الکوزی: افغانستان کې سوداګرو د تښتونې پېښې زیاتې شوی

گزارشگر:یک شنبه 31 اسد 1395 - ۳۰ اسد ۱۳۹۵

mandegar-3د افغانستان د سوداګرۍ او صنایعو خونې مسؤلین وایی، په تېره یوه میاشت کې ۳۵ سوداګر په کابل او څلورو نورو ولایتونو کې تښتول شوی دی.
ددغې خونې مرستیال خان جان الکوزی د شنبې په ورځ ازادی راډیو ته وویل چې په تېره یوه میاشت کې ۳۵ سوداګر او پانګه وال په افغانستان کې اختطاف او یا هم پیسې ورنه غلا شوی او دا شمېره د ده په خبره د تېرو کلونو په پرتله بې سارې ده.
الکوزی وایی، د سوداګرو او پانګه والو په تېښته کې زیاتوالی له هېواده د پانګې د ایستلو لامل شوی او افغان پانګوال یې هم اندېښمن کړی.
هغه زیاته کړه: “په تاسف سره باید ووایو چې په دغه یوه میاشت کې ۳۵ کسان اختطاف شوی، یا غلا ترې شوې چې دې د سوداګرو منځ کې تشویش راپیدا کړی دی، زه هیله من یم چې دې ته حکومت پام وکړی تر څو حل شی.”
کابل، ننګرهار، کندز او بلخ هغه ولایتونه دی چې د ښاغلی الکوزی په خبره په دې وروستیو څو ورځو کې په کې ۲۵ سوداګرو او یا د هغو د کورنیو غړی اختطاف شوی دی.
خان جان الکوزی وایی، تېره اوونۍ دوه زره سوداګرو یوازې په کابل کې له دې امله د فعالیت جوازونه حکومت ته و سپارل چې کورنۍ یې مصئونه نه وې.
دی وایی، د ملی وحدت حکومت له جوړېدو راهیسې د نا امنیو له زیاتېدو او له بد امنیتی وضعیته د تښتونکو او مافیایی کړیو له ګټې اخیستنې سره زیاتې سرمایې له هېواده ایستل شوی.
ښاغلی الکوزی وایی، که دا وضعیت دوام وکړی نو دا به د افغانستان د اقتصاد لپاره په راتلونکی کې ناوړه نتیجه ولری.
په ورته وخت کې یو تن پانګه وال او د صنعت کارانو د ټولنې مرستیال عبدالجبار صافی وایی، د پانګه والو د خوندیتوب لپاره د حکومت ژمنې یوازې شعارونه و.
د ده په خبره، همدا اوس لسګونه پانګه والو د نا سم امنیتی وضعیت له ویرې خپلې پانګې بهر وړی دی.
هغه زیاته کړه:
“خلک سرمایه اخلی او بهر ته ځی چې په افغانستان کې امنیت نشته، که دولت دې ته رسیدګی وکړی او خلکو ته ډاډمن امنیت راولی، زه فکر کوم چې هیڅ کله به افغان خپله سرمایه بهر ته یو نه سی.”

اشتراک گذاري با دوستان :

Comments are closed.