۱۶امریکایی پوځیانو ته د کندز د پېښې په اړه سزاوې ورکړل شوې

گزارشگر:شنبه 11 ثور 1395 - ۱۰ ثور ۱۳۹۵

mandegar-3د امریکا پوځ ۱۶ امریکایی پوځیانو ته د هغې سهوې له کبله چې په نتیجه کې یې د کندز پر یوه ملکی روغتون بمباری وشوه ډسپلینی سزاګانې ورکړې دی.
د تېرکال په تلې میاشت کې د بې سرحده ډاکټرانو پر روغتون په هوایی برید کې ګڼ ملکی افغانان مړه او ټپیان شول.
ډیری دا پوځیان چې سزا ورکړل شوې د امریکا د خاصو ځواکونو سرتیری دی.
د پنټاګون چارواکی وایی چې د یوه جنرال په ګډون ۱۶ امریکایی پوځیانو ته په کندز ښار کې د بې سرحده ډاکټرانو پر روغتون د بمبارۍ له کبله ډسپلینی سزاوې ورکړل شوې دی.
یوه جګپوړی امریکایی مقام پرون وویل، دې پوځیانو ته چې ډیری د خاصو پوځی ځواکونو سرتیری دی جنایی دوسیې نه دی جوړې شوی او یوازې ډسیپلینی سزاوې ورکړل شوې دی.
په امریکا کې د پوځی مقرراتو او اصولو له مخې ځینی سزاګانې داسې دی چې د یوه سرتیری لپاره په پوځ کې د سرتیری یا افسر په توګه د خدمت د ختمېدو معنا لری او ځینی یې داسې چې که یوه سرتیری ته ورکړل شی نو د تل لپاره له ترفیع او نورو امتیازونو څخه پاتې کیږی.
دې مقام چې د مسئلې د حساسیت له کبله نه غواړی هویت یې افشا شی ویلی چې په دې ډله کې د یوه تورن جنرال په ګډون د ځانګړو عملیاتی ځواکونو سرتیری هم شامل دی.
د امریکا پوځ تېر کال په تلې میاشت کې وروسته له دې چې طالبانو د کندز ښار ونیوه، د بې سرحده ډاکټرانو پر روغتون بمباری وکړه.
رویټرز خبری اژانس لیکی چې دا بمباری د امریکا د C-130 ډوله الوتکې په وسیله شوې وه چې په نتیجه کې یې دوه څلویښت کسان مړه او اوه دیرش نور ټپیان شول.
په مړو او ټپیانو کې ملکی وګړی او د روغتون روغتیایی پرسونل هم شامل وو.
د امریکایی ځواکونو د لومړنیو معلوماتو له مخې دې الوتکې اصلاً غوښتل روغتون ته پر څیرمه ودانۍ بمباری وکړی خو د الوتکې د نقشې په سیسټم کې د یوې تخنیکی سهوې له کبله دا پېښه وشوه.
بې سرحده ډاکټرانو ټولنه چې وایی، د ملکی خلکو علاج کاوی، دا حمله له نړیوالو بشری قوانینو څخه څرګنده سرغړونه وبلله او په دې اړه یې د بې پرې تحقیقاتو غوښتنه وکړه.

اشتراک گذاري با دوستان :

Comments are closed.