شریف: د هلیکوپټرې عملې د خوشې کېدو لپاره له هر چینله کار اخلو

گزارشگر:شنبه 16 اسد 1395 - ۱۵ اسد ۱۳۹۵

د پاکستان صدراعظم نواز شریف وایی، حکومت یې له رسمی او غیرې رسمی چینلونو کار اخلی، څو هغه اووه کسان په خوندی توګه خوشې شی چې هلیکوپټر یې د لوګر په ازره کې بیړنۍ ناسته کړې او سپاره یې د ځایی طالبانو له خوا نیول شوی دی.
نواز شریف دا څرګندونې د جمعې په ورځ په یو بیان کې یوه ورځ وروسته له هغې کړی چې یوه پاکستانۍ هلیکوپټرې د لوګر په ازرې ولسوالۍ د بیړنۍ mandegar-3ناستې وروسته د طالبانو لاس ته ولوېده او اووه سپاره یې طالبانو یرغمل کړل.
د افغانستان د دفاع وزرات ویلی، په الوتکه کې ټول سپاره د وسله والو له خوا نیول شوی دی.
د افغانستان د دفاع وزارت په یوې خبرپاڼې کې ویلی، افغان حکومت یوې پاکستانۍ هلیکوپټرې ته د افغانستان له فضا د تېرېدو اجازه ورکړې وه.
خبر پاڼه وایی، دوی اوس په دې اړه څېړنې کوی چې ایا دا هماغه هلیکوپټره ده او که نه.
بل خوا د پاکستان د پوځ لوی درستیز جنرال راحیل شریف افغان ولسمشر اشرف غنی سره خبرې کړی او له هغه یې د برمته شوېو کسانو په خوشې کولو کې مرسته غوښتې ده.
د افغانستان د دفاع وزارت وایی، حکومت دفاعی او امنیتی ځواکونو ته امر کړې چې د لوېدلې پاکستانۍ الوتکې د سپرلیو د خوندی خوشې کولو لپاره دې هڅې وکړی.
اسلام اباد وایی، دا مې ۱۷ هلیکوپټره روسیې ته د ترمیم لپاره روانه وه چې په لاره کې بیړنۍ ناستې اړه شوه.

اشتراک گذاري با دوستان :

Comments are closed.