هلمند والی: پر خانشین ولسوالۍ وروستۍ حمله په شاتمبول شوې

گزارشگر:دو شنبه 11 اسد 1395 - ۱۰ اسد ۱۳۹۵

د هلمند والی وایی، د دې ولایت د خانشین ولسوالۍ په مرکز کې د دولت د وسله‌والو مخالفانو وروستۍ لویه حمله په شاه تمبول شوې ده.
حیات‌الله حیات تېره شپه ازادی راډیو ته وویل چې د خانشین ولسوالۍ په څنډو کې اوس تصفیوی عملیات روان دی.
دی وایی:
mandegar-3«د دښمن شل مړی د جګړې په ډګر کې پاتې دی، یو څه وسایط‌یې هم له منځه تللی. نیم ساعت مخکې چې ماته کوم معلومات د جګړې له لومړۍ کرښې رسېدلی د هغې له مخې افغان زړورو امنیتی ځواکونو هغه سیمې چې وسله‌والو نیولې وې بېرته په خپل کنټرول کې راوستی دی.»
د هلمند د والی په خبره پنځه افغان سرتېری په دې جګړه کې ژوبل دی او د خانشین په څنډو کې د تصفیوی عملیاتو د مرګ ژوبلې په اړه به وروسته جزئیات خپاره شی.
حیات‌الله حیات وایی، د مخدره موادو تولید او قاچاق او له وسله‌والو څخه د پاکستان ملاتړ په هلمند کې د نا امنۍ د دوام اصلی سببونه دی.

اشتراک گذاري با دوستان :

Comments are closed.