کورنیو چارو وزارت: فراه او غزنی کې ۱۴ طالبان وژل شوی

گزارشگر:چهار شنبه 23 سرطان 1395 - ۲۲ سرطان ۱۳۹۵

mandegar-3د افغانستان د کورنیو چارو وزارت ویلی، ۱۰ طالبان د لویدیځ ولایت فراه او څلور نور یې په سوېلی ولایت هلمند کې وژل شوی دی.
ددغه وزارت په خبرپاڼه کې ویل شوی، پولیسو د فراه ښار په څنډو کې پر یوه کلی په یوه ځوابی برید کې د طالبانو ۱۰ غړی وژلی او ۷ نور یې ټپیان کړی دی.
د خبرپاڼې له مخې، دا برید دوشنبه مازدیګر (سرطان/ چنګاښ ۲۱مه) د طالبانو تر برید وروسته وشو، خو په لړ کې یې د پولیسو سرتېرو ته زیان نه دی اوښتی.
د یوه بل خبر له مخې، د طالبانو یو نومول شوی قاضی د غزنی په اب بند ولسوالۍ کې له خپلو درېیو ملګرو سره وژل شوی دی.
د کورنیو چارو وزارت د راپور له مخې، د طالبانو دغه قاضی د ترهګریزو بریدونو په طرحه کولو او د صحرایی محکمو په جوړولو کې فعال ونډه لرله.
صحرایی محکمه هغې محکمې ته ویل کېږی چې حکم یې د متعارفې قضایی رویې له رعایتولو پرته لکه تورن ته له ځانه د دفاع حق او نور قانونی حقونو پرته صادر او عملی کېږی.
بېلابېلو سرچینو په وار وار د افغانستان په بېلابېلو سیمو کې د اورپکو ډلو، ځینو قومی مشرانو او خپلسرو کسانو لخوا ددغه ډول محکمو جوړولو خبره کړې ده.
طالبان چې مشخص دفتر او دیوان نه لری او دولتی قوانین هم په رسمیت نه پېژنی، دغه ډول محکمې جوړوی.
طالبانو لا په فراه او غزنی کې د خپلو ملګرو د وژل کېدو خبر په اړه څه نه دی ویلی.

اشتراک گذاري با دوستان :

Comments are closed.