احمد مسعود: طالبان به هیچ تعهد خود به غیرقرارداد خود با آمریکا عمل نکردهاند.
گزارشگر:دوشنبه 8 سنبله 1395 - ۰۷ سنبله ۱۳۹۵
د افغانستان د ښځو چارو وزیره په یو شمېر سیاسی سازمانونو او ګوندونو انتقاد کوی چې د ښځو پیاوړتیا او پرمختګ لپاره واضح پروګرامونه نهلری.
دلبر نظری دا خبرې د یکشنبې په ورځ د ښځو د سیاسی مشارکت په اړه یو جوړ شوی درې ورځنی کنفرانس ته وکړې.
مېرمن نظری همدارنګه له سیاسی سازمانونو او ګوندونو وغوښتل چې ښځو ته عملی پروګرامونه په پام کې ونیسی.
اغلې نظری زیاته کړه:
“یو شمېر ګوندونه او سیاسی سازمانونه لا هم نهدی توانېدلی چې د ښځو پرمختګ لپاره واضح او روښانه پروګرامونه ولری، هیله مند یو چې دغه ډول سازمانونه او سیاسی ګوندونه په خپلو کړنلارو کې ښځو ته پاملرنه وکړی.”
مېرمن نظری همدارنګه وویل چې پهدې درې ورځنی کنفرانس کې د ښځو د سیاسی مشارکت په برخه کې بېلابېلې ستونزې څېړل کېږی او ورته به حل لارې ولټول شی.
امنیتی ستونزې، ناوړه دودونه، نیابتی رایه او له خپلو سیاسی او مدنی حقونو ناخبری د ښځو د سیاسی مشارکت په وړاندې مهم خنډونه یادوی.
د افغانستان د ښځو چارو وزارت وایی، سره لهدې چې د تېرو کلونو په پرتله د ښځو وضعیت بدل شوی خو په وینا یې لا هم یو شمېر خنډونه شته چې باید ورته جدی پاملرنه وشی.
بلخوا د افغان ښځو د شبکې مشره حسینه ساپۍ هم په سیاسی ګوندونو کې د ښځو سیاسی مشارکت اړین بولی.خو د مېرمن ساپۍ په وینا دا وڼده باید سمبولیکه نه وی.
اغلې ساپۍ وایی:
“زما په نظر کومه ونډه چې ښځو ته په سیاسی سازمانونو کې ورکول کیږی باید یوازې سمبولیکه بڼه ونهلری. د ښځو اساسی ګډون په سیاسی احزابو کې د رایې ورکولو نه شروع کیږی.”
د افغان مېرمنو شبکه همدارنګه وایی، په حکومت کې د ښځو سیاسی مشارکت لا هم کمرنګه دی او حکومت باید پهدې برخه کې خپلې کړې ژمنې عملی کړی.
د ملی یووالی حکومت بیا وایی، د ښځو پرمختګ او سیاسی مشارکت ته ژمن دی او په دې برخه کې د پام وړ کارونه هم شوی دی.
Comments are closed.