د لوړپوړو ودانیو جوړولو جواز اخیستلو ان لاین سیسټم فعال شو

گزارشگر:دوشنبه 1 سنبله 1395 - ۳۱ اسد ۱۳۹۵

په افغانستان کې د لومړی ځل لپاره د لوړ پوړو ودانیو د جوړولو د جواز اخیستلو، ان لاین سیستم فعال شو.
د کابل ښاروالۍ مسؤلینو د دې سیسټم د پرانیستلو پرمهال وویل، دا سیستم به ښاری پراختیا منظمه او ښاریانو ته به د خدمتونو رسول ساده او شفاف کړی.
mandegar-3دوی وایی، د ښاری پراختیا معیاری کیدل، په شفافه توګه د ودانیو لپاره د جواز ترلاسه کول، په چارو کې د وخت د ضایع کېدو مخنیوی او ښاریانو ته د ښو او پروخت خدمتونو رسول او نور، هغه ښیګڼې دی چې د “ودانیو د جوړولو د جواز اخیستلو ان لاین سیستم “به یی، خلکو ته برابرې کړی.
د کابل ښاروالۍ سرپرست عبدالله حبیب زی د یکشنبې په ورځ په کابل کې د دغه سیستم د پرانیستلو پرمهال وویل:
“هدف دا دی چې موږ هغو کسانو او پانګوالو ته چې د لوړ پوړو او نورو ودانیو د جوړلو جواز واخلی، دا اسانتیا ورکړو چې دوی زموږ سیستم ته ان لاین عریضه وکړی، زموږ همکاران د دوی عریضه ډاونلوډ کوی، ټوله پروسه بشپړوی او بیا پانګوال کولی شی چې په ان لاین توګه د ودانیو د جوړولو جواز ترلاسه کړی.”
ښاغلی حبیب زی وویل، دا سیستم به په چاروکې د فساد مخه ونیسی، د ښې حکومتوالۍ پروګرامونه به ګړندی، عواید به زیات او په ښاری پراختیا کې به د بې نظمۍ مخه ونیسی.
دا په داسې حال کې ده چې په وروستیو شاوخوا څوارلسو کلونو کې په پلازمېنه کابل او ولایتونو کې په سلګونه ښارګوټی جوړ شوی چې د افغان چارواکو په خبره، د دې ودانیو اویا فیصده د ښاروالیو او ښاری پراختیا وزارت له معیارونو سره نه دی برابر.
کابل ښاروالی وایی، یوازې په کابل ښارکې د ګڼ شمېر ښارګوټو له ډلې یوازې ۱۸ ویزه شوی او نور یې غیر پلانی دی.
د مخابراتو وزارت مرستیال ایمل مرجان چې په دې ناسته کې حاضر و، وویل، د کابل ښاروالۍ دغه اقدام د الکترونیکی حکومتوالۍ د رامینځته کولو یوه برخه کې دی او د مخابراتو وزارت ژمن دی چې په دې برخه کې له کابل ښاروالۍ سره خپلې مرستې جاری وساتی.
هغه زیاته کړه:
“موږ د ان لاین سیسټم پرانیزو، ترڅو زموږ سوداګر که په هیواد کې دننه دی او که بهر، له کابل ښاروالۍ سره اړیکی ولری، دا امکانات موږ لرو، اوژمنه کوو چې په دې برخه کې له ښاروالۍ سره همکار واوسو.”
دا په داسې حال کې ده چې افغان چارواکی وایی، پلان لری چې یوازې د ښاروالې نه بلکې د حکومت ټولې چارې په الکترونیکی سیسټم بدلې کړی.
افغان حکومت وایی، تصمیم نیول شوی چې په لږه موده کې د هېواد اتباعو ته الکترونیکی تذکرې هم وویشل شی.

اشتراک گذاري با دوستان :

Comments are closed.