د برېښنا بیې زیاتوالی له امله د ۱۲سلنه فابریکو کارونه درېدلی

گزارشگر:سه شنبه 2 سنبله 1395 - ۰۱ سنبله ۱۳۹۵

mandegar-3د افغانستان د صنعتکارانو ټولنه د برېښنا د بیې د ۲۵ فیصده زیاتوالی پر وړاندې وایی، که د برېښنا د لګښت دغه بیه راټیټه نه شی، کورنی تولیدات او صنعت به له ستونزو سره مخ شی.
د دې ټولنې رئیس سخی احمد پیمان د دوشنبې په ورځ په کابل کې یوې خبری ناستې ته وویل، نن سبا د هېواد صنعتکاران له یولړ اقتصادی ستونزو سره مخ دی او دا توان نه لری چې د برېښنا د لګښت لوړې بیې ورکړی.
پیمان وویل، که د برېښنا بیه کې کموالی رانه شی، د هېواد اکثره فابریکې به بندې او په سلګونو زره کاریګربه وزګار پاتې شی:
“د روان کال له پنځمی میاشتې راهیسې، د هېواد صنایع د برېښنا د بیې د لوړوالی له امله له ستونزو سره مخ شوی دی، له برېښنا شرکت څخه د ټولو صنعتکارانو هیله داده چې که دوی د برېښنا د لګښت دغه درنده تعرفه پر دوی ومنی، ټول به په یوه اواز ووایی چې د دې د اداء کولو توان نه لری، د دې له امله به ټولې فابریکې بندې او په لکونو کاریګر به وزګارپاتې شی.”
یاده ټولنه وایی، په هېواد کې د شاوخوا ۲۰۰۰ فابریکو له جملې څخه ۱۲ فیصده وړو او منځنیو فابریکو د برېښنا د بیې د لوړوالی له امله، خپل فعالیتونه درولی دی.
دغه ټولنه وایی، که حکومت له صنعتکارانو سره پر کړیو ژمنو عمل ونه کړی، په مظاهرو به لاس پوری کړی او د تړل شویو فابریکو مسؤلیت به هم د حکومت په غاړه وی.
د افغانستان برېښنا شرکت د روان کال په لومړیو کې اعلان وکړ چې د ډالرو د بیو له لوړېدو سره، د وارداتی برېښنا د لګښت په بیه کې ۲۵ فیصده زیاتوالی راغلی دی.
د برېښنا شرکت ویاند وحیدالله توحیدی وایی، داچې د وارداتی برېښنا بیه لوړه شوې، بله لاره نشته چې ورسره دې د برېښنا د لګښت بیې لوړې نه شی:
“د برېښنا شرکت د هغه توپیر له مخې چې د ډالرو په بیه کې رامینځته شو، پرصنعتکارانویې د برېښنا بیه ۲۵ فیصده لوړه کړه، د برېښنا شرکت د صنعتکارانو ملاتړ کوی خو داځل د ډالرو بیې دغه مجبوریت رامینځته کړ.”
بلخوا د اقتصادی چارو کارپوه سیف الدین سیحون وایی، حکومت دې د برېښنا د لګښت اضافی بیه له خپلې بودجې وړکړی او د دې ترڅنګ دې، د بیځایه لګښتونو مخه ونیسی.
دی وایی، حکومت دې د هېواد د صنعتکارو ملاتړ وکړی اوکه نه نو، دا کاربه د هېواد اقتصاد او تولیداتو ته زیان ورسوی.

اشتراک گذاري با دوستان :

Comments are closed.