی نه ټیټ رتبه مامورین.
هغه زیاته کړه:
«زه نه پوهیږم چې د لیسې څخه د فساد په مبارزو خبرې څه ګټې لری، نه پوهیږم دا تجربه یې له کومه کړی ده او خدای خبر چې په دې سره څه غواړی کوم بدلونونه راولی، ولې دوی دا کار له پورته خوانه پیلوی ځکه اړیکې خو له دوی سره جوړیږی چې لاندې کسان بیا جرات اخلی، که دا کسان په وړتیا ټاکل شوی وی کولای شی د ښونځیو مدیران اسانه کنترول کړی.»
ښاغلی امرخېل وایی د ښوونځیو په کچه فساد، بې باکی، د دندو څخه ناوړه استفاده له مرکز کابله بیا په ولایتونو کې ډېره ده چې باید ورته اصلاحات له پورته لورې پیل شی.
و مو غوښتل چې د پوهنې په وزارت کې د فساد په اړه د ولسی جرګې غړی نادر خان کټوازی په مشری د دولت یوه ټاکل شوی پلاوی نظر هم ولرو خو بریالی نه شوو.
له دې سره د فساد ضد د مدنی ټولنې مشر ښاغلی امرخېل وایی د پوهنې په وزارت کې د هرې کچې فساد خطرناک دی چې باید په دې اړه کارونه تر ټولو ډېر شفافه وی.

اشتراک گذاري با دوستان :

Comments are closed.