ولسمشر او اجرائیه رییس راتلونکې پنجشنبې سره وګوری

گزارشگر:چهار شنبه 3 سنبله 1395 - ۰۲ سنبله ۱۳۹۵

mandegar-3اجرائیه ریاست وایی، د ملی یووالی حکومت د مشرانو تر منځ د وروستیو اختلافاتو د هوارۍ د هڅو په دوام، ټاکل شوې ده ولسمشر او اجرائیه رییس راتلونکې پنجشنبې له یو بل سره وګوری.
د اجرائیه ریاست مرستیال ویاند جاوید فیصل د سې شنبې په ورځ ازادی راډیو ته وویل چې په دغه لیدنه کې به ولسمشر د سیاسی هوکړه لیک په اړه خپل نظر له اجرائیه رییس سره شریک کړی.
ښاغلی فیصل زیاتوی: “په ټوله کې د سیاسی هوکړه‎لیک تطبیق، د انتخاباتو د نظام اصلاح، د انتخاباتو داېرېدو او لویې جرګې جوړېدو ته زمینه برابروی. نه یوازې دا چې پر دې برخو موږ پرمختګ کوو، بلکې د سیاسی هوکړه لیک او د خلکو له غوښتنو سره سم مخته ځو.”
ښاغلی فیصل وایی، دواړه مشران به درېیمه ناسته هم ولری چې د درې واړه غونډو د نتیجې موندنې ناسته به وی، خو د درېیمې ناستې د وخت په اړه یې معلومات ورنه‎کړل.
د حکومت د مشرانو تر منځ اختلافات وروسته له هغې راڅرګند شول چې اجرائیه رییس عبدالله عبدالله د ځوانانو یوې غونډې ته د وینا پر مهال پر ولسمشر انتقاد وکړ او جمهوری ریاست بیا د ښاغلی عبدالله خبرې د حکومتدارۍ د موازینو خلاف وبللې.
د حکومتی مشرانو تر منځ اختلافاتو د خلکو او سیاسی کړیو تر منځ سختې اندېښنې را پیدا کړی دی.
سیاسی د احمد شاه مسعود د بنسټ مشر احمد ولی مسعود له ازادی راډیو سره په ځانګړې مرکه کې وویل چې د حکومتی مشرانو تر منځ اختلافاتو له نړیوالې ټولنې سره هم د دغه هېواد پر اړیکو منفی اغېزه کړې ده.
ښاغلی مسعود زیاته کړه: “په دې کې شک نشته چې د نړیوالې ټولنې حوصله تر وروستی بریده پای ته رسېدلې ده، یاده دې وی، پرته له څو هېوادونو چې په سیمه کې سټراټېژیکې ګټې لری، نور د افغانستان د مشرتابه پر وړاندې د ټولو هېوادونو حوصله پای ته رسېدلې ده.”
ښاغلی مسعود همدا راز سپارښتنه کوی چې حکومتی مشران دې له ټیمی ګټو تېر او د یوه واحد حکومت جوړېدو ته کار وکړی.
د سیاسی چارو بل کارپوه حشمت غنی احمدزی وایی، ولسمشر او اجرائیه رییس باید د اختلافاتو د لیرې کولو لپاره جدی هڅه وکړی.
ښاغلی احمدزی وایی، یوه توافق ته له رسېدو پرته به دواړه مشران په راتلونکو درېیو کلونو کې له ګڼو ستونزو سره مخامخ شی.

اشتراک گذاري با دوستان :

Comments are closed.