جنرال ډنفورډ د افغانستان امنیتی او دفاعی ځواکونو وړتیا ستایلې

گزارشگر:دوشنبه 28 سرطان 1395 - ۲۷ سرطان ۱۳۹۵

mandegar-3د افغانستان ولسمشرۍ ماڼۍ ویلی، د امریکا پوځ لوی درستیز جنرال جوزف ډنفورډ کابل ته تللی او ددې هېواد له مشرانو سره یې کتلی دی.
د ولسمشرۍ ماڼۍ په خبرپاڼه کې ویل شوی، په دې کتنه کې جنرال ډنفورډ د افغانستان د امنیتی او دفاعی ځواکونو په ځانګړې توګه ځانګړو ځواکونو ستاینه کې چې په دغسې سختو شرایطو کې یې د پام وړ لاسته راوړنې لرلې دی.
هغه همداراز ویلی، د افغانستان ځانګړی ځواکونه په سیمه کې بې ساری دی.
د افغانستان اجراییه ریاست هم ویلی، افغانستان کې د سولې ټینګښت، له ترهګرۍ سره مبارزه او د افغانستان او امریکا وسله والو ځواکونو ترمنځ د دوه اړخیزو همکاریو پیاوړتیا او پراختیا هغه موضوع ګانې وې چې ښاغلی عبدالله او ډنفورډ پرې خبرې وکړې.
ښاغلی ډنفورډ د افغانستان د حریم په ساتنه او ترهګرۍ پروړاندې مبارزه کې د افغانستان امنیتی او دفاعی ځواکونو وړتیا ستایلې.
هغه ټینګار وکړ چې امریکا به د افغانستان امنیتی ځواکونو ملاتړ ته دوام ورکړی او ژمنه ده چې دا ځواکونه په هر اړخیز ډول پیاوړی او سمبال کړی.
څو ورځې وړاندې د امریکا دفاع وزیر اشټون کارټر له افغانستان نه د لیدنې پرمهال ویلی و چې کابل ته د راتګ هدف یې دا دی چې افغانستان کې د امریکایی او ناټو ځواکونو عمومی قومندان جنرال جان نېکلسن ته ته ډېر واکونه ورکړی.
د افغانستان د سیمه ییزو رسنیو د راپورونو له مخې، د ناټو چارواکو ویلی چې افغانستان کې د امریکایی ځواکونو شمېرو ډېروالی ته په کتو، د نړیوالو ځواکونو هوایی بریدونه به هم ډېر شی.
په دې وروستیو کې د امریکا ولسمشر بارک اوباما اعلان وکړ چې افغانستان کې مېشتو امریکایی سرتېرو واکونه یې ډېر کړی ترڅو د طالبانو او د افغانستان دولت نورو مخالفینو پروړاندې جګړه کې ګډون وکړی.
په دغو راپورونو کې د ښاغلی نېکلسن له قوله ویل شوی چې تردې وړاندې نړیوالو ځواکونو تر هغه پر هغوی هوایی بریدونه نه کول چې هغوی ته ګواښ نه ګڼل کېدل.

اشتراک گذاري با دوستان :

Comments are closed.