صبحرن: بروکسل کې به د بشری حقونو وړاندی کوونکی تصویر درد ناک وی

- ۱۴ سنبله ۱۳۹۵

mandegar-3د افغانستان د بشری حقونو خپلواک کمېسیون وایی، افغان حکومت به د بشری حقونو د وضعیت، له یوه دردناک تصویرسره، د بروکسل غونډې ته ولاړشی.
که څه هم د بروکسل د غونډې جوړېدو ته لږ ورځې پاتې دی او حکومت هم، دغې غونډې ته د تیاریانو خبر ورکوی، خو د افغانستان د بشری حقونو خپلواک کمېسیون په هېواد کې د بشری حقونو پر وضعیت اندېښنه ښیی او وایی چې اوس هم په هېواد کې هیڅوک هم بشپړ مصئونیت نه لری.
نا امنی، ملکی تلفات، هدفی وژنې، سړی تښتونې، د قانون د حاکمیت کمزوری، کډوالی او له ښځو سره د زورزیاتی د پېښو زیاتوالی، هغه موارد دی چې د بشری حقونو خپلواک کمېسیون یې اندېښمن کړی دی.
د دې کمېسیون کمېشنرې ثریا صبحرنګ د شنبې په ورځ ازادی راډیو ته وویل، افغان حکومت به د بشری حقونو د ناوړه وضعیت له یوه دردناک تصویر سره، د بروکسل په غونډه کې ګډون وکړی.
نوموړې زیاته کړه:
“په خواشینۍ سره چې نن په افغانستان کې یو کس هم، نه امنیت لری او نه خوندیتوب، دولت چې په دې لاره کې هرڅومره هلې ځلې کوی، نه کامیابېږی، دوی چې بروکسل ته ځی، زه باوری یم چې د افغانستان د وضعیت او د بشری حقونو په اړه به، یو دردوونکی تصویر له ځانه سره ولری.”
دا په داسې حال کې ده چې د بشری حقونو د تامین په لاره کې د حکومت هڅې او کارونه، هغه څه دې چې افغان حکومت به ېې د بروکسل ناستې ته وړاندې کړی.
ټاکل شوې ده چې د بروکسل غوڼده د روان میلادی کال د اکتوبر په ۴ او ۵ ، د نړۍ د ۷۰ هېوادونو او ۳۰ نړیوالو سازمانونو په ګډون، د بلجیم په مرکز بروکسل کې جوړه شی.
بلخوا افغان حکومت دغې غونډې ته د انتخاباتی نظام د اصلاح، د ښځو د ظرفیتونو پر لوړولو، په حکومت کې د ښځو پر ونډې، د کډوالو د ستونزو پراوارۍ، له کورنیو بېځایه شویو سره پر مرستو او د اقتصادی پراختیا لپاره د سیمه ییزو همکاریو پر پراختیا مکلف دی.
افغان حکومت وایی، اکثره دغه ژمنې عملی شوی او هغه چې پاتې دې، پوره کېدو ته ېې جدی هڅې جاری دی.
د مالیې وزارت ویاند اجمل عبدالرحیمزی ازادی راډیو ته وویل، کومې ژمنې چې د بشری حقونو د تامین په برخه کې شوی، عملی کېدو ته یې ګامونه پورته شوی دی.
هغه زیاته کړه:
“د بشر د حقونو موضوع د هغو مواردو له جملې څخه ده چې بروکسل ته د تیارویو په اجندا کې شامله ده، په مقابل کې حکومت د نړیوالې تولنې او خلکو پروړاندې یو لړ ژمنې لری، په دې برخه کې ګامونه پورته شوی، خو هڅې کېږی چې نورې لاسته راوړنې هم ولرو او د موجودو ستونزو د حل لپاره اساسی لارو ته ورسېږو. ”
ښاغلی عبدالرحیمزی وویل، په پام کې ده چې د بروکسل غونډې ته د حکومت د تیارۍ په هکله، د څار او انسجام د بورډ یوه ګډه ناسته د یکشنبې په ورځ جوړه شی چې د بحث مهمه موضوع به ېې، د بشر د حقونو موضوع وی.

اشتراک گذاري با دوستان :

Comments are closed.