د بدخشان پر خاش ولسوالۍ د طالبانو د برید «مخنیوی» شوی

گزارشگر:سه شنبه 29 سرطان 1395 - ۲۸ سرطان ۱۳۹۵

mandegar-3د افغانستان په شمال ختیځ کې ځایی چارواکی وایی د خاش پر ولسوالۍ د وسله والو طالبانو برید یې شنډ کړی او ۱۰ وسله وال طالبان یې وژلی دی.
د بدخشان د والی مرستیال ګل محمد بیدار بی بی سی ته ویلی، له طالبانو سره تړلیو وسله والو له دریو اړخونو د خاش ولسوالۍ پر ودانۍ برید کړی و.
نوموړی وویل، په دغه برید کې د دې ولسوالۍ ډېری سیمې د وسله والو طالبانو لاس ته لوېدلې وې چې د افغان امنیتی ځواکونو له عملیاتو وروسته بېرته د دوی له ولکې ویستل شوې، د ده په وینا اوس هم په دغه سیمه کې عملیات روان دی.
ښاغلی بیدار وویل، اوس د افغانستان پوځ او ځانګړی ځواکونه سیمې ته رسېدلی دی.
د نوموړی په وینا شاوخوا ۲۰ تنه وسله وال طالبان هم په دغو عملیاتو کې ټپیان شوی دی.
د بدخشان خاش ولسوالۍ یوه اوسېدونکی وویل، طالبان اوس هم د دغې ولسوالۍ په ځینو ولسوالیو کې شته.
د افغانستان د ملی پولیسو د ۸۰۸ زون قومندان شیر عزیز کامه وال هم په دغه ولسوالۍ کې د طالبانو پر وړاندې د عملیاتو پخلی کړی دی او وایی د طالبانو برید یې په شاتمبولی دی.
وسله والو طالبانو ویلی، د یادې ولسوالۍ د ودانۍ شاخوا برخې د دوې تر ولکې لاندې دی.

اشتراک گذاري با دوستان :

Comments are closed.