زاخېلوال: پاکستان د حقانی شبکې یو غړی هم نه دی په نښه کړی

گزارشگر:سه شنبه 19 اسد 1395 - ۱۸ اسد ۱۳۹۵

mandegar-3په پاکستان کې افغان سفیر او د ولسمشر ځانګړی استازی ډاکتر حضرت عمر زاخېوال وایی، د پاکستانی پوځ د ضرب عضب په عملیاتو کې د حقانی شبکې یو غړی هم نه دی په نښه شوی.
زاخیلوال ویلی، پاکستان د ضرب عضب عملیاتو پر مهال د شمالی وزیرستان ډیرې برخې ویجاړې کړی پاکستان طالبان یې وځپل
خو حقانی شبکه روغه رمټه له هغه ځایه وایستل شوه او حتا یو کس یې هم په نښه نشو.
د جمهور آژانس د خبر له مخې زاخېوال له مشال راډیو سره په یوه مرکه کې ویلی، چې پاکستان تر اوسه په یوه ژمنه هم عمل نه دی کړی.
نوموړی زیاته کړې، تر هغه چې پاکستان په څلور اړخیزه ناستو کې کړې ژمنې عملی نه کړی، نورو ناستو ته هم اړتیا نشته.
ښاغلی زاخېلوال ویلی، چې د طالبانو مشرتابه په کوټه او پیښور کې دفترونه لری، له همدې ځایه جګړه رهبری کوی، مالی امکانات راټولوی او فتواوې صادروی.
خو په وینا یې افغان لوری له پاکستان سره په کړو ټولو ژمنو عمل کړی او د پاکستان ضد وسله والو ډلو هغه مشران چې په افغانستان کې یې څرک لګیدلی پرته له ځنډه یې له مینځه وړې دی.

اشتراک گذاري با دوستان :

Comments are closed.